لرغون پوهه سوداگر

masson
د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د غولي په سر کې د ښايست لپاره جوړ او په دوو نريو ډبرينو ستنو ولاړو. هلته څو د خاورو مجسمې ايښې وې چې دوه يې د ښځو سرونه او ډېرې ښکلې جوړې شوې وې.
د سوونو کالو بې غورۍ اونم، هغه تاک زيانمن کړى و. په مجسمو لومړى سپين، ورپسې سور رنگ او ددې له پاسه د سرو زرو اوبه وهل شوي و. د بتانو د سرونو، گورگوتي ويښته ډېر په مهارت جوړاو نيلا رنگ يې پرې وهلى و. په تاک کې دننه هم د سرو زرو او د لاجوردو په رنگ نقاشي شوې وه. دلته واړه واړه د سيمټو جوړد لوبو شيان ايښي ووچې ا وس يې هم هندوان جوړوي.
د تاک په بل سرکې څو تيږې وې. کله چې دا يې ليرې کړې نو ورلاندې د سپيددار د ونې پوټکي ټوټې وې چې ورباندې لرغونې ناگري ژبه ليکل شوې وه. دا ليکدود په لومړي ځل اتمې ميلادي پېړۍ کی د هند په لويې وچې کی مروج شو. دی پوټکو د نم له کبله زيان موندلى واو د رژيدو په حال وې. د تيږو نه وراخوا يوغار ته لاره تللې وه.
په لومړۍ برخه کی مېسن څو مجسمې وليدې چې پر ځمکه قطار ايښې وې. په دې کې يو د دوه نيمو نه تر دريو مټرو پورې اوږد و. ټول ډېر ښايسته د گچو نه جوړ و او د سرو زرو ورق پرې وهل شوې و. دده سره ملو کسانو په چاقو د سروزرو د بيلولو هڅه وکړه خو دا گران کار و ځکه هغه دخاورې سره گډ شوي و. دوى وړاندې ولاړل نويوه بله کوټه يې ومونده. ددی په دېوالونو، سور، سپين او نيلا ( اسماني) رنگ وهل شوى و او د گچو حاشيه يې هم لرله . دلته يې د خاورو درې ډيوې، د اوسپنې يو ميخ او څو ټوټې وموندې.
مېسن له هغه ځايه څو وړې مجسمې يوړې او وروسته خبر شو چې د اخوند زامنو د بتانو نه بيل شوي سره زر په يوې روپۍ بازار کی خرڅ کړي وو. تر هغې ټول کابل د دی موندنو په اړه خبر شو او د مېسن ملگرو ورته نصيحت وکړ چې دا ملک ښه نه دى، د خاورو د څو بتانو لپاره دې ځان په خطر کې نه اچوي.
دافغانستان د امير دوست محمد خان زوى محمد اکبر خان هم له دی موندنو خبرشوى و او مېسن يې ځان ته وروبللو. ده ورته د ښځو هغه دوه سرونه ورښکاره کړل نو هغه ( اکبر) يې په ليدو ډېرخوشاله شو او ويې ويل چې د دی بتانو ښکلا يې د خداى په خلق شوي انسانانو کی نه ده ليدلې. د دی نه وروسته د مېسن او د اکبر خان ترمنځ ملگرتيا پېل شوه او دوى به کله کله يو بل سره ليدل. ددی اړيکو په نتيجه کی محمد اکبر خان ورته يو ليک (سند) ورکړو چې پکی د کوهستان او غوربند له سردارانو غوښتنه شوي وه چې د مېسن سره هر ډول مرسته وکړي.
په راتلونکو دريوکالو کی هغه د افغانستان له خاورې، د اتياو زرو نه زياتې سکې او لرغوني توکي کلکتې او بيا له هغه ځايه انگلستان ته يوړل. خو چارلس مېسن، نه لرغون پوه و، نه پروفيسر او نه يې له تاريخ سره کار و. دی د انگرېزانو د پوځ فراري و چې څو کاله يې په کابل کی د جاسوس په توگه کار کوو.
دده اصلي نوم جيمز لوييس او په ۱۸۲۷ م کی د اگرې نه خپل يوه پوځي ملگري سره وتښتيدو، خپل نوم يې پر چارلس مېسن واړوو. دى د ۱۸۲۸ م د جون په مياشت کی پيښور ته ورسيد. کله چې د يوه پښتون په جامه کې کابل ته روان شو نو پخپله ليکي چې هغه وخت راسره ” درې چپاتۍ، يود کتا ن څادر، يو اوږد چاقو، د خاورو يومنگوټى چې په غبرگ تل کی يې زما ټوله سرمايه، دېرش پيسې ايښې وې”.
مېسن د چاريکارو د سيمې شاو خوا کتنه پيل کړه. دی د کابل نه په پښوروان شو او په لاره وړو کليو بانډو کی يې د خلکو نه کيسې اوريدې. ده په سيمې کی د سپړنې د امکاناتو جاج اخيستو او ددی لپاره يې په دی کليو کی له خلکو سره ملگرتيا جوړه کړه اوځينو به ورته د شپې تېرولوځاى هم ورکړو. دی ايستالف ته هم ولاړ، په ” دره ” نومې ځاى کې يوه بودايي سټوپا يې ومونده او د هغې انځور يې جوړکړو.
په بگرام کی يې له ځايي خلکو واوريدل چې دلته د ځمکې د اړولو پر وخت پخوانۍ سکې موندل شوي دي. چا يوه سولېدلې سکه ورته راوړه چې مېسن په دوو پيسوترې واخسته. کله چې دا خبره کليوالو ته ورسېده نود پخوانيو سکو ډکې کڅوړې يې ورته راوړې او مېسن ترې اتيا سيکې غوره کړې. يو څوکسان يې وگومارل چې د بگرام په څنډو کی ورته ځمکه واړوي. هغه کال مېسن تر ژمي وړاندې يو زر اته سوه او پنځه شپيته د مسو او يوڅو د سپينو (نقرۍ) سکې، گوتمۍ، مهرونه، او نورتوکي وموندل.
په بل کال (۱۸۳۴ )کې د نورو وړو شيانو سربيره مېسن نولس سوه د ميسو سکې، په درېيم کال دوه نيم زره د مسو سکې ، په ۱۸۳۶ م کې ديارلس زره څلور سوه اويا دمسو سکې او په ۱۸۳۷ م يې چې نوره يې دا ټوله سيمه په لاس کې راغلې وه، شپيته زره سکې وموندې.
چارلس مېسن د دريو کلو په موده کی له بگرامه ، دوه سوه او پنځوس د ژړو او د سرو زرو داسې سکې رابرسيره کړي چې باختري ژبه پرې ليکل شوې وه خو د باچا نوم پرې نه و. ښايي دا سکې ددې سيمې په شاو خوا ملکونو کی هم چلېدې او باچا يې دومره ځواکمن و چې پر هره سکه يې د خپل نامه د کښلو اړتيا نه ليده. د دومره ډېرو سکو شتوالى، ددې سيمې تجارتي اهميت هم په گوته کوي.
په دی ټولو کلونو کی گومارل شوي مزدورانو مېسن ته ځمکه کېندله او د ده د ملگري وسله والو به يې څارنه کوله. دده شهرت د سکو د اخيستونکي په توگه د افغانستان نورو برخو ته هم ورسېدو او په اوړي کی به په لاره تلونکو کوچيانو ورباندې زړې سکې په تول يعني په وزن پلورلې. مېسن يواځې د بگرام نه، نهه اويا زره اووه سوه او پنځه دېرش مسينې سيکې وموندلې. که د سپينو او د سرو زرو سکې هم ورسره يوشي نودا شميره اتيا زرو ته رسيږي، چې هغه وخت د لرغونو سکو يوه لويه زيرمه وه. دا ټول هغه په پنجاب کی د انگريز والي تر څارنې لاندې، بمبۍ کی ” ايسټ انډيا کمپنۍ” ته ورليږل چې له هغه ځايه په لندن کی ددې کمپنۍ ميوزيم ته يې ورواستول.
په ۱۸۳۴ م کی انگرېزجاسوسانو د مېسن اصل شخصيت څرگند کړ خو ده ته د مرگ سزا چې هغه وخت د پوځ فراريانو ته ټاکل شوې وه، ورنکړى شوه. دافغانستان په اړه معلوماتو او تجربې هغه د دې جوگه کړچې بل کال له کابل نه د سياسي راپورونو د استولو دنده وروسپارل شوه. ده د افغانستان له نورو سيمو هم مهمې موندنې وکړې.
د وردگو په خوات کې يې د ژيړو قلعي شوى مرتبان چې له يوې سټوپې يې موندلې و، د پام وړشو. په مرتبان په خروشتي ژبه د کوشان باچا لومړي کنشکا د ۵۱ کال نيټه او د ده د ځاې ناستي، هويشکا نوم هم ليکل شوي و چې له ۱۴۶ نه تر ۱۸۳ ميلادي پورې واکمن و. د دې مرتبان نه د لومړي ځل لپاره د کوشان باچايانو د حکومت نيټې څرگندې شوې.
د چارلس مېسن موندنو لرغونپوهان په افغانستان کی له ځينو نويو نومونواو د دوى له څيرو سره اشنا کړل: انتيال کيداس، لايسياس، اگاتهوکليس، ارچي بياس، پانتاليون، هوميوس، گنډوفارس، ازيس، ازايليس ،کډفايسس، کنيرکا( کنشکا) چې دی ټولو هلته حکومت کړى و.
دا چې کوم ډول سکې په کومه سيمه کې زياتې او چيرته لږې وې، پخپله چارلس مېسن پرې خپل مشاهدات هم ليکل. د ازيس باچا سکې له جلال اباد ورها خوا ( کابل کې) نه وې موندل شوې، خو د پيښور لوري ته ډېرې وې. د يونان باخترد لومړي باچا سکې په بگرام کی ډېرې وې. د لومړي او دوېم ډيوډوټس سکې د هندو کش په جنوب کې نه وې خو د کوشان د مسو سکې جلال اباد او کابل دواړو کې زياتې وې.
چارلس مېسن د درونټې په کوټپورکې د ” بيمارو” نامتو سټوپه او په دې کې د سرو زرو د تبرکاتو جعبه وموندله. په نندره کی اتلس لويې- وړې سټوپې، په چارباغ کی يې شپږ او په هډه کی يې ديارلس سټوپې چې د وخت په حساب پرله پسې جوړې شوې وې، رابرسيره کړل. د مېسن ليکنو اوانځورونو د جلال اباد او درونټې شا و خوا په لوى شمير بودايي سټوپو اوعبادت ځايونوپه اړه معلومات ورکړل چې وروستونورو لرغون پوهانو د څېړنو بنسټ شول.
په ۱۸۴۲ م کی مېسن کله چې بېرته انگلستان ته ورسېدو نو يوه پېسه هم ورسره نه وه. ددې ټولې خوارۍ په بدل کې ايسټ انډيا کمپنۍ هغه ته ايله سل پونډه لگښت ورکړی و او ده خپل معاش بيلا بيلو ځايونو ته ورتگ او په پلټنو لگولى و. دې د اتياو زرو پخوانيو سکو، قلمي نسخو او بې شميرو لرغونو توکو څښتن و. د ده پرلاس د افغانستان د لرغونو ځايونو کښل شوې نقشې او انځورونه په کتابي بڼه چاپ شول چې اوس د علمي څېړنو يوه مستنده سرچينه گڼل کيږي. په ۱۸۸۱ م کی د مېسن ځينې سکې د بريطانيې ميوزيم ته هم د نندارې او څيړنو لپاره ورکړ شوې.
اوس يو نيم سل کاله اوختي دي خوافغانستان هم هغه ځاې کې ولاړ دې چې د چارلس مېسن په وخت و. خلک په زمکه کې لرغونې سکه يا بل توکې پيدا کړي نو په بهرنيانو يې د پلورلو هڅه کوي. ددې ملک په تاريخ نورخلک څېړنې او ليکني وکړي، ځان ته نوم وگټي او ددې اثار نورو ملکونو ته کډه شي.
سرچينې
۱. د افغانستان چارلس مېسن. پلټونکى،لرغونپوه،د سکو ماهر او د استخباراتو اېجنټ. گورډن ويټريج. ۱۹۸۶ م. اريس او فلپ لميتډ. وارمنسټر، انگلستان. مخونه. ۲۲،۲۷،۳۵،۳۷،۶۳،
۲. د اېشيا څلورلاری. ايلزبت اېرنگټن او جې کريب. د لرغوني هند او ايران ټرسټ . کيمبرج ۱۹۹۲ م.
۳. لرغونى افغانستان د چارلس مېسن له سترگو. اليزبت اېرنگټن. په بريتانيا ميوزيم کی د مېسن پراجه، ۲۰۰۸
۴. اريانا اېنټيکوا. د افغانستان د سکو او لرغو نوتوکو شرحه.ايچ، ايچ ولسن.د ايسټ انډيا کمپنۍ خپرونه. ۱۸۴۱ م. بيا چاپ. سنگ ميل خپرونې، لاهور. مخونه. ۲۴، ۱۱۸.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۱۳ مې ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *