د تاج بيگ ماڼۍ

Tajbeg palace
په ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹ م کې کله چې روسانو په افغانستان بريد وکړ نو د دوي يوې ډلې چې پکې ۷۰۰ پوځيان شامل و، کابل کې د مهمو ودانيو د کنټرول اخستو دنده وسپارل شوه. هغه شپه د روس د استخباراتو، کې – جي – بي د ” سپيتناز ځانگړي ځواک ” ۵۴ غړو ته د ” طوفاني عمليات ۳۳۳” په نوم د تاج بيگ ماڼۍ ته روانه شوه.
د افغانستان صدر حفيظ الله امين په هغه ورځ د خپل حکومت وزيرانو او مشاورينو سره يوه مهمه غونډه لرله. ماښام د دوي د کورنيو لپاره يې يوه مېلمستيا جوړه کړې وه چې سړي يو ځاې او ښځې او ماشومان بل ځاې کې سره راټول و.
د تاج بيگ په ماڼۍ کې رڼاگانې وې او په پخلنځي کې څو ډوله ډوډۍ پخ شوې وه چې ” ښوروا” هم پکې و. واي چې په هغه ښوروا کې نشۍ مواد گډ شوي و چې مېلمانه يې بې هوشه کړل خو صدر امين هغه ښوروا نه وه خوړلي او د روسانو په ډزو ووژل شو.
د تاج بيگ ماڼۍ د شلمې پېړۍ په سر کې د اروپايي انجينيرانو له خوا جوړه شوې وه. د کابل د زاړه ښار نه شپاړس کلومټرجنوب کې د تاج بيگ په نوم يوه شنه تپه د لرغونو وختونو راهيسې د باچاهانو د ښکار ځاې و. د افغانستان امير امان الله خان به هم د خپلو ملگرو او ملکې ثريا سره دلته ښکار او د مېلې لپار ورتلو.
په ۱۹۲۰ م کې کله چې د اميرامان الله په امر د دار الامان د ماڼۍ پلان او نقشه جوړه شوه، په تاج بيگ هم د يو وړوکي ماڼۍ د جوړېدو په کارلاس پورې شو. پلان يې دا و چې په تاج بيگ محل کې به دې د خپل ټبر سره اوسېږي او دار الامان کې به يې دفتر وي چې د دې ماڼۍ نه يو نيم کلوميټر شمال لوېديځ کې جوړېده.
د ۱۹۸۰ م نه تر ۱۹۸۹ م پورې د تاج بيگ ماڼۍ د روسي پوځ د ۴۰ فرقې مرکز په توگه پاتې شوه. ورپسې کلونو کې د دې حالت هم د دار الامان په څېر شو. په يويشتمې پېړۍ کې د ناټو خواکونه دا ماڼۍ هم لکه د نورو لوړو ځايونو د څار په توگه کاروي. د افغانستان حکومت د دې د رغولو پلان جوړ کړې و چې د سرکاري استوگنځي په توگه يې وکاروي خو هيڅوک تيار نه دي چې په دې پېسې ولگوي.
صفيه حليم
Taj Beg now

د خپرېدو نېټه
۱۱ اگست ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *