هر څوک چې له حج يا عمرې راگرځي نو خرما او تسپې ارو مرو سوغات راوړي.
څو کلونه وشول، چې زه دا تسپې راټولووم او دانو ته يې گورم. لکه د رنگا رنگ گلونو امېل ښکاري.
د شيشې، لرگي اود پلاسټيک جوړ دا شنې، فېروزي، گلابي، ژيړې، سپينې، تورې، نسواري، نقرۍ او د بادامي رنگونو لړۍ مې د شيشې په يو مرتبان کی ايښي دي.
هر وختې چې ورته گورم نو وشرمېږم.
دا دانې خو د خداې د يادولو لپاره راته راکړې شوي و. په ورځ کی څو ځلې به مې د هغه پاک رب نوم اخستې وي خو په دی دانو مې شمېر نه دې کړې.
ستونزه دا ده چې تسپې راواخلم نو لکه چې لاس مې څوک ونيسي او ژبه مې گونگه شي. يو څوک راته وايي چې…
دا کار د حساب نه دې… دا د پلاسټکو او د شيشو دانې د بل چا د روزگار وسيله دي.
مينه په حساب او په شمېر نه کېږي. مينه بې کچه وي.
صفيه حليم