برمکيان

ميلادي کال ۷۲۵ کې عرب مسلمانانو د افغانستان په شمال کې د بلخ په ښار کې خپله لومړۍ چاوڼۍ جوړه کړی وه. هغه وخت د ” نوبهار” بودايي معبد لوې مشر ” پارموکهه” په لقب يادېدو.
د کوريا يو بودايي راهب “هوي چاو” په ۷۲۶ م کې د چين نه په سمندري بېړۍ کې هند ته ورسېدو او مرکزي اېشيا ته يې په زمکه سفر وکړو. ده د سفر حال وليکلو.
” د باميانو د خاورې نه مې شل ورځې شمال ته سفر وکړو او تخارستان ته ورسېدم چې د باچا ښار بلخ نومېږي. دلته عرب پوځيان مېشت او دا ځاې يې نيولې دې. ددې ځاې ژبه د نورو ملکونو نه توپير لري، که څه هم د کاپيسا ژبې ته ورته دې خو ډېره يې بل شان ده. د دې ځاې لباس پوستين او کتان وي. د باچا نه واخلې تر بې وزلو وگړو ټولو د جامو د پاسه پوستين اغوستې وي. دلته اوښان، ټټوان، پسونه، اسونه، کتان او انگور فراوان موندل کېږي. په خواړو کې خلک وچه ډوډۍ خوښوي.
زمکه ډېره يخه ده او په ژمي کې دلته واورې او کنگل وي. عام ولس، باچا او مخه ور خلک ” درې گاڼې” ( بوديزم) لمانځي. دلته ډېرې عبادت خانې او راهبان شته چې د ” واړه څرخ” ( هينايانه) منونکي دي. دوي غوښه، پياز او گندنه خوري. هيڅوک د کفر په لاره نه ځي. سړي خپلې ږيرې او د سر وېښته پرېکوي او ښځې برعکس خپل وېښته اوږده پرېږدي. په دې ملک کې غرونه ډېر دي.”
د هويچاو ليکنې څرگندوي چې د بلخ باچا د عربانو د راتلو سره له دې ځايه وتلې و خو بيا هم قانوني باچا گل کېدو. دوېمه دا چې د خلکو دين هغه وخت هم بودايي و او ددې د بدلېدو څه نښې نه وې.
ښايي د بودايي معبد لوې مشر ” پارموکهه” عربانو سره د روغې جوړې د لارې دا سيمه د جنگ نه ژغورلې وه. پارموکهه په هندي کې ” مشر متولي ” ته واي. عربانو “پ” نشو تلفظ کولې نو ځکه هغه ته يې “بارمک” او ټبر يې ” برامکه” وېل.
د برمک ټبر څو کسان د ” نوبهار” متوليان و او بې شمېره مال يې راټول کړو چې خلکو به د نذر لپاره ورکول. د البلدان ليکوال ابن فقيد همداني وايي، ” د فيوډالانو د جوړېدو نه وړاندې برمکيانو ډېر شهرت لرلو او خلکو وره په درنه سترگه کتل. دوي د بوتانو نمانځنه کوله”.
برمکيان د اسلام نه وړاندې د مکې په اړه هم خبر شوي و چې هلته په کعبه کې مجسمې ايښې وې او خلکو يې طواف کوو. داسې شواهد شته چې ” نوبهار ” کې هم د کعبې په شان د طواف مراسم کېدل چې د هند په بل يو ځاې کې څارې نه لري. دوي هم هغسې ورباندې غلاف وغوړوو لکه چې په کعبه غوړېدو او ورته د نذر راوړولو دود پېل کړو. ددې په سل گزه لوړه څوکه بېرغ هم رپېدو چې مساپرو يې پخپلو يادښتونو کې زکر کړې دې.
په تخارستان کې اوو سوه کلي د برمکيانو و. دې کليو ته به يې ” زوان ” وېل چې هر يو يې ۴ نه تر اتو فرسنگ لوې و. برمکيان دومره شته من و چې د اسلام دعوت يې نه و منلې او په بدل کې به يې عربانو ته باج ورکوو. عرب مورخ مسعودي ليکي چې نو بهار ته به يې ” ماه بنياد” وېل. هغه وخت هم د برمکيانو ډېر درناوې کېدو. خلکو به ورته د نذر پېسې راوړې . ددې معبد وروستې متولي خالد برمک نومېدو”.
دا څرگنده نه ده چې برمکيان څنگه اسلام منلو ته اړ شول. خو دوي د اميه خليفه هشام بن عبد الملک ( ۷۲۴ نه تر ۷۴۳ م) په وخت کې د بلخ نه ووتل. عمر بن الازرق ” اخبارالبرمکيان” کې ليکي، ” برمک د خپلو پينځو سوو ملو سره کله چې د ” هشام” دربار ته حاضر شو نو ډېر تود هر کلې يې ووشو. ده هلته د اسلام دين وومنلو او څو کاله په ” رصافه” (سوريا) کې د هشام سره اوسېدو. د ده زوې خالد د هشام د زوې مسالمه سره يو ځاې لوې شو.
داسې ښکاري چې برمک په طبابت پوهېدو، ځکه کله چې مسالمه واده وکړو نو ده ورته يو دارو ورکړل چې ماشوم يې ووشي. دومره زيرک و چې يوه ورځ هغه عبد الله بن عباس وليدو چې په لاره روان و نو خپل زوې خالد ته يې ووېل چې يوه ورځ به عباس خليفه وي او په راتلونکي کې ددوي سره ملاتړ او ورته کار وکړي. څو کاله وروستو برمک د سوريې نه کډه وکړه او د يزيد بن برع لور يې خپل زوې خالد ته وکړه.

داسې ښکاري چې خالد بېرته بلخ ته ولاړو او هم هغسې د ” نوبهار” په ساتنې بوخت شو ځکه عرب تاريخ ليکونکو دې د ” نوبهار” وروستې متولي په توگه راپېژني.
په ۶۶۳ م کې عربانو بلخ پخپل لاس کې واخستو او بودايان ترې ولاړل يا مسلمانان شول نو خالد بن برمک د خپلو وروڼو سره په عراق کې د بصره چاوڼۍ ته کډه وکړه. دلته د خالد د مسلمان کېدو حال ولولو.
ده د عباسي خافت په جوړولو کې لوې رول ولوبوو او لومړې برمکي و چې په اړه يې ډېر معلومات پاتې دي. خالد د ” الصفا” د بغاوت ملاتړ وکړو چې د عباسيانو لومړې خليفه شو.
په ۷۴۷ م کې دې د بېت المال مشر، ورپسې والي او بيا د ماليو د راټولولو وزير شو. دې خليفه ته دومره نږدې و چې يو وخت يې مېرمنې د خليفه لور ته خپلې شيدې ورکولې. د المهدي د د خلافت پر وخت دوي ته نور مراعات هم ورکړې شول. د ده زوې يحيا برمک د ازر بايجان والي شو او د خليفه مهدي زوې هارون الرشيد د زدکړو مسول و. په ۷۸۲ م کې دې د هارون سره چې هغه وخت د شلو کالو و د بازنطيني سلطنت د نيولو لپاره د يو سرپرست په توگه مل و.
د خليفه منصور په وخت کې ده د ملتان سره نږدې يو نوې ښار ” المنصوره” د جوړولو کار وکړو. په ۷۶۵ م کې يې د ” طبرستان” او بيا د بغداد د ښارونو په جوړولو کې يې لويه ونډه واخسته.
برمکيان د زړه نه د هند کلتور خوښونکي و او په بغداد کې د هندي ډيزاين ډېر جوړښتونه شته چې د دوي په وخت جوړ شول. د هند په اړه لومړې ليکلې راپور چې تر اوسه پاتې دې، د يحيا برمک د استاځي له خوا په ۸۰۵ م کې وليکل شو. هغه د هند نه بې شمېره طبيبان او عالمان بغداد کې د عباسيانو دربار ته وروغوښتل. د دوي لپاره په عربي کې د ” اهل قلم” نوم وکارول شو.
د برمکيانو يوه کمزوري دا وه چې هغه وخت په مرکزي اېشيا او په تېره بيا په افغانستان کې چې څومره علم رايج و، د هغې د ژباړې نه يې سترگې پټې کړې او په نتيجه کې عربي ژبې کې د هغه وخت د بلخ يا د خراسان په اړه ډېر څه نه موندل کېږي.
د يحيا برمک زامنو جعفر او ابوالفضل هم د هارون الرشيد په خلافت کې لوړې عهدې لرلې. دوي په بغداد کې د کاغذ لومړۍ کارخانه جوړه کړه. ان تر دې چې د الف لېلا په کيسو کې د وزير جعفر څو کيسې بيان شوي دي. الفضل په جوماتونو کې په لومړي ځل د روژې په مياشت کې د تېلو څراغونه وکارول. جعفر لوې مقرر و او ليکوال و. وايي چې د برمکيانو څټ به اوږد و او ددې لپاره هغوي د بندې غاړې لباس اغوستو چې وروستو يو فېشن شو.
