د دريو زمانو انسان

stone
د نړۍ په دې کره کې زمونږ د ژوند څومره موده وشوه؟
د دې پوښتنې ځواب په هر دور کې د هغو توکو نه معلوم کړې شو چې د نړۍ په يو او بل گوټ کې رابرسېره شول.
تر اوسه دا څرگنده شوې ده چې انسانانو ډېره موده د ژوندي پاتې کېدو لپاره په غارونو کې ژوند کوو او د ښکارلپاره يې تيږه يا ډبره کاروله.
د ډبرې دوره په دريو برخو وېشلې ده. يوه پخوانۍ يا ” پاليوليتيک” دوېمه منځنۍ دوره ده چې ” مېسوليتيک” او درېمه نوې دوره يا ” نيوليتيک” نومېږي.
د ډبرې په دوره کې انسان تر ډېرې مودې ژوند کړې دې. شا و خوا ۴۵۰ زره کاله وړاندې نه د دې اثار موندل شوي دي. وروستي انسانان چې ډبره يې کاروله د ميلاد نه څلور زره کاله پخوا ژوندي و.
مونږ دا ويلې شو چې انسان د هغه وخت نه د ښو او بدو په توپير د يو موډرن يا متمدن ژوي په توگه ژوند پېل کړو او يوه ژبه يې هم ويېله.
څنگه چې څېړنې چيرې هم پورا نه وي، نو دا شمېرې د هغو شواهدو په بنسټ ولاړې دي چې پوهانو ترلاسه کړي دي.
د غزني په ناور دشتې کې د خويې تيږې داسې ډېر توکي موندل شوي دي چې د ډبرې د زمانې نه پاتې و.
داسې هم نه ده چې يوه ورځ ټولو انسانانو د غارونو ژوند پرېښودو او په کورونو کې يې اوسېدل پېل کړل. يا د ډبرو پر ځاې برونز يې وکارول.
د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د تيږې اوزار اوس هم کارېږي. بغرۍ او مولې د دې څو بېلگې دي. خو د ډبرې دوره هغه وخت پورې گنل کېږي چې انسانانو نور توکي لکه مس يا ” کاپر” کشف کړل.
دا هغه وخت و چې انسانانو د ډبرې سره سره مس هم وکارول او لرغون پوهان ورته د “چالکوليتيک دوره” وايي.
ورور ورو د مسو سره نور توکي لکه ټيم ( ټين) گډ شول او ترې د ژوند لپاره توکي جوړ شول. دا گډوله فلز ” برونز” ونومول شو او هغه زمانه د ” برونزو دوره” شوه. دا د ميلاد نه څلور زره کاله پخوا دوره وه او په دې وخت کې انسان د خپل کلتور او د تمدن هغه پړاو ته ورسېدو چې ټوله نړۍ يې په لاس کې شوه.
د دريو نه تر درې نيمو زرو کالو پورې غځېدلې دې دوره کې انسان د نورو فلزونو لکه سره زر، نقره يا سپين په اور کې د ويلي کولو او له دې ډول ډول توکو د جوړولو جوگه شو. د گرمو او د يخو سيمو انسانانو پخپل توان او وس د اسپنې او د برونزو نه کار اخستو او يو وخت يې په غرونو کې د اوسپنې د راويستلو جوگه شو.
د “اوسپنې دور” په هر يو ملک او سيمې کې توپير لري. په ځينو ځايونو کې دا پېر د ميلاد نه اته سوه کاله وړاندې گڼل کېږي خو نورو کې ممکن ۱۲۰۰ ق م کې اوسپنه کارول شوې وي.
په دې کې دوه عوامل مهم و، يوه د سيمې جيالوجي او د اوسپنې شته او بل د خلکو توان ا وسايل.
صفيه حليم
stone age

د خپرېدو نېټه
۱۱ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *