کارېز

له نن څخه دوه نيم زره کاله پخوا چې کله د پارس امپراتور کروش اختيار تر لاسه کړ نو يې د څنګلورو هيوادو په څېر په پارس کې د کروندې د پرمختګ لپاره د کارېزونو د کېندلو امر وکړ. له دې تاريخي سند څخه دوې خبرې څرګندېږي:
لومړي: چې کارېز د کروش تر باچاهي لومړي هم شتون درلود.
دوم: په هغه وخت کې د پارس په ګاونډ کې د باختر (نننی افغانستان) امپراتوري پرته وه نو د دې مانا دا کېداېسي چې په باختر کې کارېز تر دونيم زره کاله لومړي هم شتون درلود.
د دې خبرې تر اوسه هيڅ کوم تاريخي سند نسته چې د کارېز پيل چا او له کومه ځايه وکړ.

کارېز څه ته وايي؟
کارېز په غرنه (Mountainous) سيمه کې جوړېږي چېرته چې د مځکې يوه برخه لوړه او بله ژوره وي. چې کله پر غرو باران ليا واورې وسي نو اوبه د غرو په تل کښې په قدرتي ډبرينو کوهيو (Artisan’s Wells) کې غونډې سي. که څه هم دا ډبرين کوهي د غرو په لمنو کې په ډېر زياته شمېر وي خو د کاريز لپاره هغه کوهي غوره شمېرل کېږي کوم چې د کروندې تر مځکه لوړ وي او د کروندې تر مځکې پورې د اوبو د بهېدو په مخ کې کومه ستونځه نه وي.
Karez 1 pic

کارېز څنګه جوړېږي؟
چې کله د اوبو داسې زېرمه د غره په لمن کې و موندل سي نو د دې زېرمې د کروندې تر ځايه راوستلو لپاره کارېز کېندل کېږي. د دې لپاره لومړی د اوبو د زېرمې تر څنګ پر يو څو ګامه يو کوهی کېندل کېږي.
دا کوهی د يو لښتي له لاري د اوبو له زېرمې سره و تړل سي. چې کله دا سره وتړل سي نو پر لږ واټڼ بل کوهی و کېندل سي او له لومړي کوهي سره د لښتي له لارې و تړل سي. هم داسي پر ټاکل سوي واټڼ کوهی کيندل کېږي او د لښتي له لاري سره نښلول کېږي.
کارېز په اصل کې د يو شمېر کوهيو يو لړۍ وي. که څه هم په کارېز کې تر ټولو ستر رول د لښتي وي خو ايستل سوي کوهې دوه مقصده لري،
لومړی: چې د کارېز د کيندلو په وخت کې چې کومه خاوره راوزي د هم دې کوهيو له لارې له کارېز څخه ايستل کېږي،
دوم: دا چې کارېز صرف او صرف په لاسي اوزارو لکه کولنګ او بېلچه جوړېږي نو د انسانانو لپاره دا شونې نه وي چې د اوبو د زېرمې له ځايه بيا د کروندې تر ځايه پيوسته يو لښتی و کېندي.
د مځکې تر تل لاندې د سهې د اخيستلو لپاره هوا او د کار کولو لپاره رڼا اړينه وي. دا کوهي د هوا، رڼا او له کارېز څخه د کيندلو په وخت وتلې خاورې د راايستلو لپاره کارول کېږي. له دې سره سره کله چې د درانه اورښت له کبله يو کارېز بند سي نو د دې کارېز د خلاصولو لپاره د دي کوهيو رول ډېر مهم وي.
دې کوهيو ته – سپرغه ليا سپرغې – ويل کېږي.

Pic 2 karez

د شا مامود ليکنه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *