“اېلې نيکا” د ژبو هغه ټبر دې چې په څو لهجو د جنوبي بلقان او ورسره د نورو ټاپوانو او يونان کې وېل کېده. لکه د پښتو د هرې سيمې خپله لهجه او توري و چې د يو بل نه يې لږ توپير لرلو. يوناني له دې ټبر نه پرمختگ وکړو او د هندي اروپاي ژبو کې يوناني تر ټولو لرغونې گڼل کېږي چې ۳۴۰۰ کاله پخوا نۍ ليکلې نښې يې موندل شوي دي.
د دې ژبې د ليکلو لپاره د “فونيشيا” توري وکارول شول چې د ډېرو نورو ژبو لکه لاطيني سيريلک، کوپټيک، سيسټمونو نه يې پرمختگ وکړو. يوناني ژبې د يورپ د تمدن او د مسيحيت د پرمختگ په لاره کې ډېر لوې رول لوبولې دې. يوناني شاعرۍ د دې ژبو ادبياتو ته وده ورکړه او د فلسفې په ډگر کې څارې نه لري.
د کلاسيکي ادب د مطالعې لپاره د يوناني او د لاطيني ژبو زدکړه لازم و. په لرغونې زمانه کې د بحيره روم چاپېره ملکونو کې يوناني د رابطې ژبه وه او په اخره کې د بازنطيني سلطنت سرکاري ژبه شوه. اوس وخت کې دا د يونان او د قبرص رسمي ژبه ده او ويونکي يې ديارلس ميلينه خلک دي. د يورپ د نورو ژبو کې د نويو تورو د جوړولو لپاره به د يوناني تورو نه کار اخيستل کېدو او په تېره بيا په اوسني طب کې د ناروغيو او د درملنو نومونه په يوناني او لاطيني کې وي. د انگرېزي ژبې ۵۰ زره توري د يوناني نه اخستل شوي دي.
په افغانستان کې عيسا پېغمبر نه درې سوه کاله پخوا د يونان د حملور نه وروستو دا ژبه د افغانستان په شمالي برخو کې رواج شوه چې واکمن يې بهرني و. ورو ورو په دې کې ځاي توري هم ورگډ شول او يوه نوې ژبه ” باختري” ترې جوړه شوه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۶ جون – ۲۰۱۳