فوزيه ډېره ناهيلې وه…د خپل کور نه…ماشومانو نه او د مشين غوندې خپل ژوند نه چې نه يې څرخوونکې او نه چلوونکې يې ليدلې شو. د ځان په شان نورو ښځو نه يې پوښتنې کولې او ټولو ورته ويل چې د کور د ښځو ژوند هم داسې وي. د هغې لپاره دا د منلو نه و چې هغه د سهار نه تر ماښامه د څلورو کسانو نوکري کوله.
نه پوهېده چې نعيم څه وختې چاې وڅښلې، ځان يې تيار کړو او کور نه ووتلو. دوه زامن به يې سکول ته ورولېږل نودا به د ماشومې عذرا سره يواځې پاتې شوه. زړه به يې و چې يوانځورجوړ کړي، دا ښه انځورگره وه. د کالج د سبق په وخت ددې د انځورونو نندارتون جوړ شوې و او يو خو اوس د ښار په يو بينک کې ځوړند و. هغې به خيرنې جامې راټولې کړې، مشين به يې ډک کړو، ماشومه به يې مړه او ويده کړه او د پخلي غم به يې وکړو.
د نورو ښځو نه به يې وپوښتل چې هغوي په کورونو کې څه کول نو هم هغه کارونه به يې ورته يادول چې ددې په غاړه و. يو څو ملگرو ته يې وويل، ” راځئ يوه ټولنه جوړه کړو، خپل کورمحلت لپاره هم څه وکړو. ځان له خو هر څوک ژوند کوي. هغوي به وخندل، ” دا “مدر ټريسا” راکې د کومه شوه؟ ” بلې به وېل، ” هغه چې لوې کارونه کوي، زمونږ په شان نه وي” فوزيه به نوره هم ناهيلې شوه.
بيا د ژوند پايه وڅرخېده او کلونه واوړېدل. ددې د زړه غړ چا نه اوريدو. ماشومانو ته به يې کتل چې په سبق کې تکړه و نو لږ به يې زړه ډاډه شو چې هغې قرباني ورکړې وه. ددې لورعذرا د مور په شان انځورونه نشو جوړولې نو فوزيې به ورته هغه کارونه سر ته رسول. د جغرافيې نقشې، دمحاسبې گرافونه، د ژوو او د ځناورو انځورونه ددې لپاره يو څه خونده ورو او لور ته به يې استادې شاباش ووېل نو خوشاله به کور ته راغله.
مشين نور هم وڅرخېدو او دواړه زامن يې کارونو لپاره نورو ملکونو ته ولاړل نو هغې د عذرا دواده لپاره خوبونه ليدل. د هغې د امتحانونونه وروستو په کالج کې لويه ميله جوړه شوه. درې ورځې بيلا بيل پروگرامونه و او د وروستۍ ورځې په ميلمستيا کې د ټولو جينکومېندې هم مېلمنې وې.
فوزيې ورته تياري وکړه، نوې جامې يې جوړې کړې او د مېلمستيا نه يوه ورځ وړاندې يې لور ته ښکاره کړې، ” ته وگوره عذرا دا جامې راسره څنگه ښکاري؟” هغه موسکۍ شوه او مور ته يې وويل، ” دا رنگ درسره نه ښاي”
فوزيه حيرانه شوه، ” دا خو ډېر ښه رنگ دې، زما د واده يوه جوړه داسې وه او ستا د پلار به ډيره خوښه وه.” خو عذرا يوې خوا ته څټ کوږ کړو او وې ويل، ” مورې… که ته پارټۍ ته ولاړه نشې نو څه به ووشي؟”
د فوزيې زړه درز وکړو، ” ولې څه خبره شوې ده؟ چا درته څه وېلي دي؟” لور يې غلې وه، ” زه…زه…نه غواړم چې تا څوک وويني” فوزيه په خندا شوه، ” ولې مخ مې دومره بدرنگ دې؟ غټه خو هم نه يم، بس لږه خيټه مې راوتلې ده، خو ټولې ميندې هم دغسې وي او که…” لور يې د هغې خبره پريکړه، ” دا خبره نه ده…”
فوزيې په سخته لهجه ورته وويل، ” نو بيا څه شوي دي، صفا خبره وکړه” عذرا د صوفې يوه گدۍ راواخسته اولاسونه يې ترې تاو کړل، بيا يې نيم مخ دگدۍ شا ته پټ کړو، ” زما د ټولو ملگرو مېندې کارونه کوي. څوک ډاکټره ده، څوک استاده، څوک اين-جي-او کې ده. زه به ستا په باره کې دوي ته څه وايم چې زما مور څه کوي؟ بس ته خو تصوير ښه جوړولې شې او د رنگونو نه خبره يې.”
بيا يې گدۍ يوې خوا ته وغورځوله او د کوټې نه په وتلو کې يې وويل، ” مورې تا خو هيڅ نه دي کړي، بس بيکاره ژوند دې تير کړو.”
د فوزيې پښې وريږديدې، سخت د ستړيا احساس وکړو داسې لکه چې د شلو کالونه دې د الوت هڅه کوله او نن د اسمان او د زمکې تر منځ چا ترېنه وزرې پرېکړې وې.
صفيه حليم