هند، هندو، هندوستان

Hindwana
د “هند” تورې نه د سانسکرت ژبې دې، د هند په يو ژبې کې هم نه موندل کېږي، د اريايانو په وېدي سندرو کې نشته او نه يې څوک په اويستا کې پيدا کولې شي. دا تورې د “هندودين” سره هم څه تړاو نه لري.
په وېدونو کې اباسين ” سندهوس” نوميدو او د اويستا په ژبه کې د “س” غږ به په “ه” واوختو. د بېلگې په توگه، ” سوما” په “هوما” سپته (اوو) پ ” هپته، او سندهوس په هندوس بدل شو.
په ۵۱۷ ق م کې د پارس واکمن ” داريوش” تر اباسين پورې خپل ځواک ورواستوو او دا يې پخپل قلمرو کې شامل کړو. هغه وخت د دې سيمو اوسېدونکي چې د ده په پوځ يا حکومت کې شامل و “هندو” خلک بلل ياني د “هندوس” اوسېدونکي.
په يوناني ژبې کې سندهوس ته به يې ” انډوس” ويل. کله چې د يونان او د پارس تر منځ جنگونه ووشول نو هغوي هم د “هندي” خلکو سره اشنا شول او پخپلې ژبې کې يې ورته ” ايندي” وويل. هم دې توري وروستو نورو اروپاي ژبو ته کډه وکړه او د “اينديا” يا “انډيا” تورې ترې جوړ شو چې اوس د هند د لوې خاورې په اړه کارېږي.
د هند خلک اوس هم خپلې خاورې ته ” بهارت او بهرت” وايي چې د دوي لوې باچا نوم و او د دوي تاريخي منظوم داستان ” مها بهرت” نومېدو. دا اوس هم د هند سرکاري نوم دې.
په عربي تاريخ کې مونږ د “هندو” تورې نه وينو، هلته د ” هند” تورې د “قام ” لپاره کارول شوې دې. په اتمې ميلادي پېړۍ کې کله چې د اسلام دين په دې خاوره کې خپور شو نو په پارسي ژبې کې د “هند” تورې د يوې “ښکنځلې ” په توگه کارېدو.
په لکهنئو کې ۱۹۶۴ م کې خپور شوې “لغت کشوري” د هندو مانا ډاکو، رهزن، او غلام ليکي. په فارسي قاموسونو کې دا تور پوست، خال، زلف کفر او د کافر مانا ورکوي چې د دوي د تعصب يوه نښه وه.
وروستو د افغانستان خلکو د “هند” سره “استان” ( د اوسېدو ځاې تورې ورزيات کړو او دا ټوله سيمه ” هندوستان” ياني د هندوانو د اوسېدو ځاې شو. په دې توگه هر هغه کس چې د اباسين نه پورې غاړه يې ژوند کوو ” هندو” بلل کيدو چې د هر دين او د نسل خلک پکې شامل و.
په افغانستان کې اوس هم خلک د “هندو” تورې د سيکانو،هندوانو،او کله کله د پنجاب اوسېدونکو لپاره هم کاروي. په دې خاوره د بودايي دين اغېز دېر و نو ځکه د چينايي راهبانو لکه خوان زانگ غېر بوداي (هندوانو) ته د تيرتيکا تورې کاروو چې د دوي لپاره د کفر مانا يې ورکوله. نورو بيا ورته ” برهمني” ليکلي دي.

په اوسني هندوستان کې د “هندو” په نوم يو دين هم وجود نه لري. دا تورې په لومړي ځل د دين لپاره انگرېزانو په اتلسمې پېړۍ کې رواج کړو او دوي د مسلمان په مقابل کې هندو تورې وکاروو، سره له دې چې په دې خاوره په سوونو نور ادعيان هم و. هغه دين چې اوس مونږ يې د ” هندو” په نوم پېژنو پخپله د دې منونکي ورته “سناتن دهرمه” واي.
په ۱۸۵۷ م کې کله چې د بريطانيې حکومت په رسمي توگه د هند خاوره خپله مستمره کړه نو په دې کې ۵۷۰ خپلواکه او نيمه خپلواکه ملکونه و چې دوي به ورته رياستونه ويل. په دوي کې ډېر داسې و چې خپله سيکه، خپل پوځ، بېرغ، د ماليې سيسټم او ان چې خارجه پاليسي يې لرله. حېدر اباد، بهوپال، جونا گړ، جې پور د دې څو بېلگې وې.
په ۱۹۴۷ م کې کله چې انگرېز د هند نه ووتل نو په دې خاوره هم هغه ۵۷۰ ملکونه و چې په دوو برخو کې يې پرېښودل. يو ته يې بهارت او بل پاکستان شو. د برهم پتر په غاړه ملک بنگله ديش ، د گنگا جمنا هغه بهارت او اباسين هغه پاکستان شو.
په پښتو ژبې کې د “هند” تورې څو نورو توکو لپاره هم کارېږي چې د “اوبو” نه راوتلي دي. “هندواڼه” ( اوبه لرونکې مېوه) هنداره ( هغه شيشه چې د اوبو په شان پکې خپل عکس ليدې شې) هندو کش ( هغه غرونه چې اوبه ترې راووځي) او هندو باغ ( هغه باغ چې اوبه لري).
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه

۳۰ جولاي- ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *