يونان


هغه کوم ملک دې چې د مېلمستيا نه وروستو خلک قابونه زمکې ته راخلاصوي او د ماتولو نه يې خوند اخلي؟ او هغه کوم ملک دې چې په لومړي ځل يې د اولمپک لوبې وکړې؟
بې شکه يونان دې چې د فلسفې، طب، پارليمان او د هنر اصل ټاټوبې گڼل کيږي. پخپلې ژبې کې دا ” گريس” نومېږي نو ولې په ختيځ کې ” يونان” بلل کېږي؟
کله چې د مقدونيې اسکندرخپل لښکرسره د نړۍ د نيولو لپاره روان شو، نو دده د پوځ زياته برخه د يوې جزيرې “آيونيا” جنگيالي و. په لاره خلکو ددې عسکرو نه پوښتنه وکړه چې د کوم ځاې نه يئ نو هغوي به ورته دا نوم ياد کړو.
يونان د دوو زروجزيرو ملک دی. په ۱۶۹ کی خلک اوسيږي او نورخوشې دي. په ” ساموس” نومې ټاپو نامتو رياضي پوهه فيثاغورث زيږيدلې و او ايسپ نومې نابينا غلام خلکو ته کيسې کولې چې يو دوه به پکې تاسو هم اورېدلي وي. د زمري او د موږک کيسه يا د هوښيار کارغه کيسه.
ما د يونان دريو جزيرو ته سفر وکړو. هر يو ځان ته ښکلا لري. سپين واړه واړه کورونه ، غرنۍ زمکه چې تنگې وړې کوڅې پکې د کورونو د چتونو شا ته ورکې شوي وي. د کورونو د ديوالرونو نه د رامبيل ځيلۍ تاو وي او هرې خوا ته داسې چپتيا خپره وي چې د لويو ښارونو اوسيدونکي ورپسې ارمان کوي.
په دې ټاپوانو کې د نارنجو او د پستې دومره حاصل وي چې يو وخت د يورپ ټول بازارددوي په لاس کې و.
په معلوماتي پاڼې کی ليکلي و چې د “اتينا” په مرمرينو کنډوالو کې د گرځيدو لپاره داسې بوټان په پښو کړئ چې تلي يې زيږه وي. ځکه هر کال بې شميره خلک په دې مرمرو خويږي او کله کله د مات هډوکو سره خپل وطن ته ځي.
زما بوټان پاخه راوختل.
د اتن د ايکروپوليس يا د “لوړ ښار” ستنې يونيسکوخپله نښه ټاکلې چې د اتينا په وياړ جوړې شوې اود کال دولس ميلينه سيلانيان يې ليدو ته ورځي. دا يوه ودانۍ نه ده بلکه د غونډۍ په سر لکه د سپينې ښاپيرۍ ولاړه دالان دې او چاپيره ترې نورې وړې ودانۍ تاو دي. د معبدونو، د عام ولس د کورونو او د کاسې په شکل کې جوړ د تياتر ودانۍ هر څه ځان له يو تاريخ لري. خو دا هر څه په يو وخت او زمان کی نه دي جوړ شوي.
د لرغونو يونانيانو لپاره اتينا تر ټولو لوړ سپيڅلې غر ” اولمپس” کي ميشت د اسطورو د مشر زيوس هغه لور وه چې پخپله دده د سرنه راوتلې وه او هم هغه وخت يې په لاس کې توره ډال نيولي و او د جنگ نارې يې ولې. د هغه وخت د يونان وگړې په دې باور و چې انسان ته پوهه، اوبدلل، د کرکرهنې او د کاواکه ځنگلي اس د قابو کولو چل اتينا ورښودلې دې. واي چې اتينا ددې ښار خلکو ته د زيتونو بوټې هم ورکړې و چې اوس ځاې ځاې ددې ونې ښکاري.
دا جنگيالۍ پيره او ددې په شان په زرگونو نورې اسطورې په مرمرو او نورو ډبرو کې ونمانځل شول. په افغانستان کې هم ددې څو مجسمې موندل شوي دي.
د يونان په لسو ميلينو وگړو کې څلورميلينه د اتن په ښار کې اوسيږي. ټول يې د زاړه پال مسيحيت مونکي دي. هرځاې د خښتو جوړد بازنطيني نښې لرونکي کليساوې دي. دا ښار څلورغونډۍ لري چې ورباندې د پينځم ق-م د مرمروماڼۍ او مزدکونه جوړ دي.
په څلورم ق-م پيړۍ کې په دې ښار کې سقراط، افلاطون، ارسطو ديوجانس او بقراط په شان فلسفيان اوسيدل دا د اروپا تر ټولو لومړې جمهوريت گڼل کيږي. په پينځم ق م پيړۍ کې اتن د حکمت ، فلسفې، طب، رياضي او د سياست يو بې جوړې ښار و. ددې ښار پارليمان د ايکروپوليس نه لږ ښکته په ” اگوره” نومې ځاې کې خپلې غونډې کولې.
د هغې نه هم لږ ورښکته ” پلاکه” د هنر مندانو او د هټۍ والو مرکز و. د اوسني طب او د ناروغيو نومونه ټول په يوناني ژبې نه راټوکيدلي دي. پخپله الفبا د يوناني ژبې تورې دې.
په اتن کې اوس په سلو کې دوه کسان د نورو ملکونو اوسيدونکي دي، د بلقان جنگ زپلي مهاجر، ترکان، د مصر او لبنان، شرقي اروپا، او د هند او پاکستان افغانان په رنگ کې جلا نه ښکاري.
د اتينا يوه بله مهمه کنډواله په دريم ق م پيړۍ کې د زيوس په نوم جوړ شوې معبد دې چې د اولمپيک لوبې به پکی کېدې. د اډلفي مزدک پحکله مې فکر کوو چې ددې نه اخستل شوې الهام د نړۍ څومره ژبو ته کډه کړې ده او ليکونکو ته يې سرچينه هم نه ده څرگنده. د بيلگې په توگه ” خپل ځان وپيژنه” په دې مزدک مرمرو کې ليکلي دي.
د اتن هره تيږه چې گورې ورلاندې يو فلسفي ناست دې او پخوا له دې چې څوک د هغو وختونو په اړه سوچ وکړي، په لويو سړکونو يې د موټرو او د گاډو شور او لوگې، څو پوړيزه دکانونه او ددې په سمندري ساحل د لويو لويو کورونو په شان بيړۍ ددې ټوله ښکلا زبيښلې ده.
ددې هوا ټول کال گرمه وي باران ژمي په دوو مياشتو کې وريږي. د اتن ښار په بې شميرو ميوزيمونو کې ايښي لرغوني توکي ددې د تاريخ د بيلا بيلو دورو انځورونه دي. او ددوي د ودانيو کوټې کال په کال زياتيږي.
د اتن د زمکې لاندې د اور گاډي د نويو ليکو لپاره چې کنستون ووشي نولرغوني توکي پکې وموندل شي. هر شې په زرگونوکالو قدامت لري او يوه نوې خبره پکې رابرسيره شي.
د اتنيا د ښار چارواکي د ډيرې مودې نه اخته دي چې د زمکې لاندې د اورگاډي ليکې وغزوي چې په ښار کې د موټرو لوگې او شورکم شي. خو هر ځاې چې زمکه وکيندي ، لرغوني اثار پکې راووځي. کار بند شي او لرغون پوهان راشي. کيندني ساينسي شي او په مياشتو او کلونو ددې ښار مطاله کيږي او لرغوني اثار ترې راباسي. پخوا به يې دا توکي ميوزيمونو ته سپارل . اوس هلته هم ځاې نشته او ښه علاج يې دا کړې دې چې د اور گادي د لارې سره شيشې لگولي دي او ددوي شا ته يې د مرمرو په ديولانو يې ايښي دي چې لاروي د گادي نه ورته کتلې شي.
زه د يونان د چارواکو په هوښيارۍ خوشاله، د پلاکا بازار ته ولاړم چې پکې ارزان بيه سوغاتونه خرڅيږي. د يوناني اسطورو په اړه مې يو کتاب واخستو او کور ته راغلم.
د لرغونو يوناني د اسطورو په کيسو ولوستلو يو څوک ستړې شي. د هر يو گل او د هر يو بوتي تر شا کيسه ده . د هر موسم بيل بيل خدايان دي.
د اتن د تمدن نه وړاندې تر څو پيړيو د کريټ تمدن، د مينوا تمدن او د مايسينيا تمدن خلکو خپل د ژوند نښې پريښي دي. دا نښې په سرو زرو، مرمرو او په تيږو نقش دي. د يونان مرمر چې پکې د اوسپنې گډون نه وي اوس هم پخوا په شان تک سپين ښکاري لکه چې درې زره کاله پخوا و. ته به واې، سنگتراش اوس اوس کار بند کړې دې.
د مرمرو د مزدک جوړونکي نه يواځې پخپلو کارونو پوهيدل بلکه هر څه يې په سيالۍ جوړول. تيږه به يې دومره په هنر وتوږله چې د لاس د گوتو نوکان هم ريښتونې ښکاري. د مجسمو د لباس هر يو تاو بيل بيل ښکاري. هيڅوک پکې نقص نشي موندلې.
د ايکروپوليس څنگ ته د پيالې په شکل دوه لرغوني تياترونه دي. په يو کې اوس هر کال د اوړي د ميلې کنسرټ کيږي.
د ډرامو دوه لوې برخې کاميډي او تراژيدي د يونان په تياتر کې بيلا بيلې معناو لري. کاميډي به د عامو خلکو کيسه وه او تراژيدي به د اسطورو او د باچاهانو کيسه وه.
د تمدن ددې ټاټوبي با کلتوره ملک خلک پخپله يو غرور لري خو ډوډۍ يې ډيره ساده ده. زيتون، ماسته يا پنير او د تناره ډوډۍ. د سړکونو په غاړه د لاټرۍ د تکټونو خرڅوونکي بې شميره و. هغه ځوانې ښځې چې د سيگريټو يو ډبې په يو لاس او بل کې ماشوم نيولې وې، خير غواړي.
په يويشتمې پېړۍ کې د تمدن ځاې غربت نيولې دې او يونان ته اوس د اروپاي ټولنې کې د يو ناروغ په حېث کتل کېږي.

صفيه حليم
د خپريدو نيته- ۱۱ مې ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *