دا اوبه د هندو کش له غرونو نه راووځي او شا و خوا ۴۸۰ کلوميټر مزل وهي. د افغانستان په ختيځ کې دا د کونړ له غرونو تېرېږي او خلک يې په هم دې نوم يادوي.
خو دا واورينې اوبه شمال کې مخ په بره هم خېژي او نه سياسي پلې پېژني او نه ددې پرواه لري چې خلک ورته څه نوم ورکوي. د پاکستان په مستوج کې په وړو ابشارونو کې را توېږي. د چترال غرونو په منځ کې تاوېږي او هلته ” د چترال سيند” نومېږي.
يو وارې بيا په کونړ کې داخل شي نو هلته د کونړ سيند شي. يو وخت لکه چې د يواځېتوب نه په تنگ شي او د جلال اباد ښار په ختيځ کې د کابل د اوبو سره يو ځاې شي. دا دواړه وروڼه د پاکستان خاورې ته ورننوځي او څو سوه کلوميټر مزل وهلو نه وروستو د اټک سره اباسين ته ورودانگي.
د پاکستان د جوړېدو نه وړاندې د کونړ سيند يو مهمه تجارتي لاره وه. د دې سره سره به قافلې د پامير د غرونو نه د هند مېدانونو ته زر ورسېدل. اوس که څوک د دې د اوبو سره سفر کول دومره اسانه کار نه دې.
صفيه حليم