د وړوکي اختر ورځ وه.
د ښار په لوې عيدگاه کی لمونځ خلاص شو نو يو ډېر شته من سړې راپاڅيدو او خلکو سره يې د اختر مبارکي او روغبړ پېل کړل. د عيد گاه نه بهر څو غريبان هم ولاړ و او يو نيم کس به ورته د سرساې ( فطرانې) پېسې په پټه ورکړې.
مالداره سړې د هغو خلکو ډلې ته ورغلو او د خپل جېب نه يې د نويو روپو بنډل راوويستلو. بيا پينځه پينځه روپۍ يې هر چا ته ورکولی. په څو شېبو کی د ده د روپو بنډل خلاص شو نو هغه سړې د برېتو په تاوولو ولاړو پخپل نوي موټر کی کښېناستو.
يو بل سړي چې له ډېره وخته يې د هغه ننداره کوله د ده موټر ته ورنږدی شو، د جېب نه يې د پينځو روپو نوټ راوويستو او شته من سړي ته يې وړاندی کړو چې دا زما له خوا د اختر مبارکي واخله.
شته من په قهر، له موټره بهرشو او د هغه بل سړي گرېوان ته يې لاس واچوو. په چيغه يې ورته وويل، ” تا دا جرات څنگه وکړو چې ما ته خېرات راکوې؟”
بل سړي ورته ووېل، زه…زه…خان، که دا دومره بد کار و نو تا هم اوس اوس په دی دومره خلکو روپۍ وويشلی. هغه چې تا ورله د پينځو پينځو نوټونه ورکول، هم هغه هومره غېرت لري څومره چې ته يې لرې.
که هغه اخترې و نو دا څه دي؟
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۷ اگست ۲۰۱۳ م
Dear Safia Haleem,
That was very nice, and that is absolutely true in our society.
May Allah bless you with more of these kinds of writing .
Kind Regards.
Idris