يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل.
دمېزرو بوټې د سلېمان د غرونو دواړو غاړو ته موندل کېږي او د لرغونو وختونو راهيسې ترې خلکو کار اخستو. په کوهاټ، بنو، مردان او سوات کې خلک اوس هم د مېزرو نه شېان جوړوي خو ددې استعمال اوس لږ وي.
مېزرې د کجورې يا پام د کورنۍ يو وحشي بوټي دې چې ساينسي نوم يې " نانوروپس ريشيانه " دې. دا د ايران، افغانستان او د پاکستان د وچو غرونو بوټې دې. دا په شين حالت کې د اوښانو او وزو ته خواړه ورکوي او د کوچيانو د تگ راتگ سره به کله کله دا د جرړو نه راوويستل شول.
په اتلسمې پېړۍ کې دا بوټې د پښتنو د ورکزو قبايلو د روزگار وسيله وه. کله چې ورکزي د هند د بهوپال سيمې ته ورکډه شول نو هلته هم دغسې يو بوټې " برو" نومېدو. دوي هغه بوټي پرېکول او پخپلو سختو لاسونو به يې ترې شيان جوړول. هم هغه وه چې ځاي خلکو ورته " بروکټ" نوم ورکړو.
يو وخت په ورکزو کې ددې پورا پورا ځنگلونه و چې اوس نه په سترگو کېږي. په مېزروکې به "مړضان" او زرکې پټې وي او په شلمې پېړۍ کې ددې بوټي په وهلو داسې مارغان لږ شول. په ۱۹۵۳ م کې د پاکستان حکومت د مېزرو د بې درېغه وهلو د مخ نيوي لپاره يو قانون جړ کړو چې " مېزرو ايکټ" نومېدو.
د وخت د تېرېدو سره اوس د مېزرو استعمال لږ شوې دې. د مېزرو د پوزي پر ځاې خلک اوس د پلاسټيک پوزي کاروي او برقي پکو د ببوزو ځاې نيولې دې.
که انسانانو د مېزرې په بوټي نورغرض ونکړو نو ښايي ددې ځنگلونه بيا راشنه شي.
صفيه حليم