اشوکا د ۳۰۴ نه تر ۲۳۲ ق.م کی د هند په مگدها ( اوسنې بهار ايالت) کی د موريه کورنۍ باچا و. دده نيکه چندرا گپتا او پلار بندو سارا هم باچاهان و. اشوکا پخپل نيکه گران او په جنگي فنونو کی د ميرنو وروڼونه تکړه ونوځکه دې به تل د هند په لرې پرتو سيمو کی د جنگ لپاره به يې ورلېږلو.
د ده د پلار نورو مېرمنو نه هم اولادونه و او د مړينې نه وروسته يې د واک لپاره جنگ ونښتو. اشوکا توری ته لاس کړ اونه يواځې خپل وروڼه بلکه د هند باغي سيمو د نيولو لپاره يې په زرگونو خلک ووژل. خو پرشاهي تخت د کېناستو سره يې توبه وويستله چې نور به د انسان يا د حيوان وينه تويه نکړي.
په ۲۶۳ ق.م کی ده په رسمي توگه بوداي دين ومنلو. هغه وخت د ده په سلطنت کې د بنگال او سري لنکا نه واخلی ترکندهار او ننگرهار سيمې شاملې وې. هغه د بودا د اخلاقو درسونه په تيږو او د مرمرو په ستنو په مروجو ژبو د ليکلو امر وکړ چې د ده د قلمرو په لر وبر کی په مهمو ځايونو کی کېښودل شول. د ده د وخت دوه ډبر ليک په کندهار کې وموندل شو.
دوېم چې په درونټه کی موندل شوې وه، ډېره په زړه پورې د لارې نخښه څرگندوي. په ډبره په اراميکي ژبه يوه جمله ليکلې ده. “د دوو سوو ليندو په فاصله” تدمور” نومې سيمې ته (لاره)” لرغون پوهان د تدمور سيمه د پلمايره په نوم را پيژني چې د سوريې (شام) شاو خوا سيمه وه. دا ښاي چې د اشوکا سفارتي ډلې اوتجاران له دې لارې به پارس، او وړاندې شام او يونان ته ورتلل. د اشوکا يوه مهم کار په هند کی د ژبې پراکريت ليک دود معرفي کول و.
د څلوېښت کاله باچاهۍ نه وروسته اشوکا په ۲۳۲ ق.م کې مړ شو.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۶ جولاي – ۲۰۱۳
دا ډبرلیکونه د کندهار په کومو سیمو او په کومو ژبو وه؟
له کندهار زوړ ښار يو ډبر ليک چې په يوناني او اراميک ژبې و- متن يې بوداي نصيحتونه دي- دا په کابل ميوزيم کې ده- او درونټې ډبر ليک د لارې د فاصلې نښه ده-
ددې ليکونو تصويرونه شته او کنه؟
په ځينو کتابونو کې يې موندلې شې او اوس په ګوګل کې هم پيدا کېږي-
مننه