ی-ي-ې-ئ-ۍ

په پښتو لیکنۍ ژبه کې پنځه ډوله یاګانې شته او کاریږي:
ی
لومړنۍ: بي ټکي (ی) چې د مفرد مذکر لپاره استعمالیږي، لکه منګی، پسرلی، ښاغلی، منلی، ننګیالی، توریالی، زمریالی او داسې نور.
ي
دویمه : لنډه (ي) چې دوه څنګ ترڅنګ ټکي خوري، او د مذکر جمع لپاره استعمالیږي خو په فعل کې هم استعمالېدی شي، لکه، پسرلي، ننګیالي، منګي ، وویل، ویل کیږي کارول کیږي او داسې نور…
دا د ټبر له نوم او یا هم د شخص له لقب سره په تېره زمانه کې وکارول شي ، لکه کرزي وویل، شیرزي وویل او داسې نور…
ې
درېیمه: اوږده (ې) لاندې باندې دوه ټکي خوري او له نوم، ربط له توري سره استعمالیږي: لکه تلوېزیون، ژورنالېزم ، چې، کې، پرې، تېره، وړاندې او داسې نور…
ئ
څلورمه :فعلي او امري (ﺉ) تر ډېره په فعلي او امري حالتونو کې استعمالیږي، لکه کار وکړﺉ، ولاړشئ، تیار شئ، پاڅېږﺉ، راشئ او داسې نور…
ۍ
پنځمه: اسمي (ۍ) دې ته لکۍ داره وايي چې د مونث نوم لپاره کارول کیږي، البته که مونث نوم مفرد وي یا جمع وي، لکه ملالۍ، سپوږمۍ، ګلالۍ، ډوډۍ او داسې نورو نومونو کې…

جعفر هاند

alphabet

د خپرېدو نېټه
۸ جولاي – ۲۰۱۳

4 Comments

Add a Comment
  1. مننه هاند صاحب دیر ګتور مالومات مو لیکیلی وه اومید دی چه خپلی هڅی لا جاری وساتی

  2. عمران احمدزی

    محترمه صفیه حلیم

    ستاسی ویب پاڼه ما وکتله خوښه می شوله زه کله کله لیکنی کووم که ستاسی خوښه وی نو زه به هم تاسی ته خپلی لیکنی درلیګم که مو خوشی شولی نو خپری یی کړۍ څنګه کولی شم رابطه وکړم تاسی سره
    مننه

    عمران

    1. مننه

      د اي- مېل د لارې به دې خبر کړو.

      ستاسو د همکارۍ په هيله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *