د زابلستان جونا

Zabul Mountain
د څلورم ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يفتليانو د امو نه واخلې تر اباسين په خلکو ناتار گډ کړو او بودايي عبادت ځايونه يې لوټ او ويجاړ کړل. هغه برهمنان چې د بودايي دين سره يې سيالي وه، لاس بر شو او يو وارې بيا په دې سيمه کې راتاند شول.
د اباسين په ختيځ کې د هغه وخت د هند واکمنو د برهمنانو او چين د بودايي دين سرپرستي کوله.
په افغانستان کې د الخان او د نزاک باچاهانو تر منځ څو وارې جنگونه شوي و او يو سبب ښاي د دوي د عقيدو توپير و.
د ” نزاک” باچاهانو د عقيدې نه څوک خبر نه دي. د دوي په سيکو د ” اورتون” نښه جوړه دي چې زردشتي دين سره تړاو لري خو د “سوما” د نمانځنو نښه هم کېدېشي چې په شمال کې بودايانو د عقيدې يوه برخه وه.
” الخان” باچاهانو يو لقب ” نراېنا نريندرا” ښاي چې دوې د “وشنو” منونکې او برهمني عقيده يې لرله. د دوي خپلوان په گندهارا کې واکمن و او د خپلو سيکو د پاسه د ” څرخ نښه يې جوړوله.
په اوومې ميلادي پېړۍ کې د چين ” تانگ” سلطنت د مرو (ترکمانستان) نه واخلې تر کشمير وړو باچاهيو ته خپل استاځي ورلېږل چې زيات به يې بودايي راهبان و.
په ۶۰۷ م په چينايي ليکنو کې د باميانو او کاپيسا سره د زابلستان زکر هم شوې دې. په غزني او زابلستان کې د چين لوې شمېر ديني او سياسي څټې به ناستې وې چې د بودايي دين سرپرستي به يې کوله. دا دواړه ملکونه دومره خپلواکه و چې خپلې سفارتي ډلې يې هم چين ته وراستولې وې.
په زابلستان کې د چين استاځي ” وايشو” نومېدو چې د هغه وخت څو ليکنې ترې پاتې دي. يو بل چينايي راهب ” هوي چاو” هغه وخت دې سيمو ته ورغلې و. دې ليکي چې په ۷۰۰ م کې زابلستان کې بې شمېره بوداي عبادت ځايونه او راهبان اوسېدل او په گندهارا کې هم د دې دين د پرمختگ لپاره حالات ښه و.
د تنگي سفيدک نه موندل شوي لاس ليکنې چې پکې په ۷۲۴ م کې په زابلستان کې د يوې سټوپا د جوړيدو خبره ليکل شوې ده ، واي، ” الخيس، د خوراس زوې او د گازان (غزني) واکمن و.”
په ۶۲۹ م کې نامتو چينايي راهب خوان زانگ (هيون څانگ) د زابل په اړه ليکي چې هلته په سوونو بوداي معبدونه و چې پکې په زرگونو راهبانو عبادت کوو. د ” کنشکا ” باچا په وياړ جوړد سټوپو زکر هم کوي خو ده د زابل د خلکو يا د واکمنو د دين په اړه هيڅ نه دي ويلي.
دی واي چې د نورو بې شمېرو اسطورو عبادت ځايونه و چې پکې د بېلا بېلو عقيدو او د نژادونو خلکو په گډه خپلې نمانځنې کولې.
په دوي کې تر ټولو ځواکمن ” تيرتيکا” يا برهمنان و چې د يوې اسطورې “زن” يا ” سن” نمانځنه به يې کوله.” تاريخ پوهان واي چې دا به ” جونا” ژونا، يا سوينا ” وي.
دا اسطوره يا پيره د زابلستان سلطنت په جنوبي څنډو په يو غر کې اوسېده چې هغه غر د دې په وياړ ” جوناهيرا” نومېدو. په کال کې يو وارې، نه يواځې د زابل د بېلا بېلو طبقو خلک بلکه د شاو خوا نورو ملکونو ( ولايتونو) باچاهان به هم د دې غرچاپېره ټولېدل او خپل نذر به يې ورته وړاندې کوو.
جونا د يونان او د روم اسطوره هم ده چې د ” سلطنت” ساتونکې گڼل کېده. په هندي مېتالوجي کې ” جونا” د سپوږمۍ يا د ” سوما” اسطوره وه.
د هغه وخت د خلکو عقيده وه چې ” جونا ” لومړې په ” کونگلين” په غره کې اوسېده چې ښاي په کابل کې د خېرخانې غونډۍ وه. بيا دې اسطورې له هغه غر کډه وکړه او د زابلستان په جنوب کې د ” جوناهيرا” غونډۍ ته ولاړه. دا پېښه د ۶۰۶ او د ۶۲۹ م کلونو تر منځ وشوه.
خوان زانگ د دې اسطورې منونکي ملايان ” تيرتيکا” يا کافران بللي دي. دا دې خبرې ته اشاره ده چې “جونا ” هندي اسطوره وه او ممکن د ” شيوا” يو شکل و.
خوان زانگ په زابل او غزني کې هندوانو د “دېوا” معبدونه هم وليدل چې ښايي د ده د سفر نه وړاندې پکې د هندوانو سرپرستي کېده. برهمنانو لا پخوا کاپيسي، لمپاکا ( لغمان) نگرهارا او گندهارا کې زور موندلې و. ترهغې د “تانگ” سلطنت له وېرې برهمنانو بوداي دين ته تاوان نه رسوو.
په اوومې پېړۍ کې د شيوا پېروان پخپلو عقيدو کې ډېر مخ کښ و او د آمو نه پورې غاړې شمال کې ” دلبرجين” کې يې هم منونکي ډېر و.
د باختري ژبو متخصص پروفېسر سيمز ويليم د افغانستان ځينې لرغوني اسناد وولوستل چې پکې ۶۷۸ م کې ليکل شوې د يوې معاملې کانټرېکټ يا قرارداد هم و. په دې کې ” ژون لاد” ليکلي دي چې مانا يې ” د ژون يا جون له خوا ورکړې شوې” ده.
په کاپيسا کې د ” سوريا” يا د لمر منونکي د ” جونا” په منونکو برلاسي شول او دوي د خپلې اسطورې بې شمېره مجسمې جوړې کړې. د شلمې پېړۍ په کنستون کې د خېر خانې د غونډۍ په نوي خانقاه کې د “سوريا” د مرمرو مجسمې موندل شوي دي.
تر ۶۵۰ ميلادي کال عرب مسلمانانو په سيستان کې خپلې پښې ټينگې کړې وې او هغه وخت د دوي لپاره تر ټولو لوې خطر د زابل واکمن و چې دفاعي جنگ ته يې تياري نيولې وه.
د مسلمانانو په ضد د سياسي او د مذهبي يو والي لپاره د ” جبين – زابل” يو گډ سفارت چين ته د ” تانگ” باچا دربار ته ورغلو او تر ۷۵۳ م هلته پاتې و. ښاي دوي به د عربانو سره د جنگ لپاره ترېنه مرسته غوښتې وي.
خو عربانو د جنگ پر ځاې د زابل واکمن سره د روغې خبرې اترې پېل کړې. په سيستان کې د عربانو والي سلم بن زياد نومېدو. هغه د زابل واکمن ته د مسلمانانو سره د يو ځاې کېدو وويل، روغه وشوه او دې هم د اسلامي لښکرسره يو ځاې شو.
مونږ د زابلستان د سلطنت په اړه لږ معلومات لرو او د دې په غرونو کې پخواني اثار هم نه دي پلټل شوي. د پښتنو دا سيمه تر اوسه د جنگ ډگر دې او که د افغانستان لرغون پوهانو ورته پام ونکړو نو د تل لپاره د دې په غارونو کې ورک پاتې شي.

سرچينې
۱. يفتليان. رومن گرشمېن. ۱۹۴۸ م
۲. په افغانستان کې بودايي دين. د کوواياما مقاله. ۲۰۰۲ م. برټش لايبرېرې.
۳. په باختر او هند کې يونانيان. دبليو. ډبليو. ټارن. اېډنبرا. منشي منوهرلال خپرونې. ډېلي ( ۱۹۵۱) بيا چاپ ۱۹۸۰ م.
۴. برهمني واکمني يا هند او کابلي شاهي. احمد علي کهزاد. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. د اورنگزېب ارشاد ژباړه. دانش خپرندويه ټولنه مارچ ۲۰۰۱ م.
۵. زابل او د زابل مشران. علامه عبد الحۍ حبيبي. شل مقالې. د تاريخي جغرافيې برخه. علامه حبيبي وېبپاڼه.
صفيه حليم

د خپرېدو نېټه
۲۹ جولاي- ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *