د پېښور حمامونه

نه مې يادېږي چې زه د څو کالو وم، خو پېښور هغه وخت هم د بريطانوي هند يو سرحدي ښار و.
ممکن د اتو يا نهو کالو به وم چې د خپلې نيا (د مور مور) سره په يوه ټانگه (د اس گاډۍ) کې ناسته د چاوڼۍ نه د مرکزي بندي خانې مخې نه تېره شوم. نيا راته وويل چې “حمام” ته ځو. ما د خپلو ترلو او تروريانو نه د حمام په اړه اورېدلي و چې هلته لامبل څومره گټه ور وي.
ټانگه د د کابلۍ دروازې نه ډبگرۍ ته روانه وه او په يوه کوڅه کې د زړې لرگينې دروازې مخې ته ودرېده نو مونږ ترې ښکته شو. د ټانگې اس په هغې زړې دروازې خله لگوله چې وچ واښه ترې رابهر شوي و. يوې زړې ادې راته تمبه پرانسته او مونږ د ډيوډۍ (هال) نه وراخوا يوې تودې کوټې ته ولاړو.
هلته د دېوالونو سره د لرگي بنچونه پراته و او د خښتو په فرش د پروړو او د واښو جوړ پوزکي غوړېدلي و. نيا مې خپله سپينه بورقه ليرې کړه او د هغې ادې سره په خبرو بوخته شوه. ناڅاپه د شين لاچي خوشبوي مې تر سپېږمو شو. دا د هغې قهوې (شنو چايو) نه راتلل چې په وړو پيالو کې يې راته راکړل.
نيا مې تر هغې د ادې سره په خبرو بوخته وه تر څو د قهوې پيالۍ يې تشه شوه. بيا ادې راته د جامو د ويستلو وويل نو زه وارخطا شوم. نيا مې هيڅ باک ونکړو او د خپلو جامو په ويستلو يې راته وويل، ” راځه لورې، ته د څه نه شرميږې؟”
ما زړه نا زړه جامې ليرې کړې او ادې راته د يوې بلې کوټې ور پرانستو چې سخته لوخړه ترې راوتله. ما دننه هيڅ نه ليدل خو دومره راته اندازه وشوه چې د هرعمر ښځې لوڅې د تيږې په فرش يو خوا بل خوا ملاستې او يا ناستې وې. زه د هغوي نه شرميدم خو هغه ټولې په خبرو بوختې وې او هيچا راته نه کتل.
د کوټې د دېوالونو سره يو څو د سکارو انگيټيو (بخاريو) ته مې پام شو چې سرې سکروټې پکې ايښې وې. ادې په يو لوښي کې اوبه واخيستې او په هغو سکروټو يې وشيندلې. د “ششش” د غږ سره سکارو نه لوږې راوختلو چې کوټه يې ډکه کړه.
لږه شېبه وروستو زما گرمي وشوه او ځان ته مې پام شو چې خولې رانه وتلې. زړه مې په زوره زوره درزېدو او فکر مې کوو چې اوس به بې هوشه شم خو څه مې نشو ويلې. نيا راته صابون راکړو چې په ځان يې ومښم او ما هم هغسې وکړل. ناڅاپه ادې راباندې دومره يخې اوبه واړولې چې د خلې نه مې يوه سلگۍ راووتله. خو زړه مې راتازه شو او د خوشالۍ احساس مې وکړو.
مونږ ځانونه وچ کړل او بلې کوټې ته ولاړو چې يخه وه او هم هغسې چاپېره پکې د لرگو بنچونه او په فرش پروړ پراته و. ادې راته جامې راوړې چې وا مو غوستې نو زه هوسا شوم.
هم هلته په يو بنچ کيناستو او دا ځلې د خوږې قهوې سره د مسو په طشت کې ” کتلمې” هم راغلې. دا هغه ولونه ولونه د نرۍ ډوډۍ نوم دې چې په سوچا غوړو کې به يې سره کوله او د پېښور خلک يې په اختر او نور د خوشالۍ په موقع سهار د ناشتې سره خوري. ما په کتلمه او شنو چايو ښه ځان موړ کړو او ډېر خوند يې راته راکړو.
دا زما د ژوند لومړۍ د حمام تجربه وه او ورپسې کلونو کې په نورو ملکونو کې هم د ښځو حمامونو ته ولاړم چې يو پکې په استنبول کې وه.
په ترکي کې يو وخت هره کوڅه کې يو شانداره حمام جوړ و چې ځينې يې اوس هم شته او په پخواني دود کار کوي.
د پينځلسمې پېړۍ نامتو مهندس سينان هلته بې شمېره حمامونه جوړکړل چې ښکلي د جوړښتونه لري. په مراکش کې د ښځو د حمامونو په اړه د هغې ځاې نامتو ليکوالې، فاطمه مرنيسي پخپل کتاب ” د بريد ماتولو خوبونه” کې ليکلي دي.
خو په زاړه پېښور کې د ښځو حمام خپله ځانگړتيا لرله چې د دې ښار د کلتور يو برخه وه. دلته د ډېرو محلتونو ښځې به يو ځاې کيدې او د خپل ژوند د ستونزو په اړه به يې يو بل سره زړه خواله کوله. هغه وخت چې ښځې يواځې د واده ښادۍ او غم په موقع او يا د خپلو خپلوانو د پوښتنې لپاره له کوره وتلې، حمام ته تگ د دوي يوه اړتيا وه. دلته به يې يو بل ته د اخلي پخلي او د کورني درمل ټوټکې ښودلې، د خپلې امږور يا د خواښې شکايتونه به يې کول. دلته به يې د خپل وجود او د دماغو خيره ليرې کړه او خوشاله به کور ته ولاړې.
پخوا د ښار په کورونو کې د اوبو نلونه نه و او په ژمي کې د اوبو تودولو لپاره د سون مواد گران و، حمام کې لامبل ارزان و. په مسلمانو ملکونو کې د ځان د پاکولو کلتور، خلک حمامونو ته اړ کړل. د هند لوې وچي ته د حمام جوړولو دود مسلمانانو د ځان سره راوړو، ځکه هند يو تود ملک دې او زيات خلک يې هره ورځ سهار په ويالو، تالابونو او سيندونو کې لامبي.
په پېښور کې يو وخت بې شمېره حمامونه و ځکه دلته به کاروانونه ايسارېدل. د ښار زياتو حمامونو کې به په ژمي کې گڼه گوڼه ډېره وه او هر ځاې به د دې د تاو خانو لوږې ليدې شو. په کيسه خانۍ کې “د خدايداد حمام” چې شا و خوا پينځه سوه کاله زوړ دې، تر اوسه په ژمي کې مشتريان لري. دلته د سړو او د ښځو لپاره بېل ځايونه دي چې پکې د يخوړ تودو او د ډېرو تودو اوبو خونې جوړې دي.
يو وخت به حکيمانو د بندونو او د نورو دردونو د علاج لپاره د حمام مشوره ورکوله. دلته به د مالش او د ټکور انتظام هم و او خلک به د ستړيا ليرې کولو لپاره هم ورتلل. په پيښور کې د ” حمام” نوم د تودو اوبو او د يو خاص کلچر لپاره کارېدو. هغه خلکو چې په کور کې به يې اوبه نه وې يا به مساپر و، “سقاوه” کاروله. دا هم د لامبلو، د ږيرې او د ويښتو د جوړولو ځايونه و خو يواځې د سړو لپاره.
اوس څلوېښت کاله کېږي چې هغه ټول پخواني حمامونه خلکو ړنگ کړل او ورباندې دکانونه او پلازې جوړې شوې. اخوا په اروپاي ملکونو کې اوس د ترکي او د مراکش په شان، حمامونو جوړېږي چې پکې هم هغسې د تودو او د يخو اوبو انتظام وي. دوي د مساج ( مالش) او د ټکور پخوانۍ ټوټکې هم کاروي او ښه گټه پرې کوي او د پېښور وروستې حمام ښاي په څو ورځو کې بند شي.

ياسمين حسېن

Turkish Hamam
د خپرېدو نېټه
۱۵ اگست ۲۰۱۳ م

2 Comments

Add a Comment
  1. salam awo nake hille,
    zama da likana dera khwhkha shwa. hillaman yam che pa rarawan wakhtono ke ham dase mulmaty likany okrraie…
    dera mañana

  2. د بدن او ماغزو خيري وباسي….

    ډېر جالب مطلب وو..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *