د لاطيني “کميوناز” چې مانا يې “د ټولو لپاره” ده، په شلمې ميلادي پېړۍ کې د يو غورځنگ نوم شو.
د دې پلويانو غوښتل چې داسې ټولنه جوړه شي چې پکې نه څوک غريب وي او نه شته من. زمکه دې هم د ټولو وي او د دې په توليد د ټولو حق وي. هر څوک دې کار وکړي او څوک چې د کار وړ نه وي هغوي ته د سپما شوي پانگې نه د اوسېدو ځاې، ډوډۍ او د درملنې سهولتونه ورکړې شي.
د يو داسې ټولنې مفکوره چې نه پکې څوک غريب او نه شته من وي، په لومړي ځل لرغونې يونان کې نامتو فلسفي افلاطون پخپلو ليکنو ريپبلک کې ورکړه. د هغه نظر دا و چې په داسې يوې ټولنې کې هر څه شريک و، زمکه، ښځې او اولاد، ان تر دې چې سترگې غوږ او خله هم شريک شول په دې مانا چې په غم کې به ټول ژاړي او د خوښي په موقع ټول يو شان خوشاله وسي.
په نولسمې پېړۍ کې د جرمني “کارل مارکس” د دې پورا پلان وړاندې کړو. هغه دا چې په لومړۍ درجه کې ټولنه سوشلزم خپلوي او که چې هغه نظام پرمختگ وکړي نو په بله درجه کې کميونزم دې خپل کړي. د هغه نظر دا و چې کېپيټلسټ نظام د ړنگولو نه وروستو په ټيټه کچه کميونزم د هغه ځاې ونيسي او کله چې ټولنه نور پرمختگ وکړو نو پورا کميونزم به پکې رايج شي. په داسې يوه ټولنه کې به لوړ او ټيټ نه وي او نه به پکې د حکومت اړتيا وي.
د مارکس فلسفه په دې ولاړه وه چې کله انسان په غارونو کې اوسېدو، ښکار به يې کوو او ډوډۍ به يې راوړله نو هغه وخت ټولنه کميونسټ وه. کله چې دوي د خپل اړتيا نه زيات خواړه او نور شيان پېدا کړل نو هغه وخت پکې حرص او د يو بل نه د زيات مال د لرلو شوق پېدا شو. هم هغه وه چې چا زيات مال لرلو نو هغه په نورو برلاسې شو او نور يې ځان ته د کار کولو لپاره وساتل او فيوډالي نظام پېل شو.
په کميونزم کې يو مهم شې د وگړو ازادي ده چې د بل د لاس لاندې نه وي او په خپلواکه فکرکار وکړې شي. کله چې داسې نظام کې حکومت نه وي نو په خلکو کې به د حکومت وېره هم نه وي. بله دا چې هيڅوک به شخصي مال يا زمکه او جايداد نه لري، هر څه به د ملک وي. په کارخانو کې هر څه چې جوړېږي هغه به د خلکو لپاره وي او هر څوک يې لرلې شي. د ژوند د اسانتياوو لپاره د کور سامانونه لکه فرج، ټي وي او داسې نور توکي به د ټولو سره وي.
د لومړي نړۍ وال جنگ په وروستيو کې په روس کې د ۱۹۱۷ م د شاهي نظام پر ضد پاڅون ووشو چې په تاريخ کې ” د بالشويک انقلاب ” په نوم يادېږي. روس هغه وخت په يورپ کې تر ټولو غريب ملک و. دلته لوې شمېر خلک په کليو کې کروند گر و او لږ شمېر يې په کارخانو کې کار کوو.
د پاڅون يو مشر “لينن” دا مفکوره ورزياته کړه چې يوه د څارنې ډله به دا انقلاب په مخ بيايي او کله چې واک د کارگرانو لاس ته ورغلو نو د ټولو وگړو د پرمختگ لپاره به کار کوي تر څو مکمل کميونزم نه وي رواج شوې.
د بالشويک ډلې ناره دا وه چې ” امن، ډوډۍ او زمکه” په دې توگه خلکو دا شعار خپل کړو او د لومړي نړۍ وال جنگ پر ضد شول. کروند گرو د زمکې اصلاحات غوښتل او له هغه ځايه دا شعار په کميونزم انقلاب بدل شو. بالشويک ډلې د روس د حکومت چارې پخپل لاس کې واخيستې او د دې نظام د راوستلو لپاره يې کار پېل کړو. لينن په ۱۹۲۰ م کې هغه نظام “د جنگ کميونزم” په نوم ياد کړو.
هغه وخت داسې هڅ وهل کېدو چې که د روس انقلاب کاميابه شو نو په يورپ کې نور ملکونه به هم دا نظام خپل کړي. خو د کميونزم د مفکورې پلويانو د دې ډول کميونزم چې پکې يوه انتقالي دوره او يوه د څارنې ډله وي مخالفت څرگند کړو. دوي غوښتل چې د کېپيټلزم ځاې دې سمدلاسه کميونزم ونيسي. د دې نظام د عملي کولو لپاره ډېر پلان ته اړتيا وه او دا هم پکې ضرور و چې ټولنه ښه توليد لري.
د چين “ماو زې دونگ” د روس د انقلاب په وخت “بېجنگ” کې د چين د ځينو نورو ملت پالو سره د مارکس او د لينن په فلسفه اغېزمن شو او په چين کې يې د دې نظام د راوستلو هلې ځلې پېل کړې. هغه ورته “د نوي ديموکراسي” نوم ورکړو. په چين کې د جنگونو او د غربت له کبله د دې نظام په راوستلو دوه لسيزې واوړيدې او اخر په ۱۹۴۹ م کې پخپله د ماو په مشرۍ اشتراکي حکومت جوړ شو.
يوه داسې ټولنه چې امير غريب پکې نه وي او نه حکومت ولري د خياله ليرې خبره وه. د کميونزم پله ويانو نشو کولې چې د مارکس مفکوره ټوله عملي کړې شي. دوي خپلو مخالفانو ته د بېان ازادي نه ورکوله او دوي يې يا ووژل او يا يې بندي کړل. حکومتي ډلې د نورو خلکو نه ځان دومره ليرې کړو چې يواځې د خوراکي توکو لکه د ډوډۍ نه علاوه بل هيڅ شې د وگړو لپاره د برابرولو توان يې نه لرلو.
د کميونيزم پله ويانو د خپل شعار لپاره د سور رنگ بېرغ يا جنډه کاروله او په ډېرو ملکونو کې د خپل برياليتوب د څرگندولو په مظاهرو کې خلکو دا سور رنگ کاروو.
د شلمې پېړۍ ترنيماي روس د ختيځ اروپا ملکونه لکه پولېنډ، هنگري، چيکوسلواکيه،رومانيه، ختيځ المان کې د خپلو مالي او پوځي مرستو په ترڅ کې د کميونسټ نظام راوستلو ته اړ کړل. هغه وخت نړۍ په دوو برخو ووېشل شوه او هغه ملکونه لکه بريطانيه او امريکه چې دا نظام يې نه منلو، رقابت پېل شو.
په افغانستان کې هم د شاهي نظام د پاې سره د کميونزم د راوستلو لپاره لاره هواره شوه. خو دلته اقتصاد کمزورې او ټولنه دوديزه وه نو خلکو پوځي پاڅون وکړو او تر دريو لسيزو پکې جنگ روان و.
د شلمې پېړۍ تر پاې دا نظام په اروپا کې ړنگ شو او اوس يواځې د گوتو په شمېر څو ملکونو کې پاتې دې چې کيوبا او شمالي کوريا پکې د ياد وړ دي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۳ اگست ۲۰۱۳ م
That was wounderfull. Once you start reading it.
it will take you all the way back to ages.
Idris