غنم هغه لومړيو وحشي بوټو نه و چې تخم يې انسان په زمکه کې وکرلو او د دې حاصل يې واخيستو.
د لرغونو تمدونونو څېړونکو تراوسه دا معلومه کړې ده چې د غنم دانه په يوولس زره کاله پخوا انسانانو د ترکي جنوب ختيځ په ښيرازه زمکه وکرل شوه. خو د دې نه شل زره کاله پخوا هم انسان د وحشي جوار او اوربشي خوړل نو ځکه کيدېشي چې هغه وخت يې غنم هم د ځنگلي بوټي په توگه راشوکوو او د دې خام يا نينې شوي دانې يې خوړلې.
د ميلاد نه شاو خوا ۸۵۰۰ زره کاله پخوا د يونان ورپسې هند کې او بيا په مصر کې د غنمو د کروندو شواهد وموندل شول. په مصر کې په لومړي ځل د دې د اوړه کول او ترې د ډوډۍ جوړول هم هغه وخت پېل شول او يونانيانو په لومړي ځل اوړه خمبيره کړل. نورو اروپاي ملکونو لکه انگلستان او ناروې ته په ۳۰۰۰ ق م کې د غنمو د کر، اوړو او د ډوډۍ د جوړولو دود ورسېدو.
ښاي کله چې انسان ته دا څرگنده شوه چې غنم تر ډېرې مودې ساتل کيدې شي نو په ژوند کې يې لوې بدلون راغلو. غنم د راکړې ورکړې د تجارت (بارټر) لومړې توکې و چې اوس هم زمونږ په کلو بانډو کې يې دود شته دې. هغه کس به خوشاله او نېکمرغه گڼل کېدو چې غنم ورسره ډېر و.
د دې نيشت والې د نېستۍ او د غربت نښه شوه، په سوکړه کې فصلونه وچ او خلک د هغه ځاې نه کدې ته اړ شول.
د نړۍ لرغونو تمدنونو کې دا يواځينۍ غله وه چې د تر لاسه کولو لپاره پرې لوې جنگونه وشول. هغه زمکې چې ښه غنم پرې کيدل، تل د بهر د يرغل سره مخ و. د غنم نه لرل په خلکو کې دومره ويره راوسته چې عقيدو ته يې کډه وکړه.
د واده په موقع کله چې ناوې د خپل پلار له کوره وتله نو درې وارې د خپل سر د پاسه غنم يې شا ته شيندل. ځينو ځايونو کی دا غنم د ناوې پر ځاې نورخلک ورباندې شيندي. دا رواج هم دې چې کله ناوې د مېړه کور ته راورسېږي نو په درشل کی د هغې د سر د پاسه غنم شيندي. دا د غلې د ډېر والي او د سوکالۍ يوه نښه گڼل کيږي.
غنم په ديني عقايدو کې هم څرگند دې، د لومړي انسان ادم په جنت کې د غنمو خوړل او بيا زمکې ته راتلل يوه بېلگه ده.
د غنمو رنگ، د اشر او د لو نه علاوه د کروندو بې شمېره تورو د پښتو په محاورو، متلونو، لنډيو او سندرو کې موندل کېږي. يو څو يې داسې دي.
که جهان ټول جانان جانان شي
د غنم رنگي مې ثاني نشته مئېنه
غنم پاخه دي څه چل وکړم
خيال مې بس دا دې په اشر يې لو کوومه
د غنم لو خاونده گډ کړې
چې بغدادي کوترې وږي ټولوينه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۲ جولاي- ۲۰۱۳