د باره بستي پښتانه

Book 4
د هندوستان د يو- پي په صوبه کې د گنگا سيند په غاړه د دولسو کليو اوسېدونکي د خيبر پښتونخوا د بازيد خېلو پښتانه دي.
دوي ته د مغل باچا جهانگير له خوا هلته زمکې ورکړې شوې او دهند د وېش پورې هم د ودونو او خپلوانو ليدو لپاره پېښور ته ورتلل. هغه کلي اوس په وړو ښاريو اوختي دي خو د ځينو خلکو ژوند ژواک پکې د پښتونخوا د کلو بانډو نه دېر توپير نه لري. دوي خپله ژبه هېره کړې ده خو بيا هم د خپل شناخت لپاره په پښتون کېدو وياړي.
دا کتاب په ۲۰۱۱ م کې د دانش خپرندويه ټولنې له خوا په پېښور کې چاپ او خپور شو. د هند نه د ځينو ملگرو دا غوښتنه وه چې بايد د دې لږۍ په ټولو کتابونو يوه سريزه په انگرېزي کې هم وي. هم دا وه چې د دې کتاب په سر کې مو د انگرېزي ژبې سريزه شامله کړه.

د خپرېدو نېټه
۱۷ جولاي ۲۰۱۳

د کتاب د ولوستلو لپاره دلته کليک وکړئ.

Bara Basti

4 Comments

Add a Comment
  1. Gull Ahmad Gull Dirojay

    !ګرانې خور
    سلامونه او نېکې هېلې
    تاسو هند کښې د ميشته پښتنو باندې ډېر کار کړے دے خو د وردګو ذکر مو نۀ دے کړے
    کوم چې پۀ ګورداسپور او راجهستان کښې پۀ
    ګڼ شمير اوسيږي

    1. Gull Ahmad Gull Dirojay

      مساګا د دير تالاش سيمه ده بعضې ليکوالان يي د سوات منګلور بولي تاسو پۀ دې اړوند څۀ راۓ ده
      ؟

      1. په دې به نور معلومات راټول کړو
        مننه

    2. مننه وروره
      دا معلومات ډېر به زړه پورې دي- که تاسو ورباندې څه وليکل نو په دې پاڼو به يې خپاره کړو-
      کور ودان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *