مغلاني بيگم

د دې خپل نوم مراد بيگم و او د مغلو د ځواکمن وزير قمرالدين امږور وه. ښايي دا د شاهي کورنۍ نه وه خو د ژوند حالات يې زيات نه دي څرگند. مير معين الملک چې خلکو ورته ” ميرمنو” وېل، په ۱۷۵۱ م په لاهور کې د احمد شاه ابدالي سره په جنگ کې د ماتې نه وروستو ورسره روغه وکړه او بيا د هغه له خوا والي وټاکل شو.
دې د۱۷۵۳ په نومبر کې د ښکار پر وخت په ډېرو مرموزو حالاتوکې مړ شو. د ځينو خلکو دا نظر و چي ده ته زهر ورکړې شوي وو. د ميرمنو زوې امين هغه وخت د دوو کالو و او مغلاني بيگم د خپل زوې د سرپرستې په توگه د لاهور واک پخپل لاس کی واخستو. د معين الملک نايب بهکاري خان نومېدو او يو مذهبي سړې و. هغه د يوې ښځې د واکمن کېدو مخالت وکړو او مغلاني بېگم ورسره رخه پېدا شوه.
په دې وخت کې مغل باچا احمد شاه د معين الملک خوريې شهاب الدين خپل نوې وزير اعظم وټاکلو او د عماد الملک خطاب يې ورله ورکړ. معين الملک پخپل ژوند کې ده ته خپله لورعمده بيگم ورکوژدن کړي وه.
د ۱۷۵۴ م د مې په مياشت کې د مغلاني ماشوم زوې امين ناڅاپه پخپل کټکي کی مړوموندل شو. په لاهور کی داسی اوازه گډه شوه چې گوندی هغه ته هم زهر ورکړی شوي و.
د مغلاني جاسوسانو ورله خبر راوړو چې بهکاري خان يو خواجه سرا ته پيسې ورکړې وې او ښاي دا کار د هغه وي. په دی شک بهکاري خان د مغلاني بيگم له خوا په بند کی واچول شو.
مغلاني بيګم د زوې له مړينې وروسته د پنجاب د واکمن پاتې کېدو لپاره ډېلي او کندهار ته خپل استازي واستول. له دواړو ځايونو ورته د مثبت (هوکړې) ليکونه راغلل.
احمد شاه ابدالي ورته د خپلی لور په توگه مخاطب شو. مغلاني بيگم د دی برياليتوب سره نوره زړه وره شوه. هغې د بهکاري خان په سازش پورا باور لرلو او يوه ورځ دې يې شاهي کلا ته راوبللو. مغلاني چې د يوی پردې شا ته ناسته وه، په بدو ردو وېناو د ده هر کلې وکړ. هم په دی وخت، د هغی پنځوس شپېته مينځې او خدمت گارانې د خپلو پيزارونو سره پری ورماتې شوې او دی يې په وهلو ووژلو.

د لاهور اميران په دي پېښه سخت خفه شول او د مغلاني بيگم سره ټولو اړيکي وشلولی. اوس د مغلاني لاس نور هم ازاده شو او هغې د خپلې خوښې دعېش په ژوند لاس پوری کړو.
د دې د حکومت چارې د دريو خواجه سراو ( نرښځو) په لاس کي وې چي خوش فهم، ارجمند او محبت نوميدل. دوي به د سرکاري کارونو لپاره ورتلونکي خلک دربار ته نه پرېښودل. د مغلاني د شخصيت او د چلن په اړه گنگوسو زور وموندلو، تر دی چي د بخشي (وزير) غازي بيگ خان سره د نامشروع اړيکو په تور تورنه شوه او دا خبر عماد الملک ته هم ورسېدو.
دې وېرېدو چي که مغلاني يې لرې کړه نو افغان باچا به ورته په قهر شي او نتيجه به يې بل جنگ وي. هغه د مغلاني د اختياراتو د محدودولو فېصله وکړه او په اداري کارونو کی يې د مرستې لپاره مير مومن خان يې پنجاب ته ورواستاو خو په لاهور کی د مغلاني په وړاندي د هغه په خبرو چا غوږ نه گراوه .
هم هغه کال د دسمبر په مياشت کي د پنجاب اميران را ټول شول او فېصله يې وکړه چې مغلاني به له واکه لرې کړي. خواجه مرزا خان د دوي په صلاح د ډېلي نه امر واخستو، هغه يې په شاهي ماڼۍ کې نظر بند کړه او پخپله د پنجاب حاکم شو. مغلاني بيگم ته د خپلوانو نه علاوه بل هيچا سره د ليدو اجازه نه وه .
