افغانستان ته د يو انگرېز سفر

Carvan at Landikotal
جورج فوسټر په ۱۷۸۰ م کې د ختيځ هند يا ايسټ انډيا کمپنۍ يو ملازم و چې د خپل حکومت لپاره ورته د هند، افغانستان، پارس او د روس په اړه معلوماتو د راټولولو دنده سپارل شوې وه.
ده د اتلسمې پيړۍ په ورستيو کې د کلکتې نه يو اوږد او خطرناکه سفروکړو چې هغه وخت په افغانستان کې تيمور شاه واکمن و.
دې د هغو لومړيو کسانونه وچې هغه وخت لرې پرتو سيمو ته ورغلي اومعلومات يې راټول کړل. جورج فوسټر د هند د روهيلکهنډ ليدو نه وروستو کشمير ته ولاړو. له هغه ځايه د اباسين سره سره يې سفر وکړو. د پېښور نه د يوې قافلې سره کابل ، کندهار، هرات، مشهد او بيا د اذر بايجان نه په سمندري بيړۍ کې وړاندې ولاړو.
په افغانستان کې ورته ډېرې ستونزې پيدا شوې چې غلا، وهل ټکول، د خلکو له خوا ترټل او ښکنځلې، ولوږه تنده ، ساړه او گرمي ټول يې ډېر په صبر وزغمل. فوسټر پخپل سفر کې هر هغه څه چې ليدل او يا ورسره پيښېدل په يو ليک کې وليکل او خپل مشراو په هند کې د انگريز لوې استاځي ، نواب ( ارل) کارنوالس چې په کلکتې کې و، ورواستول.
دا عادي ليکونه نه دي او هر يو ليک يې د اتياو نه ترسلو پاڼواوږد دې. د بيلگې په توگه ديارلسم ليک يې ۸۹ چاپ شوي مخونه دي. د ده لومړې ليک په ۳۱ اگست ۱۷۸۲ م کې وليکل شو.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۰ جولاي – ۲۰۱۳
د کتاب د ځينو برخو د ولوستلو لپاره دلته کليک وکړئ.

George Forster

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *