د ايسپزو په خاوره سوابۍ کې کړه مار هغه نامتو غونډۍ ده چې د تاريخي اثارو سره سره د يوسف خان شېر بانو د مينې په کيسه کې هم ياد شوې دې. واې چې دلته يو سپين وړوکې مار موندل کېږي چې ځاي خلک ورته “کړه مار” واي او له دې کبله غر هم په دې نوم ياد شو.
د شهبازگړې هديره چې د رستم د سړک په خوله پرته ده، بره د کړه مار غره ته ختلي. د زمکې نه ۵۰۰ ميټره لوړ يو وخت دا شين غر د پلوسې، زېتون او د صنوبر په ونو پټ و. په دې ځنگلونو کې هوسۍ او تنزرې به ډېرې وې او خلک به ورله ښکار ته تلل.
د دې غر په اړه لومړۍ ليکنې د چينايي راهب خوان زانگ ( هيون څانگ) له خوا وشوې چې په ۶۲۰ م کی شهباز گړهې ته ورغلي و. د کړه مار په غر هغه د هندو اسطورې پاروتي مجسمه وليده چې د نيلا تيږې نه جوړه وه. د غره په لمن کې د دی اسطورې معبد و چې د ټول هند نه ورته خلک ورتلل.
دا ښاي چې گندهارا يواځې د بوديزم مرکز نه و، دلته نور ادعيانو هم په ارام ژوند کاو. د کړه مار دغره په لمنو کی د هندو شاهي سلطنت مرکز هنډ و. دلته د غرونو په منځ کی يوه دره ” گېلي کنډاو” نومېږي چې د “سدم ” وادۍ د بونېر سره نښلوي.
په دی غر انگرېزانو په ۱۸۸۱ م کی کيندنې کړې وې او د گندهارا د تمدن مجسمې يې رابرسيره کړي وي چې د هندو او بوداي سټوپو شاو خوا پرتې وې. د بودا يوه ماته مجسمه يې هم وموندله چې ورباندې د سرو زرو نښې وې.
کړه مار د شاعرانو له پامه هم نه دې پرېوتې او يو شعر دې چې …
لائق مخ د سوګند بل نه وه په زمکه –
چې په جونو سوګندي د کړه مار شوم
صفيه حليم
salamuna !umeed laram che taso ba kha ye aw shaad ba ye. ze nasir khan ym,de Pukhun moarrikh Khan Roshan Khan nwase…. pe facebook k hum ma da haghe pa nom page jor kare de aw wikipedia article ham ma likale de…… taso sara me rabita ghokhtala de dilchaspay de waje che taso hom pa tarikh k shoq laray…… staso email ta ba intizaar kom…
wassalam
Nasir Khan,Nawakilli,
Swabi,Pakistan.