برمکيانو په اسلامي خلافت کې ډېر زور موندلې و. دوي پېسه دومره بې دريغه لگوله او جعفر ابن يحيا په بغداد کې يو داسې ښکلې ماڼۍ جوړه کړې وه چې شل ميلينه درهم لگښت پرې راغلې و. پخپله خالد برمک په کور کې د سرو زرو د خښتو کارولو خبر هم خپور شو. واي چې کله هارون الرشيد په بغداد کې يو ښايسته کور مخې نه تېرېدو او پوښتنه به يې وکړه نو هغه به د يو برمک کور و.
خليفه دومره په قهر شو چې ترېنه د هغو پېسو د راويستلو لپاره پرې جريمه کېښوه. دوي پېسې نه لرلې نو د هارون مور” خيزران ورسره مرسته وکړه. په موصل کې د کردانو د بغاوت نه وروستو خالد د هغه ځاې والي وټاکل شو. دې هلته د المنصور تر مرگه والي و.
په ۷۹۴ م کې د يحيا برمک زوې فضل د خراسان والي وټاکل شو. هغه د نوبهار د ړنگولو امر وکړو چې په ځاې يې جومات جوړ شي. خو د زاړه معبد يوه برخه بيا يې هم پرېښوده. دلته وړوکې جومات جوړ شو چې وروستو د چنگېز له خوا وران کړې شو.
د هارون په دربار کې يو کس الفضل ابن الربي نومېدو چې د برمکيانو نه يې ښه نه راتلل. هغه خليفه ته مشوره ورکړه چې ددوي جاسوسي دې وکړي. د خراسان والي هغه وخت علي ابن عيسا ابن مهان نومېدو. هغه خليفه ته ليک ورواستوو چې دده په صوبه کې د يحيا د زوې موسا په لمسون ناارامي خپره شوې ده.
يحيا برمک په ۱۷۶ ه کې د پارس ” ډېلام” (اوسني گيلان) ته ولاړو. هلته يې خپل ځان يې د واکمن په توگه وښودلو. هارون بېرته راوغوښتو او دې د الفضل په کور کې نظربند کړو. هغه ورته د تېښتې وسيله برابره کړه او دې د بغداد نه ووتلو. دا د خليفه په ضد د بغاوت اعلان و.
عرب پوځ د هارون الرشيد تابع و خو دوي به امر د برمکي الفضل نه اخستو. په دې پوځ کې ۵۰ زره عسکر و. په وروستيو کې الفضل په دوي کې شل زره يې بغداد ته ورغوښتي و چې دوي سره پت وپالي او د دې پوځ موجوديت هم هارون لپاره د خطر زنگ و.
د برمکيانو د تباهۍ وروستۍ کړۍ دا وه چې هارون ته خبر ورکړې شو چې جعفر برمکي دده د خور سره نا مشروع اړيکې لرلې. دا خبره يې ورته بانه کړه او ټول برمکيان يې په يو مخه ووژل.

هغه سند چې په اتمې ميلادي پېړۍ کې په بلخ کې په عربي ژبې ليکل شوې و.

arabic doc

سرچينې

۱. د برمکيانو باختري پس منظر. د کېوين وان بلېډل مقاله. اسلام او تبت. اشگېټ خپرونې. سرې . انگلستان. ۲۰۱۱ م.
۲. د نوبهار معبد. علامه عبد الحۍ حبيبي. جغرافيايي تاريخی افغانستان. پنجاه مقاله. مېوند کتابخانه سبا. ۱۳۶۲ ه.
۳. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. استاد احمد علي کهزاد. ژباړن اورنگزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه ۲۰۰۱ م.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *