د پېښور خلکو کې د “جلاتي او محبوبه” کيسه د دېر پخوا نه خلکو کوله او هغه ځاې يې هم په نښه کړې دې چې محبوبه پکې ساتل شوې وه.
د نولسمې ميلادي پېړۍ په پاې کې انگريزانو د نامتو کوشان باچا کنشکا د سټوپا لټون کوو. د زاړه ښار په منځ کې يوه لوړه د ” محبوبه ډيرۍ ” په نوم شهرت لرلو. داسې به يې وېل چې د ډېرۍ لاندې په زمکه کې دننه داسې پټې لارې دي چې که څوک پکې ورک شي نو بيا بهر نشي راوتلې. دا لارې “خونکار باچا” جوړې کړې وې چې څوک د دې نازولې لور “محبوبه” پېدا نکړي چې په يوې تهه خانې کې اوسېده.
د شهزادگۍ د موندلو لپاره د ډېروملکونو ځوانان راغلل خو د زمکې لاندې چاپېرچل کې به تري تم شول. اخر يو ځوان چې جلات خان نومېدو او خلک واي چې د ده نور وروڼه هم په دې کل کې ورک شوي و، د محبوبه د تهه خانې ته د رسېدو لپاره راغلو. دې هوښيار و نو وړاندې يې لږ معلومات وکړل چې تهه خانې ته څوک تلې او راتلې شي.
په پېښور کې د گلونو هټۍ ډېرې وې او جلاتې خبر شو چې شاهي ماڼۍ ته هره ورځ گلونه وړلو لپاره يوه ښځه راځي. هم هغه وه چې جلاتي يو پهلياري (گلونو پلورونکي) سره کار پېل کړو. د دې ښار ښځې گلونه لکه د گاڼو اغوندي. په غاړه امېل، په لاسونو گجرې، په وېښتو کې لکه د تاج او کمڅۍ د دې لړۍ تاو کړي. اوس هم هرې ناوې ته د واده په دوېمه ورځ د گلونو دا گاڼه د مور له خوا وړل کېږي.
جلاتي به د رامبيل، شبو او د گلابو د گلونو په يو ځاې کولو ښکلې گجرې او امېلونه جوړول او ډېر ژر د محبوبې خدمتگارې ترې سودا پېل کړه. ورو ورو جلاتي په امېلونو کې د گلونو په ترتيبولو خپل د مينې پېغام محبوبې ته ورواستوو. محبوبه هم اوس نوره په تهه خانې کې خوشاله نه وه او غوښتل يې چې څوک يې وتښتوي. خدمتگارې ته يې د مرستې ووي ل او هغې جلاتي ته د تهه خانې د پټو لارو راز ورکړو.
جلاتي ځان تهه خانې ته ورسوو او محبوبه يې له هغو لارو ځان سره بهر راوويستله او تر څو چې خونکار خبرېدو نو له سيندونو اوړېدلي و.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۳ جولاي – ۲۰۱۳