په ۲۰۰۵ کال کی زه د بي بي سي د ځينو همکارانو سره د کندوز نه سړک د لارې تخار ته ولاړم. زمونږ د سفر وسيله د هغه ځاې يوه عادي ژيړ رنگ ټېکسي وه چې چلوونکې يې د سيمې د ټولو لارو نه خبر و.
ماځيگر د بېرته تگ پر وخت ډريور ووېل چې که غواړئ نو د لنډې لارې نه به ولاړ شوچې د “اودان يا د ابدان دشته” هم وگورئ. ويل يې چې د جگړو پر وخت به ده په هغو لارو ډېر خلک وړل راوړل.
په نيمايي لارې کی ده د لوې سړک نه ټيکسي يوې وړې لارې ته تاو کړه. هغه وخت زه په وړاندې سيټ کی ناسته او په غوږوزي کې مې د خپلو مرکو غږ اوريدو.
په وروستو سيټ کی درې ټول په يو سياسي بحث بوخت و. يوکلوميټر وړاندې تللي و چې لارې ته مې پام شو، هلته واښه راټوکيدلي و. گس لاس ته مې وکتل چې په غونډۍ يو کوچې ماشوم په منډه و او راته يې لاسونه خوځول. د ډريور هم ورته پام شو او د موټر شيشه يې ښکته کړه. د هلک له خلې مې واوريدل چې ” وړاندې ماينونه دي” د دی خبرې سره ټول غلي شول.
افغانستان ته د سفرنه وړاندې ما پخپله د ژورناليسټانو لپاره د ژوند د ژغورلو د يوې اوونۍ کورس کړې و. هلته يې راته دا خبره څو وارې وکړه چې په يوه لاره که واښه راټوکيدلي وي او ورباندې نورې موټرې نه ليدل کيږي نو پوهه شئ چې خطر لري. په عمل کې يې راباندې داسې ځايونه ولټول او هر څه مو ياد کړل.
اوس دکار په ډگر کې دا خبره راته ياده شوه خو هله چې نږدې په ماينونو ورختې واې. ډريورغوښتل چې موټر تاوکړي خو همکارانو پرې چيغې کړې چې موټر په ريورس گېر کی شا ته بوځه، ځکه د شاو خوا زمکه هم په واښو پټه وه. هم هاغسې بيرته ولاړو اود هغې لارې په سر مو يوه لويه دړه وليده چې د ماينونو ه اړه خبردارې ورباندې ليکل شوې و. نه يواځې دا بلکه د ماينونو د خطر درې گوټيزه سرې نښې په هغه لاره څو ځايه لگول شوې وې.
په موټر کی د يو بل د ملامتولو غږ ونه پورته شول. خو زما لپاره حېرانوونکې خبره دا وه چې مونږ ټولو د ماينونود خطر او د نښو په اړه نه يواځې دا چې معلومات لرل بلکه څو وارې مو پروگرامونه جوړکړي او نورو ته مو پوهاوې ورکوو.
ولې ټول په يوه مخه غافل شو؟
په ډله کې زيات وخت خلک د امن احساس کوي. مونږ فکر کوو چې که يوه خبره رانه هېره شوه نو بل به راته ووايي. کارونه وېشلي وي، مسئوليت شريک وي نوڅوک اندېښنه نه لري. هغه خلک چې د نورو سره مله وي، د لارې د هېرولو امکان يې زيات وي ځکه يا په خبرو بوخت وي او يا احساس ورسره وي چې که ورک هم شو نو بل به ورته پام وکړي.
انساني حافظه د ډېرو معلوماتو د ځاې کولو توان لري خو ضرور نه ده چې د اړتيا پر وخت څوک د هغو معلوماتو نه کار واخلي.
په ژورناليزم کې هغه مرکې چې هر ورځ خپرېږي، په دوي کې ځينې وخت د معلوماتو سپيناوې ضرور وي او پکار ده چې د يو نه زياتو کسانو خبرې ته پام ووشي. يواځې اورېدل بس نه وي او د يوې پېښې د راپور لپاره د خپلو سترگو ليدلې هم پکار وي. د ژورناليسټ ټول حواس بايد فعاله وي.
صفيه حليم
ډیر شه په اخیر کی مو د ګروپی کارونو نیمګړتیاوو ته سمه اشاره کړی ده چه ډیری وخت د بوښتنو په وخت کی کولای شی همدغه جواب ووایو
درانې خورې دستاسو مهرابانې ځخه مننه کوم چې خپلې تجروبې زموږ سره شریکوی داچې موږ نوی ژورنالستان یو زموږ لپاره ډیره جالبه کیسه ووه اوښه معلومات وو.
مننه
امام الدین جوهر
له پکتیا ځڅه