دا د هماليه د غرو لړۍ ده چې زياته برخه يې اوس د بلوچستان ايالت په شېراني ولسوالۍ کې ده.
کسه غر چې د سېمې اوسېدونکي ورته – د کسې غر- وايې. د دې غره لوړوالی 12500 يادېږي او د زڼغوزي (چلغوزه)، نښتر او پستې ډېر ستر ځنګلونه لري.
د ځايي خلکو په وېنا، په دې ځنګلو د ځناورو يو زيات شمېر شتون لري چې پړانګان هم سته. په دې غره کې د اوبو هيڅ کومه زېرمه ليا چينه نسته.
په غرو د زڼغوزيو توږونکي (هغه خلک چې زڼغوزي شوکوي)، د ونو پرېکونکي او د ځناورو د څيښک د اوبو تشه يوه زېرمه په غره کې په غټو پرښو کې د باران اوبه وي. پرښه غټه ډبره وي چې د باران اوبه پکې راټولې شي او په انگرېزي کې “راک” نومېږي.
د دې غره هغه غونډۍ (وړوکی غر) چې ونې نه لري په وښو شين وي.
دا غر پينځه لوړې څوکې لري چې سر يې هوار وي خو ختل ورته گران کار دې.
هم دلته د ډبرو يو اوږد پروت څلی دی. دې څلي ته خلګ د قېس په نامه ياد سوي “کس ګور” وايي. خلک وايي چې دا قېس يو صحابي و او له مرګه ورستو دلته ښخ کړل سوی ؤ.
خو د دې خبرې هيڅ کوم سند نسته، ولې چې د ډبرو کوم څلي ته خلګ “ګور” وايي دا د يو ګور په شکل نه دی جوړ بلکه د يوه اوږده (12 ته تر 15فټه پوري) ټيټ دېوال دی. د دې تر څنګ درې ډېرې سترې سترې د نښتر ونې ولاړې دي او په څنګ کې يې دوې پخوانی جوړې کړل سوې خونې هم سته. په دې خونو کې له ډېر پخوا څخه د پختن سامان لکه دېګ او کړايي هم پرتې دي. دا سامان زنګ خوړلي دي او د استعمال نه دي.
د “قېس ګور” څخه پر لږ واټڼ د غره هوار مېدان پای ته رسېږي او يوه ډېره ژوره کنده ده چې څو کلومېټره به ژوره وي. د دې کندې سره دوه نيم ميټر لاندې يوه چوتره ده چې خلک ورته د ” سلېمات تخت” وايي.
د خلکو کيسه ده چې د سليمان (پېغمبر) باچا تخت دلته کښېنستی او د دې تخت يو پښه پر دې چوتره لګېدلې وه. خو دا خبره هيڅ کوم تاريخي سند نه لري.
دا غر دومره جګ دی چې وريځې تر ده ډېر لاندې وي. عموما د دې غره پر لاندو برخو باران وي خو پر څوکه يې لمر ځلېږي. په هم دې انځور کې لېدل کېدايسي چې وريځه د غره تر څوکه له لاندې څخه راپورته کېږي. د دې غره پر سره ډېر ګړندې باد چلېږي. دا باد دومره زورور وي چې که سړی ځان ښه تکيه نه کړي، شونې ده چې باد يې وتمبوي. په دې انځور کې باد ونه پر يوه لوري کږه کړې ده.
د شا مامود ونډه
د خپرېدو نېټه
۳۰ جون – ۲۰۱۳