په يوې وېبپاڼې مې سترگې ولگېدې چې پخواني رېډيوگانو راټولوونکو له خوا جوړ شوې و. د ځينو عکس مې وليدو نو راته خپله پخوانۍ رېديو راياده شوه.
د وړوکي صندوق په شان د نسواري لرگي جوړه هغه رېډيو لکه چې د المان وه. د دې ښې لاس ته يوه برخه کې يې گول سورې و او دننه نه ورباندې زيړبخنه کپړا (تيکه) نښلول شوې وه. د رېډيو غږ د هغې برخې نه راوتلو او کله چې غږ به لوړ شو نو هغه کپړا به پخپله رپېده. بل خوا ته يوه سپينه تخته شيشې پوښلې وه چې انگريزي توري پرې ليکلي و.
د شيشې نه ښکته څلور تاوېدونکې توکمې وې چې مونږ به ورته ” گوټکې” ويل. يوې گوټکې په تاوولو هغه ستنه گرځېده چې په تخته لگېدلې وه. د دې ستنې د گرځولو لپاره به ما ورور سره جنگ کوو.
دا رېډيو به تل زما د پلارکټ سر ته ايښې وه او سهارکار ته د تلو نه وړاندې به يې خبرونه اورېدل. د دی خبرونو نه وروسته به هغه ستنه واړوله، د سېلون (سري لنکا) نه خپرېدونکې يو تفريحي پروگرام به يې ولگوو او پخپله به کارته ولاړو. ترڅو چې مونږ ناشته کوله او سکول ته روانېدو، د رېډيو يوه نيمه خبره به زما حافظه کې پاتې وه.
د ډېرو ملکونو او د ښارونو نومونه ما د رېډيو نه اوريدلي و. د اتو بجو نه د غرمې تر دولسو بجو به رېډيو بنده وه. دولس بجې به زما مور د رېډيو ستنه تاو کړه اود پېښورنه خپريدونکې د اردو او د پښتو پروگرامونه به يې اوريدل چې په پاې کی به يې خبرونه و.
ماځيگر به مې پلار بيا خبرونه اوريدل چې اخره کې به يې د موسم (هوا) حال ويلو. مونږ به د سکول کارونه وکړل او ډوډۍ به مو وخوړه نو کله کله به د رېډيو ډرامه وه چې ټولو به اورېده. ما د انگرېزي زدکړه پېل کړه نو د رېډيو نوم مې ولوستلو چې ” جنرل” و. د دې په سپينه تخته ټوکيو، لندن، نيويارک او ماسکو ليکلي و. يو وخت هغه ټولې شميرې راته يادې شوې او دومره پوهه مې پېدا کړه چې دا د هر يو سټېشن لپاره نښې وې.
هغه وخت زه ددې څلورو گوټکو د فعاليت نه هم خبره شوم چې يوه يې د بندولو او خلاصولو، بله د سټېشن د موندلو لپاره د ستنې تاوولو، درېم يې دغږ د صفا کولو لپاره او څلورم يې د ميټربېنډ بدلولو لپاره وه.
هغه رېډيو لکه زمونږ د کور د غړي په شان وه او د ويتنام د جنگ ” هوچي من” ، په خلا کې د روسانو د لومړي انسان “گاگرين” او د لومړۍ مېرمنې “تريشکووا” نومونه له دې واورېدل. په افغانستان کې د ظاهر شاه د واک د خاتمې د خبر نه وروستو څه موده تېره وه چې زمونږ کور ته ټېلويژن راغلو.
نه يم خبره چې څه وخت هغه رېډيو له کاره ولوېده او څه پرې وشول. په وېبپاڼې کې مې د هغې هم رنگه رېډيو د لتون ډېره هڅه وکړه خو پېدا مې نکړه. دا يوه دانه څه نا څه هغې په شان راته ښکاره شوه خو هغه نه ده.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۶ جولاي- ۲۰۱۳