د کندوز ښار لمر پریوته لور ته د شېرخان بندر چې د تاجکستان سره د آمو سیند په واسطه بېليږی، د سړک ښې لور ته د زرخرید کلۍ پروت دی.
ددغه سیمې اوسیدونکې وايي چې دلته اوسېدونکې اتمانزی، مموزی، مومند اوشینواری دی چې ۱۵۰ کلونه پخوا د ننګرهارولایت ګردی غوث، باسول او یوشمېر نورو سېمو نه دغلته مېشت شول.
د دې سيمې ۵۷ کلن تکړه سپین ږیری جان محمد وايي، ” زما نیکونه شاوخوا ۱۵۰ کلونه پخوا دلته راغلې و. هغه مهال زرخريد ځنګل وه او دلته به هرډول ویرونکې اوداړونکې ځناور لکه ایږې، لېوان، ګيدړ، پړانګان اوزمریان و. د دغو حېواناتو له ډاره څوک زرخرید ته ان نږدی کېدلې نشو، هلته اوسیدل او ژوند کول خو ډېر ګران کا ر و. نوځکه هغه مهال داخبره مشهوره وه که مرګ غواړی کندوز ته لاړ شه. زه چې کله کوچنې وم د زرخرید په اړه به مې د مشرانو نه کيسې اوریدلې. ډيری شپې به د مشرانو مجلسونو ته ناست وم اوغوږ به مې ورته نیوه چې هغوي څه وايي.
زمونږ نیکونو د هغه وخت حکومت نه زرخرید په سرو او سپينو زرو رانیولی و. دوي په لومړیو کې کوچیان و، میږی، بزی او اوښان يي درلودل. هغوي د ټول زرخرید اخیستو وسه نه درلوده نو پينځه یا لس جریبه ځمکه به يي د سپینو او سرو زرو په مقابل کې رانیوله او په پای کې ټول زرخرید يي لاندي کړ. وروسته ورو ورو د وخت په تېریدو، زرخرید آباد شو، ژوند او کرهڼه پکې پیل شول.”
د زرخرید د پخوانیو یادښتونو نه یوه هم د “بازک لنډي” کېسه ده چې یو وخت يي زرخرید ته غوايې د څړ لپاره شړلې و. چا بازک لنډي ته وویل چې غوايې دی زمری داړلی نو هغه خلکو ته ووېل، ما یو غوايې درلوده، نور د خدای پرځمکه څه نلرم. زه غواړم دغه زمری له منځه یوسم.
خلکو بازک ته وویل چې دا کار مکوه، زمری به تا وخوري. هغه ونه منل اوکوتک په لاس زمری پسې ووتلو. کله چې زمری ته مخامخ شو نو بازک د مخې سره پرې ودانگل اوزمری ته یی سخت ګوزار ورکړ. لاندي يي را وغورځاوه او د خپلو مټو په زور يې هغه زمرې ووژلو.
د زرخرید ډيری خلک اوس په کرنه اومالدارۍ بوخت دی د دوی ماشومان د پخوا په پرتله ښوونځیو اومدرسو ته د تعلیم او زده کړی لپاره ځي.
خوعمر خوړلۍ حاجی جان محمد وېلي پخوانیو حکومتونو له بزګرانو سره د سرو اواصلاح شویو تخمونو مرسته کوله خو د اوسنیو نه يې ګېله دا وه کله چې خیراتې مرستې راشي هغه پخپلو منځو کې سره وویشي اوبزګرانو ته يې نه ورکوي.
د زرخرید شمال لورته بالاحصارماڼۍ ده چې اوسمهال د ملې امنیت ځواکونه په کې پراته دی. هیڅ خبریال ته دانځوراخستو اونږدی ورتلو اجازه نه نشته چې سړی وګوري، هلته د تاریخې آثارو څه صورت حال دی؟.