د چندڼ لرگې

چى په سپينو اننگو دى زلفى زانگي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه

د رحمان با با دا شعر د هغى ونى د څانگو زکر کوي چى خوشبوي ته يې مار مست شي او له دى ځان تاو کړي. د پښتو ژبى په شاعري کى د چندڼو د ونې او ددى د لرگي زکرښاي چى يو وخت ددى لرگى په هره ورځنۍ ژوند کې د نورو توکو په څېرکارېدلو.
دچندڼ غوړه ونه په سانسکرت کى چندونم، په يونانى کى سندانون او په عربي ژبې کى صندل نومېږي. دا د نړۍ تر ټولو گران بيه لرگې دى. اوس په يويشتمه پيړۍ کى ددى يو کيلوگرام لرگى تر دوو زرو ډالرو پورى په بازار کى خرڅيږى.
ددى لرگی د زرگونو کالو راهيسى په هند، چين او جاپان کى د هندو او بودايي عبادت ځايونو کې کارېدلې دې. ددى د ميده شوى لرگى په زبيښلو دکوچو په څېر شيره را ووځي چې سور رنگ پکى گډ شي نوسيندور(سوندر) ترى جوړ شى چى د هندوانود تندى سورخال وي. د چندڼود لرگې لوگى د نظر ماتى، تبرک او د پاکوالى لپاره کارېږي. په زردشتى مزدکونو کى د اور د بل ساتلو لپاره د چندڼ د لرگى يوه دړه به يي په اور کېښوده ځکه ددى لرگى زر نه سوځى او تر ډېره وخته پاتې وى-
د خوشال خان خټک وېنا ده،
د چندڼ د ونې لږ لرگى تحفه دى . نه د بلى بدى ونې درسته سټه
د چندڼ لرگى په هند کې دا ېواځى د عبادت خانو د جوړښت لپاره کارېدو او د هند د ځينو لويو او لرغونو مندرونو دروازى به د صندل د لرگى جوړى وى.
په هند کې کله کله به په مندرونو کى د اسطورو د شبيه او د مجسمو د ودرولو تختى او چوکاټونه چى ښکلى نقاشى به ورباندى شوى وه د هغو خلکو له خوا تحفه ورکړى کيدل چى هغلته به يي د زړه مراد پورا شوى و.
بوداي راهبان د خپلې مراقبې پر وخت ددې لرگي ټوټى په لاس کى نيسي او په عبادت ځايونو کى يې لوگى کوي. په لرغونى هند کى د چندڼو غوړ په لاس کې اخيستل د خپل معبود سره د نږدېکت ېوه لاره وه.
د هند د جنوب په ساحلى سيمو، ميسوراو کرناټيکا کى ددى ونى ډېرارزښت لري او ځنگلونه يې حکومت ژغورلي دي چى بې ځايه او په غير قانوني توگه څوک پرى نه کړي. چندڼ څو ډوله وي چى ونى يې په انډونشيا، ويتنام،¸جنوبى امريکه او اسټرېليا کى کيږى. کوم چندڼ چى د هند په لويه وچه او په افغانستان کى پيژندل کيږى، هغه بادامي رنگ لري. د تنى د پاسه پوټکى يې سپين او خوشبوي نه لري. څومره چى ونه زړه وي، د لرگي رنگ يې هم ژيړ بخن او کله کله نارنجي شى.
د چندڼو پاڼې پيړ او غوړى وي. د دى ونه ورو ورو وده کوي او په درېم کال کى گل نيسي چى د ستوري په شکل او سره رنگ لري. په دېرشو کالو کې د دې يو بوټې د لسو نه پينځلسو ميټرو پورى لوړېږي او تنه يې تر يو نيم ميټرو غټيږي. د دېرشو کالو نه د لږ عمر ونې نه لرگى، نه اخيستل کيږي.
د شپيتو نه واخلى تر اتياو کالو پورى د زړى ونى د تنې منځ برخه (مغز) د دروازو او د نورو توکو د جوړولو لپاره کارېږي. د ونې دا برخه غوړه وي خو ددى په جرړو کى غوړ ډېر وي او ددى د تر لاسه کولو لپاره ونه پرېکوي نه، بلکه د پشکال په لمده بل کې چى مزکه نرمه وي، ټوله ونه له بيخه را باسي. د لرگى نه د تيلو د تر لاسه کولو لپاره د اوبو د بخاراتو طريقه کارېږي چى د گلابو او د رامبيل د عطرو د راټولولو لپاره د لرغونى زمانى را هيسې مروجه ده.
sandle
ددى غوړ د ډول سينگار په شيانو کى کارېږى اوڅومره چى ونه زړه وى هم هغه هومره يې غوړ ډېر خوشبوي لرى. د چندڼو چوره (براده) غوړه وى خو سليخ نه لري ځکه خو رحمان با با واي.
چې داهسې لاس په لاس دنيا پريښودی
که چوره چندڼ په ځان پورې مښودی
ددى د لرگى براده په يونانى دارو گانو کى د شربت په توگه د لوى تبى ناروغانو لپاره ښه گڼل کيږى. په ېويشتمې پيړۍ کى د چندڼو په لرگى چى کومې څيړنى شوي دى هغه ښاي چى دا اعصاب اراموي او د دى غوړ د انساني څرمنى د ځينو ناروغيو درمل وي. د نولسمې پيړۍ په وروستيو کى د هند په جنوبى ښار مېسور کې د چندڼو له تيلو صابون جوړېدل چى هغه وخت د بريطانيې اېمپراتورى وکټوريه لپاره به انگلستان ته وړل کيده.
د چندڼ ونه تر سلو کالو شنه وي او ددى په اړه وېل کيږي چى کوم ځاې د چندڼو ونه شنه شي هلته بل بوټى نه کيږي. ښاي ددى علت د چندڼو د بوټي هغه ځانگړنه وي چي د دى جرړې دمزکى نه د توان اخيستو لپاره د خاورې ټول منرالونه ځان ته راکاږي.
په هندى طب کى ددى د لرگي براده د مار خوړلي ټپ علاج گڼلى شي. ددى د لرگى خوشبوي ماران ځان ته را کاږي او کله کله ددى په تنه مارکلک انښتى وي.
ښاي رحمان با با داسى حالت پخپلو سترگو ليدلي وي نو واي،
که مونده شي خوش خويي په خوشبويې.
پروت به نه وپه چندڼ باندې ښامار

ماخذونه
د لندن د کېو گارډن د بوټوکلتورى څانگى وېب پاڼه.
انساېکلو پيډيا برټانيکا
د مېسور صندل صابون وېبپاڼه
د رحمان با با ديوان. د کابل چاپ مخ٥٢ -٢٠٢-١٨٥
د خوشال با با ديوان د کابل چاپ ٢٠٣ مخ
صفيه حليم
د خپريدو نيټه
۱۳ مې ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *