د ميلادى کال ١٨٤٩ د جون په مياشت کى د لوېديځ پنجاب سيک جنگيالو ډلو د انگرېز پوځ نه ماته خوړلې او په تېښته و. د لاهور په شاهي کلا کې مهاراجه رنجيت سنگه دولس کلن زوې مهاراجه دليپ سنگه د خپل مور راني جند کور او يو څو خدمت گارانو سره پاتې و.
د رنجيت سنگه خزانه د انگرېز حاکم جان لارنس کسانو يوړه او يو چا ورته هغه الماس راوړو چې “کوه نور” نومېدو.
لارنس د سيمى په انتظام کې دومره بوخت و چې هغه الماس يې په تيکه کى تاو، په يو وړوکي ډبي کى بند او د خپل واسکټ په جېب کى يې کېښودو. واسکټ يې د نورو جامو سره د ده خدمت گار سمبال کړو. يوه نيمه مياشت چی ووتله نو په هند کې د بريطانيې د حکومت لوې استاځي جنرال لارډ ډلهوزى ورته پېغام ور واستوو چى کوه نور راواستوه.
جان لارنس په دى پېغام سخت وار خطا شو. د خپل دفتر نه د خوب کوټى ته ولاړو او خدمت گار نه يې په واسکټ کى د يو وړوکى ډبى پوښتنه وکړه. نوکر يې ولاړو او د ټين د يو زوړ صندوق نه يې هغه ډبى را وويستلو. لارنس ورته وويل ډبې پرانيزه او وگوره چى پکى څه دي. خدمت گار وويل” صېب د شيشى يوه ټوټه پکى ده.”
بيا د لاهور نه بمبئ ته د دى الماسو د خوندى سفر لپاره پلان جوړشو. او هغه د شيشې ټوټه د تل لپاره د هند نه يوړل شو. د ١٨٥٠ ميلادى کال د جولاي د مياشتې په درېمه نېټه کوه نور د بريطانيې ملکې وکټوريه ته وړاندى کړې شو. په بل کال د لندن په هايډ پارک کې دا الماس په لومړي ځل عامو خلکو په نندارتون کى وليدو.
په ١٨٥٢ کى دا قيمتي ډبره د تراشلو پر وخت د خپل حجم نه په سلو کى٤٢ وړوکى شوه او اوس د بريطانيې د مليکې په تاج کې خښ دې.
په ۱۸۱۳ م کی رنجيت سنگهه د کوه نور په وياړ په لاهور کې يو جشن جوړ کړو. دی په خپل شاهي تخت ناست او کوه نور الماس يې په مټ ( بازو بند) تړلی و. نجوميانو ورته خبرداری ورکړی و چی که الماس يې په پټکى کې وټومبلو تخت به د لاسه ورکړي.
د رنجيت سينگ دا الماس دومره خوښ و چى د سورلی پر وخت د اس په واګي به ئې ټومبلی و چى ورته وګوري. په ١٨٣٩ کى د فالج په حمله ناروغه شو او امر يې وکړو چى د ده د سر د صدقى لپاره دې کوه نور د سيکانو سپېڅلى معبد “جگن نات” ته دې ډالۍ کړى شي.
خو د ده مشر وزير بېلى رام دا خبره وونه منله او وى ويل چى کوه نور سرکاري مال دې. کوه نور پينځه دېرش کاله د سيکانو سره پاته شو. خو سيکانو ته دا الماس څنگه ولاړو؟
دا الماس په ١٧٩٣ کى د تيمور شاه په خزانه کې و چې د تخت سره د ده زوې شاه زمان تر لاسه کړو. د ده دوره د شاه محمود بغاوتونو سره پاې ته ورسېده او شاه زمان کله چې د ملا عاشق شينواري په کلا کې بند پاتې شو نو هم هلته د دېوال په يو سوري کى کوه نور پټ کړو.
کله چى شجاع باچا شو او محمود د هرات په لور وتښتېدو نو شاه زمان بيا د کوه نور خبره شاه شجاع ته وکړه. شاه شجاع عاشق شينواری اعدام کړو او د کوه نور الماس د هغه له کلا راوړل شو.
په ۱۸۰۹ کی د انګرېزانو لومړۍ سفير ماونټ سټوارټ اېلفنسټن د پېښور په بالاحصار کی شاه شجاع وليدو نو ليکي، ” دده په ېو بازو بند کی کوه نور و چی د نړۍ تر ټولو قيمتي الماسو کې ېو ګڼل کيږي.”
په ١٨١٣ کى شاه شجاع هم شاهي د لاسه ورکړه او په لاهور کې د مهاراجه رنجيت سنگهه مېلمه شو.
ځينى خلک په دى باور دى چى مهاراجه خبر و چې شجاع هغه الماس په پټکي کې ساتي نو يوه ورځ يې ورته وويل چى راځه دواړه د خپلو پټکيو په بدلولو وروڼه شو او په چالاکۍ يې ترې واخستو. خو دا حقيقت نه لري. د پتکيو د بدلولو پېښه د اووده د مغل نواب شجاع الدوله او د نجيب الدوله تر منځ په ۱۷۶۷ م کې شوې وه او د دواړو پټکي ساده و.
تاريخى حقيقت دا دى چى رنجيت سينگ د الماسو لپاره په شجاع فشار راوړو او هغه به ورته بېلا بېلى بانى کولې. دا چى د افغانستان نه د راوتلو پر وخت ددوي خزانه چور شوه او الماس هم پکى ورک شو. يا دا چى د شپږو کروړو روپيو په بدل کې يې د کندهار يو زرگر سره گرو اېښى او يا خرڅ کړى و.
شجاع د رنجيت سينگ په غوښتنه دومره مجبور شو چى يو بل الماس يې ورته ولېږلو. مهاراجه هغه خپل زرگر ته ور ښکاره کړو نوڅرگنده شوه چى دا اصل کوه نور نه و. رنجيت سنگه د دى لپاره چى معلوم کړي الماس د شجاع سره و او که نه، هغه ته يې وړانديز وکړو چى کوه نور دى ورباندى خرڅ کړى او پنځوس زره روپۍ يې ورته واستولى.
هغه د شاه شجاع استوگن ځاې په تلو او راتلو لارو خپل جاسوسان ودرولى و او اخر يوه ورځ د يو قاصد نه داسى ليک وونيول شوچى په کابل کى وزير فتح خان ته مخاطب و او د هغه نه په پنجاب د حملې غوښتنه کړى وه. رنجيت سنگه امر وکړو چى شاه شجاع به په “گوبند گړهه” کلا کى د سرکارى بندى په توگه ساتل کېږي.
اخر شاه شجاع د خپل خلاصون لاره هم په دى کى ليده چى کوه نور ورته ورکړى. هغه رنجيت سينگ خپل استوگنځي ته راوبللو. کله چى دوي کېناستل نو يو خدمت گار مخملى کسوړه راوړه او له دى يې ټول جواهرات په قالين واړول. رنجيت سنگه له دی جواهراتو يواځی کوه نور را واخيستو او سمدلاسه، بى له دى چي شاه شجاع سره يې روغبړ کړى وای، له کوټې ولاړو. کوه نور شپږ شپيته کاله د افغانانو سره پاته شو. خو افغان خزانه کې دا الماس څه وختې راغلو؟
په ١٧٣٩ م د ايران نادر شاه افشار هند ته لښکر يوړو او په ډېلي کی يې په زرګونو بی ګناه انسانان ووژل. په دوو مياشتو کې ده د مغلو خزانه راټولوله او په پلمه به يې کله يو او کله بل قيمتي شيان مغل واکمن محمد شاه او د ده له خپلوانو او اميرانو تر لاسه کول.
د شاه جهان پاچا مشهور تخت طاوس چی يې واخيستو نو د بابر باچا الماس يې هم تر لاسه کړو. تر هغی کوه نور به هم په دی نامه يادېدو. په ځينو تاريخونو کی ليکلی دي چی دا الماس هغه وخت د محمد شاه په پټکي کی لګېدلی و. دلته ممکن د پټکو د بدلولو پېښه شوې وي خو څوک په باور نشي ويلي. هغه وخت نادر شاه دا الماس ” کوه نور” او يو بل چې د دې نه لوې او ښايسته و، ” درياې نور” ونومول.
نادر شاه ايران ته ولاړو خو دېر ژر په ده کی د لېونتوب نښې ښکاره شوی. د سازش په تور د خپل زوې رضا قلي مرزا نه يې سترگې وويستې. د ده اميران په وېره شول او نادر شاه په ۱۷۴۷ کی د خراسان په فتح اباد کی د خپلو ساتندويانو له خوا ووژل شو. احمد شاه ابدالي چی هغه وخت د ده د پوځ يو کوماندان و، دده د ټبر مېرمنى او ماشومان پخپله اصفهان ته بدرگه کړل او وايي چې په بدل کې د نادر شاه مېرمنې د کوه نور الماس او نور جراهرات ورته په انعام کې ورکړل. کوه نور اته کاله په ايران کی پاته شو. نو مغلو دا الماس څنگه تر لاسه کړو؟
په شپاړسمى ميلادي پېړۍ کى کله چى بابر لوديانو ته ماتې ورکړه او د هغوي پلازمېنه اگره يې ونيوله نو پخپلو يادښتونو کې ليکي، ” همايون د الماس سره زما په حضور کى حاضر شو. دا الماس د گواليار د راجه بکرما جيت اولادونو چى د خپل پلار له مړينى وروسته په اگرى کى وسېدل، همايون ته پخپله خوښه د ډېرو نورو الماسو سره د نذر په توگه وړاندى کړى و. ما دا الماس هم ده (زوې) ته بېرته ورکړو. د دى الماسو وزن اته مثقاله بيان شوى دى او وېل کېږي چى د دى الماسو بېه د نيمى نړۍ د عاېد سره برابر دى.
د همايون د پاچاهې موده لنډه وه او د هند واک شېر شاه سوري لاس ته ورغلو. همايون د سندهه او د بلوچستان په لاره ايران ته وتښتېدو او ښاي کوه نور هم ورسره و. خو د هغه وخت نه دا الماس د ” بابر الماس ” په نوم يادېدو.
د ايران صفوي پاچا شاه طهماس څوارلس کاله د همايون کوربه و. هغه څو وارې ورته د شيعه مسلک د منلو وويل او کله چى په همايون د ده فشار ډېر شو نو د ځان د خلاصولو لپاره دا الماس يې ورته د نذر په توگه ورکړو.
داسى ښکاري چى د ايرانى پاچا دا الماس خوښ نه شو او يا څه بل سبب و چې په ١٥٤٧ م کې ده خپله سفارتي ډله دکن ته واستوله نو په احمد نگر کې يې د هغه ځای واکمن برهان نظام شاه ته د نورو سوغاتونو سره دا الماس هم د ډالۍ کړو. په دى توگه الماس ېو وارى بيا هند ته ورسېدو.
د اورنگ زېب په پاچاهۍ کې يو فرانسوي سېل گر “تراوېر نير” د مغلو خزانى ليدو ته ولاړو او ليکي، ” د خزانې مشر على خان دا الماس زما په لاس کېښودو چې وزن يې ٩٠٧رتي او د نيمې اگۍ هومره لوې و. کوه نور دوه سوه او ديارلس کاله د مغلو سره پاتې شو. خو دا الماس گواليار ته څنگه تللې و؟
په ۱۲۹۶ ميلادي کال کې علاوالدين خلجي د ډېلي پر تخت د کېناستو سره دکن ته پوځ ورواستوو. د دی غرنۍ سيمی د نيولو لپاره يې ديارلس کاله جنگ وکړو او په ۱۳۰۹ ميلادي کال کی ” وارنگل” ونيولو نو د دی ځاې د راجه نه يې لوې الماس تر لاسه کړو. په ځينو تاريخونو کی په مرکزي هند کی د مالوې د پاچاه په خزانه کې هم د يو لوې الماس زکر راغلی دی. خو هغه وخت د دى په څېر ډېر نور الماس په هند کى موجود و او خاص نومونه يې نه لرل
په ۱۰۰۰ ق.م کی د هند په سوېل کی د ګجرات په ساحل يو لرغونی ښار دوارکا نومېدو چى وروسته د سمندر په اوبو کی غرق شوی و. (د دوارکا په نوم نورو ځايونو کی هم ښارونه و)
وايي چې د دوارکا پاچا ستراجيت ډېر په اخلاص د سورېه ( لمر) لمانځنه کوله. سورېه له ده ډير خوشاله شو او يوه ورځ چى دی په ساحل روان و نو په شگو کی يې “سېامنتکا” ډبره وموندله. ستراجيت دا په غاړه کی اغوسته او د دی رڼا ته به خلک حېرانه و. د خلکو په عقيده د دی ډبری ځانگړتيا په دی کی وه چى په کوم ملک کی به و نو هلته به زلزلې، وچکالئ اونور قدرتي افتونه نه راتلل.
خو ستراجيت په دی وېرېدو چى که لوی ديوتا او پاچا کرشنا خبر شو نو کېداې شی هغه ډبره تری واخلي ځکه دوي پري زوره ور و. نو دا ډبره يې خپل ورور “پراسېنا” ته وسپارله. پراسېنا کله چی ښکار له ځنگل ته تللی و نوهلته يو زمري ووژلو او الماس يې تری خپلی څمڅی ته يووړ. په زمري د يږو پاچا ور پېښ شو او د زمري د وژلو نه وروسته دا ډبره هغه يوړه.
د پراسېنا مړی چى وموندل شو نو ورور يې شکمن شو چى گوندی کرشنا د الماس د تر لاسه کولو لپاره هغه ووژلو. اوس کرشنا د خپل سپيناوي لپاره د ډبری په لټه شو او يږه يې وموندله. تر اتويشتو ورځو دوي پخپلو کی جنگ کوو. اخر يږه يې پړ کړه او دبره يې ترې واخسته.
کرشنا دا ډبره ټولو ته ور ښکاره کړه او ستراجيت ته يې وويل چی دا دی په معبد کی کېږدی. ځينې مذهبي هندوان په دی باور دي چی “سېامنتکا” هم دغه کوه نوردی. خو نورو چی په دی اړه علمي څېړنی کړي دي وای هغه په اصل کی د ياقوت ( لعل ) و.
تاريخي حقيقت دا دی چى د هند په جنوب کې د الماسو او د نورو قيمتي کاڼو لوې درنگونه (ماينونه) دي. په دی کی د گولکنډه درنگ تر نورو زيات شهرت لري. د گولکنډه نه دوه نيم سوه کلوميټر جنوب کی ېو ځاې ” کولور” نومېږی چى د غره نه را وتونکي د سيند خله کی واقع دې. دلته اوس هم ځاي خلک په پټه د اوبو نه شگی او کاڼي راباسي او واړه الماس پکی لټوي.
يو وخت يو کروند گر يا د الماسو لټونکو يوه لويه ډبره وموندله او د هغه وخت د دود سره سم باچا يا د هغه افسرانوته يې وسپارله. سوونه کاله دا الماس په دکن کی د بېلا بېلو راجه گانو په خزانو کی و. په ديارلسمی ميلادي پېړۍ کی دا الماس د دکن په وارنگل کی و. له دې ځايه په لومړي ځل مسلمان واکمنو لاس ته ورغلو
کوه نورپه خپل ژوند کی نه پلورل شوی او نه پېرودل شوی دی. د ده کيسه د انسان د حرص او هوس داستان دى. دا د پاچاهانو لاس ته ورغلى او بيا وتلى دى. بی شمېره با استعداده انسان د دی د تر لاسه کولو لپاره وژل شوی دي. دا د ډېرو شاهانو د مړينى، د مليکو د بى پته کېدو او د ماڼېو د سازشونو عامل و.
د کوه نور ارزښت پخپله انسان ټاکلى دى. الماس په هم هغه درنگ کى پېدا کېږى چى سکاره پکى وي. د دی سره را وتونکى ډېرى نورى ډبرى کېدى شي له دى هم لوې، ښکلى او با ارزښته وى خو د کوه نور نوم يوه تلوسه پېدا کوي او تر څو چى دا تلوسه وي، نو دا تيږه به نورى کيسى هم را پنځوي.
ماخذونه
١. تزک بابرى . اردو ژباړه رشيد اختر ندوى. ١٩١ مخ. سنگ ميل چاپ اداره لاهور ١٩٩٩ .
٢. تاريخ پنجاب. سيد محمد لطيف. اردو ژباړه افتخار محبوب. ٨٤٠ مخ. تخليقات لاهور. ١٩٩٤
٣. الماس او قيمتى ډبرى، ددوئ تاريخ ارزښت او ځانگړنى. هېرى ايمېنوېل. دوېم ټوک جان کېمډن هاټن ،پکاډيلى، لندن . ١٨٦٧
٤. د رڼا د غره په لټه . د هند په لر او بر کی د کوه نور په لاره. کېوېن رشبي. ۱۹۹۹. کانسټېبل د چاپ شرکت. ۲۲۴-۲۲۵ مخونه
۵. سيک سايېبر ميوزيم د انټرنېټ پاڼه
۶.د کابل د سلطنت بېان – ماونټ سټوارټ اېلفنسټن،لومړئ ټوک،۶۷/۶۸ مخونه. ۱۸۱۵) ۱۹۹۲ بژا چاپ انډس چاپ کراچي
صفيه حليم
درنګ یا ماین ته په پښتو کی کان وایی دافغانستان پښتانه زما په فکر کان به ښه word وی
ستاسو خبره سمه ده. د ” کان ” تورې په پښتو کېئ کارېږي.
مننه