په ۲۰۰۳ م کې په مزار کې يوډبرليک وموندل شوچې په افغانستان کې د هندو شاهي کورنۍ په اړه يې نوي معلومات په گوته کړل او لسمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې ليکل شوې و. دا هغه وخت و چې د افغانستان جنوبي سيمولکه سيستان کې عرب مسلمانانوخپلې پښې ټينگې کړې وې.
ډبرليک په اسلام اباد کې نامتو لرغون پوهه پروفيسراحمد حسن داني ولوستلو چې د افغانستان د هندو شاهي سلطنت نه راپاتې و.
افغانستان د کال ۸۲۱ م نه تر ۸۲۸ م پورې او بيا د ۸۴۳ م نه تر ۸۵۰ م پورې هندو شاهانو په لاس کې و. په دې د ۱۳۸ کال ثبت دې چې د ميلادي کال د ۹۵۹ سره سمون خوري. دا هغه وخت و چې په هندوستان کې بهيماپال راجه حکومت کوو.
په دې ډبرې ۱۱ ليکې دي د لويديځ په “شاردا” ليکدود دې چې په لسمې ميلادي پيړۍ کې د سانسکرت ژبې د ليکلو لپاره کاريدو. د دې ليکدود بيلگې په گرديزاو د کابل شمال نه هم موندل شوي و. په ډبرې د املا تيروتنې هم شته او په سرکې لږه ماته شوې ده نو ځکه د دې څو توري نه ولوستل کيږي.
متن
” باچا ويکه چيته اته وارې د زمکې، بازار او د کلاگانوواک په خپل لاس کې لري. دده په سلطنت کې شيوا او يما د يو بل ترغاړې ووځي. د دوي په وياړيومعبد، په “ماي تياسيا” کې د لوې پاري مهاماتيا” له خوا جوړشو چې دې اود ده زوې ترې گټه واخلي.”
په ډبرې د باچا نوم شاهي ويکه راجه او ده ته ” ارياتوماتو سانگاناکا” لقب يا خطاب ورکړې شوې دې. دا القاب د افغانستان په تاريخ کې ” خين گله” يا “خين خيله” په نوم باچا لپاره کاريدل.
پروفيسرداني واي، “خينگله کيديشي چې د ويکه ديوا د نيکونو نه وځکه سيکې يې په افغانستان کې موندل شوي دي عرب واکمن يعقوبي هم ددې باچا زکرکړې دې نوکيديشي چې دې د “ويکه ديوا” د مشرانو نه و. د سيکو له مخې څرگنديږي چې دې د افغانستنان د شمال خپلواکه باچا و.”
پروفيسرداني وايي چې دې موندنو څرگنده کړه چې د هندو شاهي واک د څه مودې لپاره وځنډيدو. د يوې څانگې مشر جيا پاله و چې په لمغان او پنجاب يې په لاس کې و. د بلې څانگې باچا ويکه و چې د افغانستان په شمالي برخو يې حکومت کوو. د شمال برخه د الپتگين د فتوحاتو سره پاې ته ورسيده چې د لسمې پيړۍ په نيماي کې رابرسيره شو.
د هندوکش د غرونو نه وراخوا د هندو شاهي ټبردې برخې واکمنو د عرب ځواکونو سره څو وارې جنگ وکړو او په ډبر ليک د ” ۸” شميره ښاي چې پرله پسې جنگونو کې دا سيمې کله د يوې او کله د بلې ډلې لاس ته ورتلې. ويکه باچا د خپل برياليتوب ريکارډ په دې ډبرليک کې ثبت کړوچې اوس د اسلام اباد په ميوزيم کې ايښې دې.
صفيه حليم
د هندو شاهانو يوه سکه