د بولان درې په جنوب کې د اباسين لوېديځې غاړې ته د جنوبي ايشيا تر ټولو لرغوني ښار مهرگړ کنډوالې ښکاري.
دا د کلات، کوټې او د سېوۍ په منځ کې پرته يوه پراخه سيمه ده او په ۱۹۷۴ م کې د فرانسوي لرغون پوهانو ژان فرانسوه او کاترين جاريج له خوا رابرسېره شول. دلته د لسو کالو په موده کې پرله پسې کيندني او پلټنې وشوې.
د ۱۹۸۰ م راهيسې د المان(جرمني) يو لرغون پوهه “ډاکټر اوتې فرېنک” هم پکې خپلې پلټنې وکړې چې تر ۲۰۰۰ م کال پورې روانې وې.
په پېل کې لرغون پوهانو داسې انگېرله چې مهر گړ د اباسين (انډوس)د تمدن يوه څانگه وه. خو وروستو دوي خپل نظر واړوو ځکه د مهر گړ توکي د نورو ټولو ځايونو نه پخواني و.
د مهرگړ جغرافياي موقعيت داسې دې چې دا د اباسين په لوېديځه څنډه پروت و او د بلې غاړې ښارونه يې د پارس او خراسان سره نښلول. دلته په ۲۵۰۰ ق م کې لکه د لرغوني مېسو پوټېميا او مصر لوې ښاري تمدن وغوړېدو.
دلته په جنوبي اېشيا کې د کرکروندې تر ټولو پخوانۍ نښې څرگندې شوې او په شپږو غونديو کې د اوو زرو کالو لرغونې زمانې توکي وموندل شول چې شمېره يې ۳۲ زرو ته رسېږي.
مهر گړ لکه د ” منډيگک” د څو دورو د انسانانو له خوا اباد شو او کنډوالې يې په څو طبقو کې وسپړدل شول.
په لومړۍ او دويمې طبقې کې يو قبر و چې پکې د ۱۶ مړيو هډوکي پراته و. دوي سره مرۍ او لوښي اېښودل شوي و چې ښاي د هغه وخت يو دود و. په دريمې طبقې کې وړې مجسمې او پرمخ تللي او پاک لوښي وموندل شول. په څلورمې طبقې کې داسې توکي و چې د اباسين د تمدن نورو ځينو توکو سره ورته او د کوچيانو د ژوند ښکارندويه و.
په مهر گړ کې لومړي انسانان دوه کلوميټر پراخه کلي کې اوسيدل او د ميلاد نه اوو زره کاله پخوا يې پکې غنم او وربشي کرل. دوي د کچه او وروستو بيا خښتو نه خپل کورونه جوړ کړي و، خپله غله به يې په خومبه (گودام) کې ساتله.
دا يو پرمختللې ټولنه وه چې د خپلو اړتياو لپاره يې د تيږې نه اوزار توږول، د څاروو پوستکې به يې وچوو او رنگوو، مرۍ به يې جوړولې او د مسو او نورو فلزونو نه کار اخيستو.
د اوزار جوړولو لپاره يې نږدې غونډۍ د زيرمو نه مس راويستل، د غلې د ايښودلو لپاره لوې پنډېري (ټوکرۍ) جوړولې او ورباندې اسفالټ يې موښلو چې پاخه وي او په اوبو خراب نشي. دوي به د عنابو بېرې او کجورې راټولولې او د دې زړي به يې په زمکه کې کرل.
په مهر گړ کې شا و خوا درې زره کاله خلک مېشت و او وروستۍ نښې يې د ۲۶۰۰ ق م نه پاتې دي. د دې کنډوالو رابرسېره کيدل، د لرغون پوهانو نظر واړوو چې فکر يې کوو د اباسين تمدن په جنوبي اېشيا کې تر ټولو زوړ و.
دا د اباسين (انډوس تمدن) نه د وړاندې دورې يو تمدن و او لرغون پوهانو ورته ” مهرگړتمدن” نوم ورکړو چې اوس دې ته ورته نورو ځايونو کې د موندل شويو توکو لپاره کارېږي. مهر گړ تمدن د ۷۰۰۰ ق م نه تر ۵۵۰۰ ق م پورې غځېدلې ” چالکوليتک” دورې نوم دې.
د دې لومړۍ دوره ۷۰۰۰ کاله ق م د تيږې يا ډبرې اثار لري او د خاورو لوښي پکې نه دي موندل شوي. دلته نيمه کوچانې خلک اوسېدل چې په لومړي ځل يې زمکه واړوله او کرونده يې پکې وکړه. دوي به پسونه او اوزې (بيزي) ساتل او غنم او وربشي يې کرل.
هر يو کور د خامو خښتو نه جوړېدو چې دننه په څلورو برخو وېشل شوې و. دلته بې شمېره قبرونه هم وموندل شول چې پکې د مړو سره ټوکرۍ، د تيږو اود هډوکو جوړ ځينې الات، مرۍ، بنگړي، امېلونه يې ايښودل. د سړو د قبر سره زيات توکي به يې اېښودل. د قبرونو سره د څاروو د قربانۍ نښې هم وې. په يو قبر کې د ډبرې جوړ تبر وموندل شو او هم هغسې څو دانې په زمکه وموندل شول.
د مهر گړ دوېمه طبقه کې د ۵۵۰۰ ق م نه واخلې تر ۴۸۰۰ ق م پورې خلک اوسېدل. د کلالي لوښو شته والې د دويمې طبقې نه پېل کېږي. په دريمې طبقې کې دا لوښي ډېر شول او دا هغه وخت دې چې د کلال څرخ کشف شو او د لوښو جويدل يې اسانه کړل. هغه وخت په لوښو ښکلې نقاشي کېده چې پکې د ځناور څېرې هم جوړيدې.
د دويمې طبقې نه د ميسو ځينې توکي وموندل شول. داسې هديرې وې چې پکې مړي په هغه حالت کې خښ کړې شوي و لکه چې ماشوم د مور په خېټه کې وي. په مړو يې سور رنگ هم وهلې و.
د وخت په تيرېدو په قبر کې د توکو شميره په کمېدو شوه. دا هغه وخت و چې زيات به يې مرۍ ورسره خښولې او د سړو په پرتله د ښځو په قبرونو کې داسې توکي زيات و د سمندري سيپيو، چونې د تيږې، فېروزې، لاجورد، او د شگلنو تيږو جوړ شيان پکې وموندل شول. ورسره د ښځو او د څاروو د خټو جوړ بوتان هم وموندل شول. د سمندري سيپيو او د لاجوردو د توکو نه ښکاري چې دوي د بدخشان او نوروسمندري سيمو پورې تگ راتگ کوو.
د مهر گړ دوېم او درېم طبقې د هغه وخت د نورو تمدونو سره ورته والې لري چې انسانانو پکې کلي والي ژوند کوو او د کوچيتوب نه راوتلي و. د دې درېمه طبقه د ۴۸۰۰ ق م نه واخلې تر ۳۵۰۰ ق م پورې غځيدلې وه او پکې د جوړښتونو او د پرمخ تللي ژوند نښې پيدا شوې. خلکو به د رنگينو تيږو نه مرۍ جوړولې، د خټو انساني او حيواني مجسمو به يې رنگ هم وهلو.
څلورمه طبقه ۳۵۰۰ نه تر ۳۲۵۰ ق م پورې وه چې د مهر گړ خلکو پکې د ښځو مجسمې جوړولې. د ښځو وېښته او سينې واضح ښکاري او زيات تره مجسمو ماشومان په غېږ کې نيولي دي. دا د ” مور د اسطورې ” نښه وه. خو ځينې پوهان ورته دا نوم ورکولو کې زړه نا زړه دي ځکه تر اوسه دا معلومه نه ده چې د مهر گړ خلکو په ريښيتا د مور نمانځنه کوله او که نه؟ دا ښايي چې دا مجسمې د دوي په ژوند کې يو مهم شې و ځکه په ټولو طبقو کې موندل شوي دي. د سړو مجسمې يواځې د ۷ طبقې نه وموندل شول چې بيا وروستو وروستو ډېر شول.
په څلورمه طبقه کې په لوښو د پيپلو پاڼه به زياته جوړيده. په دې او ۵ دورې کې د لوښو د پخولو لپاره زيات پرمختللې وسايل کارېدل. يوه ځانگړې تپه د کلالي لوښو د پخولو لپاره جوړه شوې وه چې د ښار په څنډو وه.
پينځمه طبقه يې ۳۲۵۰ نه تر ۳۰۰۰ ق م پورې وه. په دې کې د ښځو مجسمې وې چې وېښته يې سينگارشوي او د ښکلا توکي پکې لگېدلې وې. د توکمې هومره غټ ” موهر” (سيل) د خټو يا د هډوکي نه يې جوړول چې څلور گوټيزه يا گول و او د تجارت لپاره يې کارول. د انساني پرمختگ په نښو کې د مسو برمې، هغه تنور چې مخ يې اسمان ته وي، په زمکې کې دننه لوې بټۍ او د ميسو د ويلي کولو لپاره بټۍ جوړيدې.
تر شپږمې او اوومې طبقې د مهر گړ خلکو کلالي لوښي دومره ډېر جوړول چې ښاي نورو ځايونو ته يې هم وړل. خو د دې وخت د لوښو کيفيت هغسې ښکلې نه و، ځکه دومره زيات جوړېدل چې ښاي د ښکلا پرواه به چا نه ساتله. د دې يو سبب ممکن دا وي چې هغه وخت د برونزو او د مسو لوښي زيات جوړېدل نو خلکو د خاورې سره علاقه کمه شوه. د مهر گړ نه اته کلوميټر ليرې په يوه هديره کې د دې تمدن اتمه طبقه هم رابرسيره شوه.
په ۲۰۰۱ م کال کې لرغون پوهانو د مهر گړ نه موندل شويو دوو مړو طبي جاج اخيستو او دا يې څرگنده کړه چې په دې تمدن کې خلک د غاښونو د درملنې په اړه خبر و. دا په نړۍ کې د انساني غاښ کې د ” برمې” سوري کولو تر ټولو پخوانۍ بېلگه وه.
په مهر گړ کې نهه مړي داسې هم وموندل شول چې غاښونه يې په يو مشين توږل شوي و. د ځينو په دوو غاښونو کې داسې سورې جوړ شوې و. دا د غاښونو د طبابت لومړۍ بېلگې دي.
د ۲۶۰۰ نه تر ۲۰۰۰ ق م تر منځ د دې ښار اوسېدونکو ترې کډه وکړه او دلته ژوند پاې ته ورسيدو. خو هغه خلک دېر لېرې نه و تللي او ممکن څو کلوميټر په فاصله نورو کليو لکه “نوشېرو” کې يې ژوند پېل کړې وي.
د مختلفو وېبپاڼو نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۲ اگست ۲۰۱۳