هغې خپل ماما خواجه عبدالله، افغان باچا ته د سفير په توگه د دی پېغام سره واستوو چې د خپلې لورمرسته وکړه. احمد شاه خپل سپه سالار جهان خان د يو لښکر سره پنجاب ته وليږلو چې د ۱۷۵۵ م کال په اپريل کی لاهور ته ورسېدو. خواجه مرزا خان له وېرې وتښتېدو، مغلاني له بنده ازاده او جهان خان له خوا بېرته د لاهور واکمنه اعلان شوه.
د جهان خان د بيرته تگ دري مياشتې لا نه وي تيرې چي په جولاي ۱۷۵۵م کي د دې ماما خواجه عبد الله مغلاني له خپلې خور سره په يوي حويلۍ ( لوې کور) کي نظر بند کړه او واک يې پخپل لاس کي واخستو. هغه وخت د پنجاب خزانه تشه وه او د حکومت د خرڅ لپاره عبد الله له عامو خلکو په زوره پېسې اخستې. کله چې د دی خبرې شکايت ډېلي ته ورسيدو، نو د جالندهر، دواب فوجدار ادينه بيگ له چټک پوځ سره يوځای په لاهور حمله وکړه او عبد الله د سندهه صوبې ته وتښتېدو.
مغلاني بيگم احمد شاه ابدالي ته خبر ولېږلو او هغه د دسمبر ۱۷۵۵م کي يو وارې بيا جهان خان لاهور ته ورواستوو.
په لاهور کی د ادينه بيگ نايب صديق خان د دراني لښکر په راتگ جالندهر ته ولاړو او مغلاني بيا د بند نه ازاده او دريم وارې د افغان باچا له خوا د لاهور حاکمه وټاکل شوه. خو تر هغه وخت ابدالي په دی پوه شوی و چې مغل به په پنجاب کی د يوې ښځې د حکومت په لار کې تل خنډونه جوړوي. نو ځکه يې عبد الله خان د مغلاني بيگم نايب وټاکلو او هغه ته يې زيات اختيارات ورکړل چې دا خبره د مغلاني خوښه نه وه. د قدرت د اخستو په هڅه کی مغلاني يوه لويه سياسي تېروتنه وکړه. په ډېلي کی يې خپل زوم عماد الملک ته ليک وليکلو، چې مفهوم يې داسې و.
“کله چي په ما سخته راغله نو له کندهاره احمد شاه دراني زما مرستې ته را منډه کړه. اوس زه بيا په مصيبت کې يم. ايا ته به له ډېلي زما مرستې ته نه راځې. که ته نه شی راتلې نو د خپلې چنغلې د وروستلو لپاره پوځ را واستوه چي ددی فرض نه مې غاړه خلاصه شي”.
عماد له وړاندې نه د لاهور د حالاتو او د افغانانو د پرله پسی مداخلې د مخ نيوي په لټه و. د مرهټو او د سيکانو په تاړاکونو هم مغل خزانې ته د پنجاب محصولات نه رسېدل او د پيسو په کمي د سلطنت ډېری برخې د دوي له لاسه وتلی وې.
د مغلاني له خوا ليک سره هغه ته موقع په لاس ورغله چې نه يواځې خپله چنغله را واده کړي بلکه د لاهور او د ملتان د صوبو( ايالتونو) واک هم له افغانانو بيرته واخلي. مغلاني ته يې پيغام ور واستاو چي دی به ډير ژر لاهور ته راشي خو بل څوک دی نه خبروي. هدف يې دا و چې افغانان د خپلی سيمې د دفاع لپاره عسکر را وانه ستوي.
دوي په ۱۵ جنوري ۱۷۵۶م لودياني ته ورسېدل. د جالندهر والي ادينه بيگ ډير چالاکه سړې و. هغه په دي پوه شو چي د واده لپاره څوک دومره ډېر پوځ نه وړي او ارو مرو عمادالملک بل پلان لري. هغه ورته ليک وليکلو چي که په سر هند کي ښکار غواړي نو دې به ورسره ملگرتيا وکړي. دا يې هم ورته وويل چي که د مغلو دوه زره عسکر ورسره مله شول، نو دی به د خپلو کسانو په بدرگه د لاهور نه د ده امانت ورته راولي.
عمادالملک هم دغسې وکړل او ادينه يگ خپل لس زره پوځ د صديق خان په مشري لاهور ته ورداخل کړ . په بله ورځ دوي مغلاني بيگم ته سلامي ورکړه او هغې دا هر څه د خپل زوم له خوا د واده ترتيبات وگڼل. عبد الله خان پخپله صديق ته دخلعت ورکولو په وخت پوه شوچې مغل پوځ خولاهور نيولې و. دې په بله ورځ د لاهور نه جمو( کشمير) ته ولاړو. مغلاني د دی خبرپه اورېدو خوشاله شوه. د ماما کور او شتمني يې سرکاري کړل، په يو مياشت کې يې د عمده بيگم د واده تياري وکړه او دا يې د خپلو دريو زرو عسکرو سره لوديانې ته رخصت کړه.
د ناوې د راتلو نه وروسته، په لوديانه کې عمادالملک د خپل پلان د دويمی مرحلې د پلي کولو لپاره ادينه بيگ ته استاځې واستاو. ادينه بيگ سمدلاسه خپل برق رفتار لاهور ته وليږل چې مشر يې سيد جمال الدين نومېده. دوي سهار وختي شاهي کلا محاصره کړه، جمال الدين د څو پوځيانو سره د مغلاني بيگم خوب کوټې ته ورغلو چې هغه وخت ويده وه، دا يې له چپرکټ را وچته کړه، په يوې پالکي( ډولۍ) کي پوځي قافلې ته يې يوړه، د هغې ټول مال حال يې راټول کړو او له هر څه سره يې لوديانې ته ورسوله.
مغلاني بيگم په دی کار سخت په قهر شوه او د خپل زوم په ليدو يې هغه ته وويل چي افغان باچا ډېر ژرکولی شي چې د دې سپکاوي د بدل اخستو لپاره ډېلي وران کړي. مغلاني دا خبره ځکه وکړه چي هغي خپل ماما عبدالله، يو وارې بيا کندهار ته استولې و.
پنجاب د افغانانو له لاسه وتلې او ادينه بيگ د مغلو له خوا د لاهور او ملتان والي او سيد جمال الدين دده نايب وټاکل. مغلاني بيگم کندهار ته يو پټ ليک هم ورواستاو چي احمد شاه ته مخاطب و او مفهوم يې داسی و چي په ډېلي کي د هغی د خسر په ماڼۍ کي د کروړونو روپو جواهرات پټ دي. د دې نه علاوه په چتونو کي د سرو زرو خښتې لگېدلي وې. د دويم عالمگير وزيران پخپلو کي سره اخته دي او که تاسو سمدلاسه په ډېلي حمله وکړه نو دا هر څه به ستاسو وي.
په دسمبر ۱۷۵۶ م کې احمد شاه ابدالي د څلورم ځل لپاره پنجاب ته ولاړو، لاهور يې بی له جنگه ونيولو او په ۲۸ جنوري۱۷۵۷ کي دې ډېلي ته ورسېدو. هلته يې مغل اميران په دربار کي راټول کړل او له ټولو يې محاسبه وکړه. عماد الملک د افغان باچا نه بخښنه وغوښته او هغه دی وبخښلو.
څوورځې وروسته په ډېلي کی احمد شاه د هند د پاچا په توگه پخپل نوم سيکه ضرب کړه، دوه سياسي ودونه وشول چې دپخواني مغل باچا احمد شاه لوراحمد شاه ابدالي ته او د شهزاده عالي گوهر لور د ده زوي تيمورشاه ته په نکاح شوې.
مغلاني په دي موقع د تيمور شاه د خور په توگه د قيمتي سوغاتونو څو خوانونه دراني باچا ته وړاندی کړل او احمد شاه هم ورته د سروزرو اشرفۍ ورکړې. د پنجاب نه هغه وخت افغانانو شل لکه روپۍ د باج په توګه راټولې کړې.
د مغلاني بيگم اوس دا هيله وه چې افغانانو سره د هغې د ملاتړ او د معلوماتو په بدل کی دا به يو واری بيا د لاهور واکمنه شي. خو احمد شاه ابدالي ليدل چې پنجاب د يو افغان مشر موجوديت ته اړتيا لري. خو د هغه سياسي تېروتنه دا وه چې د يو با تجربه سياست وال په ځاې ، خپل تنکې زوې تيمور شاه يې په پنجاب کي والي وټاکلو او سپه سالار جهان خان يې د ده مرستيال اوسرپرست کړو. ادينه بيگ افغانانو ته ځان تسليم کړو نو دوېمه تېروتنه يې هغه ته ټول اختيارات بېرته ورکول و.
مغلاني بېگم سره تر ټولو لوې نا انصافي دا وشوه چې افغان باچا د دی ټول جاگير( زمکې او کورونه) ضبط کړل او د هغی لپاره يې ديرش زره روپۍ سالانه وظيفه وټاکله. هغه په دي فيصله سخت په قهر شوه او افغان لښکرو پسې روانه شوه. په لاره د ابدالي سره يې په هره ليدنه کې د خپل حاکميت لپاره خبرې کولې. ښاي په جهلم کې د شېر شاه په روهتاس کلا کې د دوي تر منځ وروستي خبرې شوي وي. هلته مغلاني ،افغان باچا ته وويل، که زما جاگير ما ته بيرته رانکړي شو نوزه دا دېرش زره روپۍ وظيفه نه اخلم. احمد شاه ورته وويل په پنجاب کي اوس ستا ورورحاکم دي او د ورور په شته والي خور ته فکر نه دي کول پکار، که ستا نورې پيسي پکاری وي نو زه به ستا وظيفه به دري واری زياته کړم. خو مغلاني بيگم تری مروره بيرته ولاړه. لاهور ته په رسېدو هغي په يو سراې (مېلمستون) کي چي د حکيم سراې نوميدو، دوه کوټې په کرايه واخستی او هلته مېشت شوه.
جهان خان او تيمور شاه چې د حکومت تجربه يې نه وه، مجبوره شول چي د ادينه بيگ سره معامله وکړي او د ۳۶ لکو روپو په بدل کي يې د جالندهر او سرهند سيمي هغه ته پريښودی. د ضمانت په توگه يې د هغه وکيل دولا رام په لاهور کي ايسارکړو. څو اوونۍ وروسته د ادينه او د جهان خان تر منح د واجباتو قضيه پيل شوه نو وکيل دولارام يې په بند کی واچولو.
مغلاني بيگم چي خبره شوه نو د دولارام په پلوي يې هلی ځلی پېل کړی ځکه هغه د دی هم وکيل پاتې شوی و. تيمور شاه ته يې خواست وکړو او اخرد شهزاده په سفارش دولارام پرېښودل شو . په دي وخت کي هغي د لاهور نه د افغانانو د ايستلو لپاره د جهان خان پر ضد يوسازش وکړو خو د وخت نه وړاندي خبره څرگنده شوه.
د جهان خان ملازمانو د مغلاني بيگم سپکاوې وکړو، وی ترټله او ځينی تاريخونه واي چي دا يې وهلی هم وه. بيا د دی سازش په جرم هغه يې بندي خانې ته ورواستوله او هم هلته مړه شوه.
خود پنجاب د پېښو نورې سرچينې واي چي احمد شاه کله چې له دې پيښې خبر شو نو د هغی د خوشې کولو او ډېلي کی خپلی لور عمده بېگم ته د وراستولو امر وکړو. مغلاني بيگم په ډېلي کی د خپل زوم يا نورو اميرانو سره د اوسيدو پر ځاي په يوسرای کی کوټه په کرايه واخسته، هلته د يو سړي سره يې واده وکړو خو د ژوند په وروستيو کی به يوې تيئرې کوټې کي پرته وه اوهم هلته په ۱۷۹۷ م کې گمنامه مړه شوه.

د لاهور کلا
Lahore Fort

ماخذونه
۱. تاريخ پنجاب. سيد محمد لطيف. اردو ژباړه.افتخار محبوب. ۱۹۹۴. تخليقات لاهور .مخونه. ۴۳۴.۴۳۵. ۴۵۴
۲. احمد شاه دراني. گنډا سنگه. ۱۹۵۹….بيا چاپ ۱۹۸۱ طارق پبلي کېشنز لاهور.۱۳۷.۱۳۸،۱۳۹.۱۴۳ مخونه
۳. حاکمان پنجاب. اسد سليم شيخ. اظهار چاپونکي لاهور، نيټه نا څرگنده. ۳۵۴، ۳۴۳ ،مخونه
۵.- مهاراجا رنجيت سينګ. د برخليک سړی . ډاکتر روشن لعل اهوجا. ډيلی ۱۹۸۳ (۱۳) مخ .

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *