په ۲۰۰۹ م کې د کابل تر ټولو لوړغرپه اسمايي د هغه معبد ليدو ته ولاړم چې د هندوانو له خوا ډير سپيڅلې گڼل کيږي. د غونډۍ تر ټولولوړه څوکه څلورزره کاله پخوا د ارياي خلکو لپاره هم سپيڅلې وه. ددې نوم د سانسکرت د “آشامايي” توري نه اخستل شوې دې چې مانا يې ” د اميدونو مور” ده. دوي باور لري چې دا اسطوره هلته اوسيږي.
په انساني تاريخ کې د عقيدولومړې سر د مورسمبول و. زمکه موروه اوژوندو ته يې هر ډول غله او ميوه ورکوله. د مور د لمانځنې دود پيل شو او د نړۍ د نورو لرغونو انسانانو په څير اريايانو هم د موردمجسمو په جوړولو دا اسطوره ونمانځله. ددې مجسمې د افغانستان د بيلا بيلو سيمو نه موندل شوي دي چې مشهوره يې
ارياي ټولنه به د قدرتي افتونو اسطوره اندرا بلله اود هغې له ويرې به يې ترينه پناه غوښتله. ښاي يو وخت د اسمايي په سر د تالندې رڼا ورته دا فکر ورکړې وي چې هغه اسطوره هلته اوسيږي. هم هغه راهيسې اسماي غر په وړوکي معبد کې د رڼا په ساتلوهغه دود تراوسه پاتې دې.
صفيه حليم
د خبريدو نيټه- ۲۱ اپريل ۲۰۱۳ م
صفیه جانې ماته دپښت د لازمې او متعدي فعل په ګردان کې معلومات را کړه
پوهندوې مېرمن زرغونه زېور کتاب ” د پښتو نحو” کې ډېر معلومات شته.
دا کتاب د کابل او نورو ښارونو په کتاب پلورنځو کې شته.