د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو په لسټ کی یوولسم نمبر نوم د کريم اغا خان دې چې په اروپا کې په سلګونو نسلی اسونه، بې شمېره فارمونه، د تفریحی بیړیو یو لوی کلب، شخصی ټاپو (جزیره) دوه جېټ الوتکی او یوه هیلی کوپټر لري. د ده “علمشار” نومې تفريحي بېړۍ سل ملیونه ډالر ارزښت لري او د نړی د هر هیواد په پلازمینه کی د سرينا په شان گران هوټلونه د ده دي.
کريم اغا خان د اسمعيلي شيعه فرقې د ۳۰ ميلينو منونکو روحاني مشر دې او هر اسماعیلی د خپل کلنی آمدن دولس نيم في صده برخه مستیقیما د ده په خزانه کې داخلوي.
خو دا هر څه د دوو سوو کالو په موده کې جوړ شول.
د اسماعیلی فرقی پنځه څلويښتم امام خلیل الله د ایران د کاهک د سیمی اصل اوسیدونکی ؤ. هغه خپل ځآن د علی ابن طالب د اولاد څخه ګڼه او ایرانی مریدان يې لرل. په کال ۱۸۱۷ م کی یوه شخړه چه د هغه د مریدانو او د سیمی د دکاندارانو تر منځ راپیښه سوه، د خلیل الله پر مرګ تمامه شوه.
د هغه زوی حسن علی د پلار په گدۍ کښېناستو خو کورنۍ يې د ولوږی او غریبۍ سره مخ شوه نو کاهک یی پرېښود او د ایران نامتو مذهبی ښار قم ته کډه شوه. په قم کی هم دوی د غریبۍ نه خلاص نه شول او په پای کی حسن علی د خپل ټبر سره تهران ته مخه کړه چه هلته د واکمن فتح علی قاجار نه مالی مرستی تر لاسه کړي.
فتح علی قاجار ورته مځکي ورکړی او ان خپل یوه لور چه سرو جهان نومیده، امام حسن علی ته ورنکاح کړه. فتح علی ورته آقا( آغا) خان لقب ورکړ او دی نه وروسته دی په همدی نوم مشهور شو. حسن علی د قاجاری دربار د زوم په توگه لومړی د قم او بیا د کرمان والی وټاکل شو.
د فتح علی شاه قاجار د مرګ څخه وروسته د هغه لسمی محمد علی شاه قاجار د ایران په تخت کیښناستو. دا نوی واکمن د حسن علی د بد نیت او جاه پرستی نه ښه خبر ؤ. د دواړو ترمنځ اختلافات په زیاتېدو شول او د حسن علی د مریدانو او د قاجاری واکمن د ځواکونو تر منځ ځنی نښتی وشوی. په پای کی حسن علی ماتی وخوړه او دی په کال ۱۸۴۱میلادی کی افغانستان ( هرات) ته وتښتېدو.
دا وخت پرنګيان کابل ته رسیدلی و نو حسن علی جنرال میکناټن ته ولیکل: “زه اماده یم چه د خپلو مریدانو سره په هرات یرغل وکړم خو پدی شرط چه د هرات واکمنی به ماته راکوئ.” میکناټن دا وړاندیز ومانه خو پرنګي په کابل کی د وزیر اکبر خان له خوا یو ناڅاپی او بربادونکی ماتی سره مخامخ او له افغان خاوری نه په تېښته مجبور شو.
له پرنگيانو سره حسن علی هم د افغانستان نه برطانوی هند خاوری ته وتښتېدو. اسمعيلي فرقه پخپلو عقايدو کې ډېره بېباکه دي. شراب څښل او داسې نور چې عادي مسلمانان يې نه مني، په دې فرقه کې روا دي. دوي درې وخته لمونځ کوي او خپل امام په زمکه د خداې نور گڼي.
پرنگيانو د اسلام دا څېره خوښه کړه او وې ليدل چې اغا خان د هغوی لپاره د مذهب په جامه کی يو ډېر ګټور رول لوبولې شي نو په هند کی یی د ده په سیاسی، مذهبی او اقتصادی مرستو لاس پوری کړو.
په ۱۸۸۱ م کی د لومړی آغا خان، حسن علی د مرګ نه وروسته د هغه زوی آغا علی شاه د دوېم آغا خان په لقب د هغه ځای ناستی شو. ده هم د خپل پلار په پل د پرنگي سره خپلو سیاسی مرستو ته دوام ورکړ. د دوي په اقتصادی ملاتړ، دی وتوانیدو چې د اسماعیلی ډلی عقاید د جنوبی آسیا مختلفو برخو او ان د منځنی آسیا هیوادو ته هم ورسوي.
د اغا علي شاه زوې درېم اغا خان سلطان محمد خان په کراچی ښار کی سترګی پرانستی. د برطانوی ملکی وکټوریا هغه ته د برطانوی هند د پوځونو د عمومی سر لښکر، ستر درستیز خطاب هم ورکړ. ده د پاکستان په جوړولو کې يو مهم رول ولوبوو. محمد علی جناح او دریم آغا خان د پرنګی په مرسته وکولای سو چه د لوی افغانستان ځنی سیمی د هند نورو سیمو سره یو ځای کړي او د پاکستان په نوم یو نوی هیواد جوړ کړي.
ورسره دی وتوانیده چه د افغانستان شیعه هزاره ګان اسمعیلي عقیدی ته را واړوي لکه د بغلان د کیهان د دری هزاره ګان او ځنی په کابل کی هم ځای پر ځای شول.
