د کابل اورگاډې

Kabul Train
په ۱۹۱۹ م کې د امان الله خان د باچا کېدو سره د افغانستان د ماډرن کولو پروسه پېل شوه. په دې کې د اور گاډي جوړول هم و.
په ۱۵ دسمبر ۱۹۲۲ م د کابل نه تر دارالامان پورې شپږ ميله د وړوکي بر پاټلۍ جوړه کړې شوه. په دې کې هغه مواد وړل کېده چې د ماڼۍ د جوړولو لپاره د کابل په ورکشاپونو کې جوړېدل. د دې لپاره په راتلونکي کې پلان و چې دار الامان کې کار کوونکي او حکومتي ملازمان به پکې زاړه ښار نه ځي او راځي.
د جرمني نه د درې بړاسي انجنونه، د مساپرو د کېناستلو لپاره د ډبو فرېمونه او د دوي د يو خاې کولو او د جوړولو الات ورته راوغوښتل شول. انجن به په سړک اچول شوي ۷ کلوميټر اوږدې پاټلۍ د پاسه لکه د ټرام گرځېدل.
په جنوري ۱۹۲۹ م کې د امان الله خان دوره پاې ته ورسېده او دا گاډي او د دې پاټلۍ د کاره ولوېدل. درې واړه انجنونه لومړې په خپلو کوټگيو کې وساتل شول، يبا يې ماڼۍ کې دننه يوړل چې يوه يې اوس د ميوزيم مخې ته ولاړ وي.
د برلين “ويلهلم ريک” په ۱۹۲۳ م کې په کابل کې و. دې د المانيانو په هغه ډله کې شامل و چې په دار الامان ماڼۍ کې د برېښنايي جوړښتونو لپاره تللې و. دې پخپلو يادښتونو کې ليکي چې ” په رسمي توگه لومړي ځل چې دا اور گاډې روان شو نو يو کس هم د حکومت يا د امان الله خان د وزيرانو نه ورته رانغلل.”
د کابل د لومړي باران نه وروستو د اورگاډي پاټلۍ کږه شوه او بيا ورته هيڅ پام ونشو.
صفيه حليم
First Trip

د خپرېدو نېټه
۲۳ جولاي- ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *