د غزني دروازه

د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يو کوټه کى هغه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړۍ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانو را شوکولى وه. په هند کې خلک اوس هم ورته د سومنات دروازه وايي.
دا دروازه انگرېزانو دخپل بريمن يون په ترڅ کى د غزنى نه په سړک هند ته وړى او په ډېرپرتم يي بدرگه کړى وه. د انگرېزانو د پنجاب چاوڼۍ د جټ د ډلگۍ پوځيان پدى وياړېدل چى د سومنات دروازه دوي پخپلو قوى لاسونو د غزنوى د مزار نه راپورته کړه.
د بريطانيې پوځى تاريخ وايې چى د سومنات د مندر دروازه د صندل د لرگى وه. په ١٠٢٤م کى سلطان محمود د سومنات د لوټلو نه وروسته دا دروازه غزنى ته يوړه اوتر مړينى وروسته يې په زيارت ولگول شوه.
په ١٨٤٢ کى په لومړى انگرېز افغان جگړه کى د هند گورنر جنرال لارډ اېلن برو امر کړى وو چى د غزنى نه دې هغه دروازه بېرته راوړل شى چى د سومنات نه وړل شوى وه.
د انگرېز پوځ قوماندان ناټ د اېلن برو په امر په غزنى کى د لوټ او قتل نه وروسته دا دروازه لرى کړه. کله چى اېلن برو خبر شو نو وى وېل بريطانيي د اتو سوو کالو حساب پرځاى کړو او په دى ډول هندوانو ته يي وښودل چى خوا خوږى يې دى.
اېلن برو دا دروازه سومنات ته يوړه او په خاص جوړ شوې گاډى کى بار د ښار په لاروکوڅو کې يې ووگرځوله. خو هلته دى کار د عامو خلکو غميزه بيا را تازه کړه. هغوي په کورونو کى پټ شول او ددى دروازى د ليدو نه يي انکار وکړو. کله چى هندو برهمنانو دروازه وليدله نو دا يې رد کړه او وې وېل چى دا د صندلو جوړه نه وه او نه د سومنات دروازه وه.
انگرېز افسر چى د هندوانو خبره واورېده نو د ملامتى پټولو لپاره يي نوى دليل وړاندى کړو. چى کېدى شى اصل دروازه په هغه اور کى سوځېدلى وى چى غورى سلطان علاوالدين په غزنى کې لگولى وو. وروسته نوى دروازه جوړه او مزار ته لگول شوى وي. دا يې يوه بله افسانه ده.
انگرېز پوځى په دى کلتورى او مذهبى خبره ځان نه پوهيولو چى محمود ولى د سومنات د مندر هغه دروازه ېوړله. په داسى وخت کى چى هغه د سومنات د مندر نه په منونو سره زر تر لاسه کړل، ددى دروازى مادى ارزښت څومره و؟
آيا د هغه وخت مسلمانو پاچاهانو چى په ودانېو يي دومره ډېرى پېسى لگولى نو دروازه يي ورته له هندو عبادت ځاى نه راوړه؟ يوه انگرېزته په نولسمى پېړۍ کى تر ټولو گران بيه شى د صندل د لرگى دروازى ښکارېدى، خو دوى د دروازو په سېاست کى بيا هم پاتې نه وو راغلى.
ددى پېښى نه وروسته د دعوو ېوه لړۍ پېل شوه. ملت پال هندوان را پورته شول چى د غزنى د جامع جومات دروازه هم د سومنات نه وړل شوى وه. په متهرا کى د عيد گاه جومات دې ويجاړ کړې شى او دغسى نور.
په گجرات کى چى کله د غزنى دروازه رد شوه نو انگرېز حکومت دا بېرته په پټه ډيلى ته يوړه. د پوځ جاټ سيکانوغوښتنه کوله چى دا دروازه د دوى ځوانانو د غزنى نه راوړى ده نو ځکه ددوي په سپېڅلى معبد کى دى کېښودل شي. ښاي يو څه موده دا د امرتسر په طلايې معبد کى د درشنى دروازى په ډيوډۍ (دهليز) کى اېښى وه خو بيا له هغه ځايه اگرى ته يوړل شوه. څرگنده نه ده چى څه وخت او ولى؟
په اگره کى هر څوک چى دى دروازى ته نظروکړى نو پوهېږى چى دا د مرکزى اېشيا جوړښت لرى او غزنى يا د دى شا و خوا سيمو کى جوړه وه. دا دروازه د صندلو نه بلکه عادى ديو دارلرگى نه جوړ ده.
ددى د پاڅه د اس يو زوړ نعل هم چا ټک وهلى دى چى هغه وخت به خلکو د نذر ېا منښتى لپاره د زيارت په دروازو وهل. ښايي د چا اس نا روغه و او په دروازه يي دا نعل ټک وهلو چى که جوړ شو نو څه خواږه به زيارت ته راوړى. د ترک او تا تار قباېلو لپاره اس شته منى وه.

ماخذونه

۱. د سومنات مندر سرکارى وېبپاڼه
۲. د هند د حکومت د سېل او گرځندوې ادارې معلوماتى مواد
صفيه حليم

somnath gate 2

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *