د پېښوربنسټ

ancient peshawar
د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د صوبه پښتونخوا دهغه وخت والي د پيښورښارد گورگټري په سيمه کې د يو تفريحي پارک د جوړولو هوډ وکړو. د پوهنتون استادانو او د ښار مخه ورو په دی اعتراض لرلواو د پېښورځينو روڼ اندو، د والي سره وليدل چې ددې کار نه يې منع کړي.
والي، د يونېسکو په ملاتړ لرغون پوهانو ته اجازه ورکړه چې په يوې وړی برخې کی يې منظم کنستون وکړو.
د زمکې نه اوو ميټره لاندې د پخو خښتوجوړښت څرگند کړل او پکې د درېم ق م هندي يوناني اثاروموندل شول چې پېښور يې په نړۍ کی تر ټولو لرغونې اباد ښار ثابت کړو.
ترټولو زوړمتن چې د پيښور نوم پکې ياد شوې دې، د اټک په آره نومې ځاې کې موندل شوې د خروشتي ژبې يوه ليکنه ده. دا په ۴۱ م کال کې کښل شوې وه او پکې دا ښار د ” پوشاپوره” ليکل شوې دې. “پوشا” په زاړه سانسکرت کې د ” گل” مانا ورکوي او پېښور چې هغه وخت سمسور ځنگل و او پکې ډېر گلونه کېدل په دې نوم يادېدو.
د هندوانو عقيده وه چې دا ” پرشاپور” و او د “پرش” راجه په نوم اباد شو.
د گندهارا لومړۍ پلازمينه پشکلا وتي ( چارسده) ښار و خو د لومړي ميلادي پيړۍ شا و خوا کوشان واکمنو پېښور نه حکومت کوو.
يو وخت پېښور ته يې ” کنشکا پور” هم وېل چې دلته د کنشکا باچا له خوا يوه لوړه مناره جوړه وه. د کنشکا د سټوپا نه راوتلي هغه جعبه چې په ” شاه جي ” ډيرۍ کې موندل شوې وه اوس د ټيکسلا په ميوزيم کې ايښې ده ورباندې ليکلي دي، ” د کنشکا پوره په ښار کې دا د خوشبوي ډبلې د دې ځاې جوړونکو له خوا يوه سپيڅلې ډالۍ ده.”
ددې ښار په اړه ليکنې په لومړي ځل يو چيناي راهب فاهيان په ۴۰۰ ميلادې کال کې وکړی چې يو تاريخي سند په توگه وکارول شول. هغه دا ښار د بوداي دين يو مهم مرکز واو دلته صحيفې ليکل کيدې او ژباړه به يې هم کيده. فاهيان ددې ځاې نوم” پوروشا پوره ” ليکلې دې.
يو بل چينايي راهب سونگ يون په ۵۱۸ م کې هم دا نوم ورته وليکلو چې هغه وخت د گندهارا پلازمينه وه. خوان زانگ (هيون څانگ) په ۶۲۹ م کې پېښور ته ولاړو او ليکي چې د گندهارا د پلازمينې “پولوشاه پولو” تر ټولو لويه مېله د بودا د کچکول د لمانځنې پر وخت کيده. خوان زانگ واي يو سل فټه لوړ پيپل ونې ته به خلک راټول شول چې د ښار جنوب ختيځ کې د بودايي خانقاه نه يو ميل په فاصله وه. ددې ونې څانگې هرې خوا ته خپرې وې او دا عقيده وه چې کله بودا د لوې کنشکا د راتلو وړاندوينه کوله نو دې ونې ورباندې سيورې کړې و.
د ده نه وړاندې سونگ يون ليکي چې دا ونه کنشکا په هغه ځاې پخپل لاس کېنولې وه چې پکې د ميسو يو لوښې خښ و. په دې لوښي کې د ملغلرو هغه جال و چې يو وخت ده په سټوپا غوړولې و خو وېرېدو چې د ده له مړينې وروستو به يې خلک د سټوپا نه ليرې کړي. د دې ونې لاندې څلور مجسمې وې چې د بودا پخپل تېر ژوند کې د ناستي په حال ښودل شوې و.
دا هم هغه ونه وه چې بابر باچا په ۱۵۰۵ م کې وليدله. دې په بابر نامه کې ليکي چې دا د بگرام يوه عظيمه ونه وه. او دې يې ليدو لپاره سمدلاسه روان شو. هغه اندازه ولگوله چې دا ونه به د ۱۵۰۰ کالو نه کمه زړه نه وه.
د اسلام د راتگ سره هم د پېښور نوم بدل نشو او البېروني دا نوم دوه ډوله ليکلې دې، پراشاور، او پرشور. په بابر نامه کی ليکلي دي چې پروشاپور کې جوگيان مېشت و او خلکو به د منښتې يا د نذر ويښته دلته پرېکول. د شېر شاه په وخت هم دی ښار ته به يې پرشاپورا ويل.
په شپاړسمې پيړۍ کې مغل اکبر باچا ورته د پيشاورنوم ورکړو. په ” اکبر نامه ” کې ددې ښار څلور نومونه ليکلي دي. پرشاپور، پراشاور،پيشه وراو پيشاور. د اکبر درباري مورخ ابوالفضل ددې ښار دويم نوم باگرام هم ليکلې دې.
په ۱۶۴۰ م کی د مغل باچا شاه جهان مشری لورجهان ارا په دی ځاې کی يوسراې جوړ کړو او د پخواني معبد نښې ورکې شوې. د سراې سره يو جومات او حمام هم و. د پيښور په گورگټرۍ کې د هندوانو اوسنې عبادت ځاې يو سل او شپيته کاله پخوا د هندوانو د يو مشر گورک نات په وياړ جوړ شوې و.
اوس د مغلو د دوری دوه لوې دروازې، د جنوبي او لويديځ ديوالونو سره وړی کوټې، د سيکانو د وخت هندو عبادت ځايونه او د انگريزانو د وخت د اور وژونکي لارۍ پکې ولاړی وي. ښار والۍ د لرغونې ښار د کنډوالو سره جوخت يو پارک او يو ميوزيم جوړ کړي دي.

سرچينې

۱. پېښور. د سرحد تاريخي ښار. ډاکټر احمد حسن داني. ۴۳ مخ.

۲. د لوېديځې نړۍ په اړه بودايي ليکنې. خوان زانگ- سېمويل بيل. ۱۸۸۴ لندن. بيا چاپ اورينټل بوکس کارپورېشن، ډېلي. ۱۹۶۹ م

صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. raz mohammed mohmend

    safia haleem sahib asalamoalikum;
    i need information ABOUT KAMA;
    KAMA IS ONE DISTRICT OF NANGARHAR PROVINCE,
    ARE YOU KNOW HISTORY OF KAMA.
    THANK YOU
    RAZMOHAMMED KAMAWALL MOHMEND NEWYORK

    1. زه به ورپسې کتابونه وګورم خو دا وخت غواړي – که تاسو سره څه په زړه پورې خبرې وي نو راسره شريکې کړئ
      مننه-

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *