د هند په شمالي ولايت بهار د مگهد سلطنت د نندا نومې ټبر په لاس کی و او د باچا يوه ښځه د هندوانو د ټيټې طبقې نه وه. د هغې ښځې په ضد په شاهي ماڼۍ کې سازشونه کيدل او کله چې دا حامله شوه نوپه دې ويره چې څوک ورته تاوان وونه رسوي، په پټه له ماڼۍ ووتله.
دا په پښو روانه وه او ځان يې چا ته نه څرگندوو چې څوک وه. اخر د يو اوږد سفر نه وروستو د اباسين لويديځې غاړې کې په يو وړوکي کلي کې مېشت شوه. دا کلې اوس مياولي (ميانوالي) نوميږي. د دې مېرمنې ماشوم وزېږېدو چې هغې ورته چندرگپت ( د سپوږمۍ له خوا ژغورلې) نوم ورکړو. دا د ميلاد نه ۳۴۰ کاله پخوانۍ خبره ده.
هغه ښځه چې مړه شوه نو د کلي يو شپون د چندرگپت روزنه وکړه او لږه موده وروسته هغه يې په يو ښکاري خرڅ کړو. ښکاري د چندرگپت نه کاراخستو، د خپل اس او د سپو ساتنه به يې پرې کوله.
په مگهدا کې د نندا باچا د دربار يو نامتو پنډت چانکيه په څه خبره د هغه نه مرور شو او لوېديځ ته يې مخه کړه. ده د کوتليه په نوم د حکومت قانون ليکلې و او د ټېکسلا په پوهنتون کې يې درس ورکول پېل کړل. ده د نندا راجه د هغې مېرمنې لټون وکړو او خبر شو چې يو زوې يې زېږېدلې و. هغه يې وموندلو او د ښکاري نه يې په ډيرو پيسو وپلورلو. تاريخ ليکونکي واي، چانکيه غوښتل چې د چندرگپت په لاس د راجه نندا نه خپل بدل واخلي. ځينې تاريخونه دا هم وايي چې چندرگپت په مگهدا کې زېږېدلې و او چانکيه وتښتولو.
چندرگپت يې د ټيکسلا په پوهنتون کې داخل کړو او دې په زدکړو بوخت شو. چانکيه نه يواځې ده ته نورعلوم ورزده کړل بلکه پوځي او جنگي تربيه يې هم ورله ورکړه. دا هغه وخت و چې اسکندر مقدوني د اباسين په غاړه خپله چاوڼۍ جوړه کړې وه او واي چې په ټيکسلا کې دولس کلن چندر گپت د اسکندر سره وليدل.
اسکندر ترېنه څو پوښتنې وکړې نو ده په ډيرو سختو الفاظود گنگا د وادۍ د باچاهانو له زوره ويروو. خو د مقدونيې باچا دا د يو ماشوم غورې وگڼلې او د پورس راجه د ماتولو لپاره جهلم سيند په غاړه يې مورچې ونيولې.
چندر گپت د هغو برهمنانو سره مله و چې د اسکندر په ضد يې پاڅون کړې و او کله چې په يوناني پوځ يې وس بر نشو نو د چانکيه سره يوځاې په ځنگلونو کې پټ شو. ښاي دې هم هغه وخت د يونان د پوځ جنگلي صلاحيت ته اغېزمن شو او د اسکندر د وړاندې تگ نه وروستو له ځنگلونو راووتلو او په کليو بانډو کې يې د يو پوځ د جوړولو لپاره ځوانان راټول کړل.
په دوي کې د ملتان خلک هم شامل و. هغه خلک چې د يونانيانو يې کورونه وران او خپلوان يې وژل شوي و، له ده سره مله و. اسکندر هر ځاې خپل يوناني نايب پريښې و او تر اباسين سيمه د ” فلپ” نومې حاکم په لاس کې وه.
د ۳۲۷ نه تر ۳۲۱ ق-م پورې د يونان د واک په ضد چندر گپت خپلې هلې ځلې وکړې چې په هند کې د خپلواکۍ لومړې جنگ و. اخرچندر گپت د خپل استاد چانکيه له خوا د پنجاب باچا اعلان شو. په ۳۲۱ ق م کې چندر گپتا د شلو کالو په عمر کې د خپل پوځ سره مگهدا محاصره کړه او دا يې ونيوله.
په ۳۱۵ ق-م کې داسکندر يو بل نايب الحکومه ” سيليوکس” د اباسين د لويديځ نه په پنجاب حمله وکړه خو ناکامه شواو د ده سره يې روغه وکړه. ددې روغې په تړون کې مکران، کندهار، هرات او کابل د چندر گپت په لاس کې شول. ځينې تاريخونه واي چې چندر گپت هغه وخت د يونان د يوې شهزادگۍ سره واده کړې و او دا سيمې يې په دې لاره ترلاسه کړې. چندر گپت د جنوبي هند خاوره هم ونيوله او د پارس په ختيځو سيمو کې دده سيکه چلېده.
د اسکندرمقدوني نه وروسته چندر گپت موريه لومړې غير هندواريايي باچا و چې د هند تاريخ ورباندې پيل کيږي.
چندر گپت د “موريه” سلطنت بنسټ کيښودو او ” هغه وخت دده يوه پلازمينه په ټېکسلا کې هم وه. د بنگال نه واخلې تر اراکوزيا، سيستان او کابل سيمې دده په واک کې شوې. په ۳۰۰ ق-م کې د يونان يو سفير “ميگاستيز” د چندر گپت د ژمي پلازمينې پټالي پترا (پټنه) کې پاتې شو او پخپلو يادښتونو کې دده نوم ” سېنډرا کوټس” ليکي. ده د هغه وخت د هند د دود او رواج په اړه هم وليکل چې څو برخې يې اوس د تاريخ په توگه پاتې دي.
چانکيه د چندر گپت قابل وزير اعظم و او په دې وېرېدو چې هسې نه څوک باچا ته زهر ورکړي. ده د هغه په خواړو کې لږه اندازه زهر گډول چې باچا ورسره عادت شي. هغه ددې نه خبر نه و او خپله ډوډۍ به يې د خپلې مشرې مليکې سره شريکوله. د مهاراڼۍ په خېټه کې ماشوم او کله چې چانکيه خبر شو نو پخپله يې د مليکې عمليات وکړل چې ماشوم وژغوري. مور او ماشوم دواړه ژوندي پاتې شول خو د زهرو له امله د شهزاده په تندي يو داغ جوړ شوې و. ددې نښې له کبله هغه ماشوم ” بندو سارا” ونومول شو. بندو په سانسکرت کې د تندې خال ته وايي.
د پنځوسو کالو په عمر کې چندر گپت د جېن مذهب نه اغېزمن شو چې ډېر ساده ژوند به يې تېروو. ده په ۲۹۸ ق م کې د هند پراخ سلطنت خپل زوې بندوسارا ته پرېښودو او پخپله د کرناټيکا سيمې غارونو ته ولاړو. هم هلته به په عبادت اخته و او د روژې په حال مړ شو.
د بندو سارا زوې اشوکا نومېدو چې د خپل نيکه نه زيات مشهورشواو وروستو د بوداي دين د سرپرست په توگه يې په ټول هند او افغانستان کې خپلې نښې پرېښودې.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه
په کرناټيکا کې د چندر گپت د پښو نښه
د خپريدو نيټه
۱۹ اپريل ۲۰۱۳ م