بطليموس

په دوېمې ميلادي پېړۍ کې د روم، يوناني نژاده بطليموس د مصر په اسکندريه کې ژوند کوو. په لاطيني کې د ده نوم ” کلاډيس پوټالميس” تلفظ کيږي. دې رياضي دان، ستور پوهه، جغرافيه دان او نجومي و. ده يو شعرهم وېلې دې چې د محاورې په توگه پاتې دې او په يوناني ژبې ليکنې کولې.
بطليموس د بې شمېروعلمي مقالو ليکوال و. په نهمې پيړۍ کې د پارس ليکونکي ابو معاشر داسې وگڼله چې بطليموس د مصر د شاهي ټبر يو غړې و او د نجومو په اړه ځينې نورې ليکنې يې دده گڼلي و.
د بطليموس يو لوې کار د ده د جغرافيې معلومات دي. د روم د سلطنت د لر او بر د ملکونو معلومات په لومړي ځل د ده له خوا وليکل شول. ددې لپاره هغه د طاير يو پخواني جغرافيه پوهه مارينوز د معلوماتو نه گټه واخسته. د دې نه علاوه د روم او د پارس د پخوانيو سرچينو ته يې هم مراجعه وکړه.
د بطليموس يوه ونډه د نړۍ په نقشه د لمر د وړانگو په څېر خطونه راښکل و چې اوس يې مونږ د استوا، سرطان او جدي په نوم پېژنو. ده د موسيقۍ د الاتو لپاره رياضي جوړه کړه. د رڼا د انعکاس او د رنگونو په اړه يې ليکنې وکړې چې څو يې د عربې ترجمو د لارې پاتې دي.
صفيه حليم
map

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *