د پېښور ميوزيم

peshawar museum
ياد مې نه دي چې زه د څو کالو ووم خو د دې ميوزيم هغه تالار او په دې کې ايښې بوتان راته ډېر لوې ښکارېدل.
مونږ ماشومان به پلار سره دې ميوزيم ته ډېر تلو، چې يوه لويه کوټه وه او راته به يې هلته پراته توکو په اړه معلومات راکول. د “گوتم بوت ” يا بودا، د افغان باچاهانو لوې لوې تصويرونه، په شيشو کې بند د قران ښکلې پاڼې او عجيبه سکې چې مونږ به ورته خپل ځان له نومونه ورکول.
د سبق په وخت هم څو وارې د نورو جينکو سره ميوزيم ليدو ته ورغلم او راته يې وويل چې دا په ۱۹۰۷ م کال کې د بريطانيې د مليکې وکټوريه په وياړ جوړ شوې و. هغه وخت داخله مفت وه او هر چا به ميوزيم ته سر ښکاره کولې شو.
په ۱۹۷۰ م کې دلته دوه نورې کوټې هم جوړې شوې او د ټکټ دوه روپۍ به يې اخستې خو د زده کوونکو نه به يې پېسې نه اخستې. زه به هر څو کاله وروستو ورتلم، د بودا هغه توره مجسمه چې يو لاس يې اوچت نيولې دې او يو وخت راته تر اسمان لوړ ښکارېدو اوس يې قد له ما دېر لوړ نه و.

standing buddha
د بودا ډبرينې مجسمې، د گچ جوړ توکي او په تيږه توږل شوي د بودا د ژوند بېلا بېل اړخونه ښکاري. د ده عبادت، د ده معجزې، قرباني، سمبولونه، هم هغسې و.
دلته د اتو زرو نه زياتې زړې سکې ايښي دي چې څلور زره يې د اسلام نه د وړاندې دورې دي. په دې کې زياتې سکې د لرغونو معبدونو او سټوپو د “شاجي ډېرۍ” سري بهلول، تخت بهۍ او د جمال گړۍ نه موندل شوي و. خو د خلکو د نندارې لپاره يې لږ شمېر اېښي وې. د باختري يونان ، هندي يوناني، هندي پارتي او د کوشان سکو په اړه کتابونه خپاره شوي دي.

د پخوانيو جوماتونو د لرگي محرابونه، عربي خطاطي، چيني لوښي، وسلو ، د سلورو او د برونزو هنري نمونې او د ديارلسمې ميلادي پېړۍ د قران پاڼې هم پکې شته.
په وروستي ځل چې ولاړم نو د څو الماريو شيشې ماتې وې او هر څه په دوړو پوښلي و. د اتيايمې لسيزه وه او په ميوزيم کې ساتونکي نه و، خو بهر ټوپک وال ولاړ و چې هر څوک يې دننه نه پرېښودل. تر هغې مې د نړۍ نور لوې ميوزيمونه ليدلي و او پوهېدم چې د قران هغه ښکلې پاڼې د رڼا له کبله خرابيدې شوې. خو د ميوزيم ساتونکي يواځې د بهرنيانو مشوره مني او زه بهرنۍ نه وم.
په ۲۰۰۵ م کې يوه بله ودانۍ د دوو نورو تالارونو او دفترونو سره جوړ شو. د لرغونو توکو د ساتني ليبارټري او کېفې ټېريا جوړه شوه.
په دې ميوزيم کې ۱۴ زره توکي دي چې زيات يې د گندهارا، يونان باختري، کشان او د ساکيانو د دورې دي. دا د گندهارا او د بودايي هنر ترټولو لويه زېرمه لري. خو د دې تر ټولو ښکلې او باارزښته توکي چې يوه پکې د کنشکا باچا د تبرکاتو ډبلې دې، په ټېکسلا کې او نور يې د لاهور ميوزم کې ساتلي دي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۴ جون – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *