باختري د افغانستان هغه لرغونې ژبه وه چې د لومړي نه تر اوومې ميلادي پېړۍ پورې د رسمي ژبې په توگه کارېده. دا په يوناني ليکدود ليکل کېده نو ځينې ژبپوهان ورته په دې اساس ” يونان باختري ” وايي. خو ددې ژبې الفبا د يوناني نه توپير لري.
د دې ژبې د ولوستلو لپاره ” کيلي” يا رهنما د شلمې پېړۍ په نيماي کې د د لرغونو ژبو يو څېړونکي ” هېننگ” له خوا کشف شو. د افغانستان په شمال کې د کوشان واکمن کنشکا څو ډبر ليکونه چې د ” سرخ کوتل ” او د “رباطک” کتيبې دي، په باختري ليکل شوي دي. خو نورې بېلگې يې د غزني په “ناور” او روزگان کې هم ترلاسه شوي دي.
باختري ژبه د افغانستان د ډېرو نورو ژبو لکه پښتو، دري، مونجي، پشۍ او اشکاشمي سره تړاو لري او د هند د هغو ژبو سره هم تړلي ده چې د سانسکرت نه راوتلي دي.
د تر اوسه د ١٥٠ شاو خوا لرغوني اسناد ولوستل شوي دي.
په دې کې زيات پر څرمنې او يا د ونو پر پوټکو چې خاص د ليکنو لپاره کاريدل ليکل شوي دي، يو څو پکې په ټوکر او ځينې په لرگيو ليکلي دي. د ډبرو او د سيکو د پاڅه کنده شوي او د قيمتي ډبرو د پاڅه کنده شوې باختري ښاي چې تر څو پېړيو دا ژبه د ليک ولوست لپاره کارېده.
په دې کې تر ټولو مهمه هغه ليکنه ده چې پکې په لومړي ځل د افغان نوم ذکر شوى دى ،دا ليکنه د ٤٦٠ ميلادي کال نه را پاتې ده او د افغانانو او د روب د خلکو تر منځ د يوې جگړې په اړه ده. روب اوس د روى په نوم د سمنگانو د ولايت په جنوب کې يوه ولسوالۍ ده.
يو بل په زړه پورى سند د ٣٦٠ ميلادي ېعنى د څلورمې پيړۍ ليکنه ده. دا يوه نکاح نامه ده پکې يوه ښځه په يو وخت کې د دوو وروڼو سره د واده لپاره خپله خوښي ښايي. د اسنادو په يوه برخه کې د جوزجان د ځينو سيمو ذکر دى او دا د بلخ او يا د مزار شريف شاوخوا موندل شوي دي.
يوه وړه ټوټه د شلمې پيړۍ په سر کې د المان پلټونکو ډلې په چينې ترکستان کې موندلې وه چې د “ماني” مذهب د کتاب يوه پاڼه ده چې ژبه يې باختري خو ليکدود يې ماني دې.
د اوومې پېړۍ نامتو چينايي راهب خوان زانگ دې ژبې ته ” توخاري” نوم ورکړو او واي چې په دې کې ۲۵ الفبا و.
صفيه حليم