د کندهار د زوړ ښار جنوبي دروازه “ښکاپر دروازه” نوميده چې د وخت په تېرېدو خلکو “ښکاپر بازار” کړو او اوس يې ځينې ” کاپر بازار” بولي.
دا د “شکارپور” وران شوې بڼه ده چې اوس د پاکستان د سنده په صوبه کې د يوې ضلع او د ښار نوم دې.
د سندهه د دشتو په شمالي څنډو د اباسين نه اتويشت ميله ليرې شکارپورته به يې ” د خراسان دروازه” وېل. دا دشتې تر ” روزان” پورې غځېدلې وې چې د بولان درې ته يې لاره جوړوله. له دې ځايه به قافلې کلات او کندهار ته تلې او د هند او د پارس مالونه به يې وړل راوړل.
هر هغه څوک چې د بولان د درې نه هند ته ورتلل، په شکار پور” تېرېدل او د اوولسمې ميلادي پېړۍ په سر کې دا ښار د کاروانونو د پړاو له کبله يو مهم تجارتي مرکز او منډۍ شو. هر هغه ځاې چې پېسه پکې وي، د سياست د لوبغاړو ورته پام وي او د شکار پور حېثيت هغه وخت د اوسني “سويس بېنکونو” ته ورته و.
د شکارپور لرغونتوب د دې په نوم ” پور” کې ښکاري ځکه د مسلمانانو جوړشوي ښارونه به ” اباد” نومېدل. دا نوم ښايي د “شاکاري پور” يا شاکا (ساکا) ته ورته دې او د لرغونې زمانې نه پکې خلک اوسېدل.
د افغانان تجارانو لپاره شکارپور د حوالې او د پېسو د راکړې ورکړې مرکز و. لويو تجارانو به له دې ځايه پېسې يوړې، گټه به يې پرې وکړه او بل کال به بيا ورته راتلل. خروټي او سلېمانخېل کوچيان په هند کې د خپلو مالونو له پلورلو وروستو شکارپورته ورتلل او نغدې پېسې به يې په حوالو بدلې کړې.
سدوزي واکمنو لکه شاه شجاع او وروستو بارکزو سردارانو هم له شکار پور پېسې په پوراخيستې. سدوزو دلته کورونه جوړ کړي و او د ښار هغه برخه د “خانپور” په نوم يادېږي.
د نولسمې ميلادي پېړۍ د پېل سره د بريطانيې سلطنت کلکتې نه افغانستان ته د رسېدو لپاره سمندرې بېړۍ کراچي ته ورلېږلې. په افغانستان کې د ايسټ انډيا کمپنۍ لومړې استاځې الېگزانډر برنز هم له هغه ځايه شکار پورته ولاړو. دې ليکي، ” د اباسين د لارې د تجارت لپاره شکارپور يو مهم ښار دې. دلته پخپله څه خاص شې نه پيدا کېږي. په لوې لاس د پېسو تبادله پکې کېږي چې تر ليرې پرتو سيمو سره تړلې وي.”
د شکارپور لوي پوښلې بازار په ترکستان او جنوبي اېشيا کې نوم لري. د دې ځاې تجارانو د روم، پارس، عراق سمرکند ، جاپان او برما سره اړيکې لرلې.
برنز ليکي چې ” نادر شاه په هند د حملې پر وخت شکار پور ته ورغلې و خو دلته دومره گډ وډي وه چې دا يو تجارتي نشو. اخر سدوزي شهزادگانو دلته خپله واکمني جوړه کړه. دا ښار په ۱۷۸۶ م کې د تيمور شاه له خوا بيا اباد شو چې دلته د لومړي ځل لپاره يې هندوان راوستل. د دې ځاې د اوسني اميرکورنۍ ته يې د سندهه حکومت وسپارلو. شکار پور په سندهه کې يواځينې ځاې دې چې سدوزو پکې يو مستقل اغيز ساتلې دې. او سره له دې چې شکارپور د سنده د حکومت تر لاس لاندې دې اوسني امير ته هم هغسې پخوانې درناوي کوي. د دې ځاې نه راټوله شوې ماليه د حيدر اباد او د خېرپور د مشرانو تر منځ ويشل کيږي. په ښار کې دېرش زره خلک ژوند کوي. د دې لسمه برخه د مسلمانانو ده چې زيات تره پکې افغانان دي او دوي ته زمکې ورکړې شوي دي چې د په اجاره ورکوي.”
د شکار پور ولسوالي اوس په څلورو برخو وېشلې ده چې خان پور، گړي ياسين، لکهي او شکارپور دي. اوس هم دلته لوې شمېر هندوان مېشت دي. د انگرېزانو له خوا پکې د اور گاډي يو سټېشن هم و خو د وخت په اوږدو کې د کراچي بندر جوړ شو او شکار پور اوس د خپل “اچار” لپاره نوم لري.
دا د شکار پور د پوښلي بازار عکس دې چې په ۱۸۹۰م کې اخيستل شوې و.
سرچينې
۱. کابل- دې ښار ته د سفر او هلته د ژوند حالګ په ۱۸۳۶- ۷- ۳۸ م کې . سر اليگزانډر برنز د ختيځ هندي شرکت ملازم.
۲. د کندهار ياداښتونه، لومړې او دوېم ټوک. علامه اکاډيمېسن پوهاند عبد الشکور رشاد. ترتب او سمون محمد معصوم هوتک. دانش خپروندويه ټولنه. ۱۲۷ مخ
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۳ جون – ۲۰۱۳