په رگ ويد کی ددې اوبو نوم ” پرايي يو” و.
دا نامتو اوبه د تيراه د غرونو نه راووځي او د اپريديانو د خاورې نه په تېرېدو د مومندو زمکې ته راځي. دلته دا سيند په ځينو ځايونو کې تر شپږو مټرو ژور وي. ددې په څنډو د خښتو د ودانيو نښې يې راته وښودلې چې ښاي دې سيند خپله لاره اړولې وه. په ځينو ځايوکې د هندوانو د شمشان نښې ښکاري چې پکې به يې مړي سېزل.
د بهادر کلي اوسيدونکي د تاريخ استاد خواجه محمد سايل راته ووېل چې کله په غرونو کې واورې ويلي شي نو د سيند اوبه راخېژي او لکه د خوړ پکې د ونو څانگې او نور لرگي روان وي. پخوا به خلکو ددې د نيولو لپاره په اوبو کې دانگل. ځينو ځايونو کې به گنگخړي جوړ شول او د اوبو سره راغلي شيان به پکې ښکارېدل.
د باړې سيند ځينو ځايونو کې لاره بدله کړي ده او يو وخت د کيسه خانۍ بازار په منځ کې بهېدو. ددې سيند نه د اوبو وړې ويالې ځاې ځاې د کر زمکې خړوبوي او اوبه يې ډېرې خوږې او پاکې وې. ددې اوبو د پښتو اولسي سندرو ته هم کډه کړې ده.
د کابل سيند د پاسه په ورسک کې چې د اوبو کوم کنال د برېښنا بند لپاره ويستل شوې دې، د باړې اوبه د هغې سره يو ځاې شي او تر نوښار رسېږي.
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۲۱ اپريل ۲۰۱۳ م