په هند کې دوي ځان د ايران د ” قاجار” شاهي ټبر پورې تړلو او انگرېزانو ورته په ۱۹۳۸ م کې د ” شهزاده” لقب ورکړو چې موروثي نه و. خو ورپسې کلونو کې هر يو اغا خان ته د ” شهزاده” ويلو دود پېل شو.
د اسماعیلی شیعه ګانو مشر د انگرېز په لار ښوونه او د محمد علی جناح په مرسته د افغانستان لوی برخه پنجاب/پاکستان ته ډالی کړه. د پاکستان په جوړولو کې اغا خان مهمه ونډه واخيسته او د هند مسلمان مشران يې دې ته اړ کړل چې ځان له د جلا وطن غوښتنه وکړي.
د سلطان محمد خان زوې علی سلمان اغا خان يو عياش سړې و. ده د يو پرنگي نواب چرسټن د لور “جون باربرا” چې مېړه يې لرلو، جنسي اړيکې وساتلې. نواب چرسټن د هند د وايسرای کرزن نايب ؤ.
کله چې د جون مېړه د خپلې مېرمنې له اړيکو خبر شو نو ښځه يې پرېښوده او علي خان ورسره واده وکړو. اوو مياشتې وروستو هغې په جنيوا کې زوې وزېږولو چې کريم اغا خان يې ونومولو. علي سلمان خان د څو مېرمنو سره جنسي اړيکې لرلې. اخر خپله انگرېزه ښځه يې طلاقه کړه او يوې نامتو امريکايي فلمي اېکټرسې “ریتا هیورت” سره يې واده وکړو. خو دوه کاله وروستو هغې پرې دعوا وکړه چې اغا خان يې زوروي او ترې طلاق واخيستو.
علي خان د انگرېز په پوځ کې مصر او نورو ځايونو کې د ترک مسلمانانو په ضد وجنگېدو خو په ۱۹۵۷ م کې د پاکستان د پوځ لومړې ډگرمند او وروستو په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استاځې شو. د ده پلار درېم اغا خان سلطان محمد د مړينې په وخت خپل شل کلن نمسې کريم اغا خان خپل ځاې ناستې وټاکلو چې د بریطانیی تابعیت لری.
کريم اغا خان د خپل کشر ورور امين سره يو خاې لومړی زده کړی په کینیا او سویس کې تر سره کړې. کريم په هارورډ پوهنتون (امریکا) کی د تاریخ په مسلک کی زده کړې پورا کړې. دی په ټولې نړی کی په سلګونو تجارتی حسابونه لري او زیاتره ګټه له آسیا او افریقا نه تر لاسه کوي. یوه تخمینه وایی کابو ۱۲ ملیارده دالره سرمايه ورسره ده.
د کریم آغا خان لومړی مېرمنه یوه پرنګی طلاقه شوې ماډله سارا نومېده چې وروستو يې نوم سليمه ته واړوه. له هغې يې درې اولادونه، يوه لور او دوه زامن وزېږېدل. خو اغا خان د خپل نيکه په څېر د نورو ښځو سره هم نامشروع اړيکې ساتلې او اخره کې يې مېرمنه طلاقه کړه. دوېم واده يې له المانوی گبرایله زو لینګن سره وکړو چې ” ايناره” نوم يې خپل کړو. بيا هم ده د نورو ښځو سره د اړيکو نه لاس وا نخستو او هغې ترې د طلاق غوښتنه وکړه.
د ده مریدان په ختيځ افریقایی هیوادونو لکه کینیا ، تنزانیه ، یوګنډا، موزمبیق، مالی او د لاطینی امریکا ځینی هیوادونه لکه مداغاسکر او داسی نورو کی ژوند کوي. د ۷۰ په لسیزی کی کله چې په افريقه کې گډ وډي پيل شوه نو هلته مېشتو اسمعيليانو نه غوښتل چې بېرته هند يا پاکستان ته ولاړ شي. اغا خان د کاناډا صدر ته ټېليفون وکړو او هغه ورته اجازه ورکړه چې خپل مريدان هلته مېشت کړي. همدا راز د منځنی ختيځ لکه دوبی، سوریا، لبنان، ایران، جنوبی آسیا لکه هند ، بنګله دیش ، پاکستان او د منځنی آسیا په هیوادونو لکه افغانستان، تاجکستان ، قزاقستان او قرغیزستان کی چې کوم اسماعیلی اوسېږي، دوی د ځانګړي اهمیت خاوندان دي.
درېم اغا خان ته د بریطانیی پاچا اېډورد پينځم د اعلیحضرت خطاب ورکړی ؤ. د ده د مرګ نه وروسته د بریطانیی اوسنی ملکی الزبت کريم اغا خان ته په ۱۹۵۷ کی د اعلیحضرت( هزهاي نېس) خطاب ورکړو کوم چه تر اوسه کارول کیږي. د بریطانیی د مشترکه دولت د شاهي ټولنی مرستیال مشر کريم اغا خان دی.
د آغا خان فاونډېشن يا د پرمختگ شبکه د دریمې نړی اوپه ځانگړي توګه د آسیا په هیوادونو کی خپره ده چه د دی تر چتر لاندی دوه سوه نوری اداری کار کوی. دی سره اړوند نورې مهمی اداری د آغا خان د مایکروفنانس اداره ، د پلان ګزاری او پرمختیا اداره او داسی نوری په لسګونه اداری په کار بوخت دي.
د شېر مېوند ليکنه
د خپرېدو نېټه
۱۴ اگست ۲۰۱۳ م
د پاکستان پیدایښت د اغاخان په پیژندنه کي وګوری