د مور اسطورې مجسمه د نړۍ په ډېرو لرغونو کنډوالو کې رابرسېره شوې ده. مور د هغه وخت د انسان لپاره د ژوند سمبول و چې ماشوم ته يې شېدې ورکولې. زمکه به خلکو ته د مور په شان ايسېده چې بوټي به ترې راشنه شول.
بيا يو وخت داسې هم راغلو چې د مور مجسمه په کور کې ساتل د برکت او د د زمکې د ښيرازۍ نښه وه. په افغانستان کې منډيگک هغه ځاې دې چې په نورو لرغونو توکو کې پينځه زره کاله پخوانۍ د مورمجسمه هم وموندل شوه.
ورپسې کلونو کې د يونان واکمنو افغانستان ته د خپل کلچر سره د اسطورو مجسمې هم راوړې. د زيوس او د اتينا د مرمرو مجسمو چې يوناني هنرمندانو په ډېرمهارت جوړولې، افغانستان ته هم کډه وکړه. دلته اوسېدونکو ورته نور نومونه ورکړل او پخپل ډول يې جوړول.
هغه معبدونه چې پکې ددې اسطورو مجسمې اېښې او عبادت به يې کېدو ، يواځې د شاهي کورنۍ د خلکو لپاره و. دين د لوړ کلچر برخه وه او کروند گرو ته پکې ځاې نه و. په افغانستان کی داسې څو مجسمې د آې خانم او د باگرام نه موندل شوي دي.
د دوېمې او لومړي ق.م پيړيو ترمنځ د بوداي دين مبلغينو د برهمني اويوناني کلتور سره په سيالۍ د بودا مجسمو جوړولو ته رواج ورکړو. په ختيځ هند کی د بودا موندل شوې مجسمې د برهمني اسطورو په شکل دي. يعني لنگ يې ستر دې او په سر يې وېښته نشته او يا د وېښتو يوځونډې لري.
د ميلاد په لومړيو کلونو کې بوداي راهبانو په افغانستان کې د خپل دين د تبليغ په وخت د نښې په توگه په لرگي يا تيږې، د ونې، برسنډې د گل او يا د څرخ انځورجوړو چې د بودا د ژوند څو مرحلې يې په گوته کولې. خو په گندهارا کې څومره چې عبادت ځايونه مخ په زياتېدو و، هم هغه هومره د مجسمو جوړولو صنعت پرمختگ وکړو.
په افغانستان کې د بودا دغه مجسمو د يونوې کلتور ته وده ورکړه چې لرغون پوهان ورته اوس گريکو بوديزم يعني يوناني بوداي تمدن واي. د نړۍ لپاره د گندهارا د سيمې دغه هنر ځکه په زړه پورې دې چې دا د هغه وخت د دوو تمدنونو يوځاې کيدل په گوته کوي.
د بودا مجسمې د يونان په ډول لوی څادر په اوږو تاو کړې، وېښته يې په سر يا په تندي راټول کړي او په پښو کې د يوناني ډول څپلۍ دي. د هندي مجسمو په پرتله چې تل په ناست حالت کی ښودل کېږي، د گندهارا مجسمې د يونان په ډول په ولاړ حالت جوړيدل پېل شول.
دانساني شکل د جوړولوپه وخت په انځورگرۍ او مجسمو کی تر ټولو گران کار د لاسونو او د پښو جوړول وي. هغه وخت د يونان هنر مندان په دی کی کمال لرلو. د گندهارا هنر مندانو وليدل چې په مرمرو کې د لاس او د پښو جوړول ښکلې نتيجه ورکوي. دوي يو شمېر مجسمې داسې هم جوړې کړې چې نوروجود يې د يوې تيږې او لاسونه پښې يې د مرمرو و.
دبودا د ځاني مجسمو نه علاوه د هغه د ژوند بيلا بيل پړاونه د تيږې پر مخ او يا د گچو په تختو هم جوړېدل چې په انگرېزي کی ورته ريليف واي. په دی کی زيات هغه پېښه ښاي چې بودا خپل کور پرېږدي. په نورو کی هغه حالت انځور شوې دې چې دې د ونې لاندې ناست دې او يا بيا نروانه ته رسيږي. دغسې انځورونه په لوښو، د معبد په دېوالونو او دروازو جوړيدل.
د دی يوه تر ټولو زړه بيلگه دننگرهار د بيمارانو له غونډۍ موندل شوې د سرو زرو په هغه لوښي کی ښکاري چې گومان دې د لومړي ق.م پيړۍ نه راپاتې دې. په دی لوښي کې د هندي ساکاي باچا ازيس ( لومړې يا دوېم ) سيکې هم وې چې هغه وخت د سيمې حاکم و. خو ضرور نه ده چې د سيکوله مخې د لوښي قدامت دی معلوم شي. کېدېشي دغه لوښې د هغه نه هم وړاندې جوړ شوې وي.
په دوېم ق.م پيړۍ کی اشوکا باچا د بوداي دين سرپرستي کوله او د بودا سره د هغه د اړيکو يوه بېلگه په ننگرهار کی وموندل شوه. که څه هم بودا د اشوکا نه وړاندې زمانه کی ژوند کوو خو ځينو عقيده لرله چې اشوکا په ماشومتوب کې د بودا سره ليدلي و.
ده د خټو سره لوبې کولې او بودا ته يې دا خټې په دې اند ورکړې چې گوندې دا ډوډۍ وه. د ننگرهار د هډې په معبد کی په ۱۹۲۸ م کی د فرانسويانو له خوا په کيندنو کې د چونې د تيږې د يوی وړې سټوپا ماتې توټې وموندل شوې چې ورباندې دغه پيښه انځور شوې ده. دا سټوپا په جاپان کی يو ځاې کولو نه وروسته اوس د پاريس په گوېمې ميوزيم کی اېښې ده چې د يونان بوديزم يوه ښکلې بيلگه ده.
ماخذونه
۱. د گندهارا بودهاي جوړښتونه. کرټ. اې. بيهرېنټ. ۲۰۰۳ نيدرلينډ چاپ. دوېمه برخه، وولسم ټوک. ۶۱،۶۲،۶۳ مخونه
۲. د مغل سلطنت نه وړاندی د اسلامي او بوداي دين تر منځ کلتوري اړيکې. ډاکټر اليگزانډر برزين. ۱۹۹۶ مقاله. په انټرنيټ د برزين ارشيف ويبپاڼه.
صفيه حليم