په ۲۰۰۴ م په سر کې د امريکې د هارورډ پوهنتون يو زده کوونکي ” مارک زکربرگ” د خپلو ملگرو او نورو محاصلينو سره د اړيکو ساتلو لپاره جوړ کړو. په پېل کې يواځې د هغه پوهنتون پورې محدود و خو وروستو د بوسټن ښار ته وغځول شو. ورپسې د امريکې او د کاناډا پوهنتونونو او کمپنيو وکاروو . تر ۲۰۰۶ م هر هغه څوک چې د ديارلسو کالو نه لوړ عمر او اي- مېل اېډرېس ولري، فېسبوک کې حساب پرانستې شي.
د فېسبوک هدف؟
هغه خلک چې خپله خبره د يو نه زياتو کسانو ته رسول غواړي، د دې نه کار اخلي. کله يو چا ښه عکس اخيستې وي، يا په سفر تللې وي او غواړي چې د هغه ځاې کيسې وکړي، فېسبوک کې يې واچوي.
بيا د ده ملگري او يا هغه خلک چې ورسره اړيکې لري، ورباندې خپل نظر ورکوي، د خوښي (لايک) يا د ناخوښي راې ورکوي. دا په هغو ټولنو کې ډېر کاروونکي لري چې وگړو ته د کمپيوټر د اسانتياوو سره سره د يو بل سره مخامخ د خبرو موقع په لاس نه ورځي.
د ژورناليسټانو لپاره په فېسبوک کې په يوې موضوع د خلکو نظر معلومول ډېر گټه وروي، په تېره د ورځپاڼو او د وېبپاڼو لپاره. په دې لاره دېر هغه خلک چې د ليکوالۍ جوهر لري، هڅول کېږي او د ده ولوستونکي ورسره ډېرېږي.
اوس په نړۍ کې د سلو ميلينو نه زيات خلک د فېسبوک نه کار اخلي خو د دې ټولو ښېگړو سره ځينې خلک ترې ناوړې گټه هم اخلي.
څو اوونۍ کېږي د فېسبوک د ” لايک” يا د خوښي د بټن په اړه يو خبر و. هغه څوک چې په فېسبوک په خبرو بوخت وي او خپل پېغام ورلېږي نو هم هغه وخت د ” کليک” سره د ده له خوا د ځينو شرکتونو توکي خوښ يا “لايک” شي. په انټرنېټ کې داسې کمپنۍ شته چې که څوک وغواړي د مشتريانو شمېره يې زياته شي نو د پېسو په بدل کې ورته دا زياتولې شو.
بيا ناببره د يو “شيمپو” خوښونکو شمېره ميلينونو ته ورسېږي چې هغه شرکت يې پخپل اعلان کې کاروي. کوم خلک چې د انټرنېټ د لارې د کور سودا کوي، هغوي دومره شمېرې چې وگوري نو فکر کوي چې هغه شيمپو به ډېر ښه وي او اخيستل يې ضرور گڼي.
خو ستونزه دا ده چې دا ” لايک” د نورو شيانو لپاره هم کاريدېشي، لکه بربنډ فلمونه، غېرقانوني داروگان، نشۍ توکي، وسله، او داسې نور.
د فېسبوک يوه ناوړې گټه په دې وروستيو کې د “ښځو زورول” دي. د بريطانيې په شان پر مخ تللي ملک کې د پارليمان غړې مېرمنې او نور نامتو مبارزو ته په فېسبوک کې ښکنځلې وشوې. دوي هغه هر څه چې ورته ليکل شوي و، پوليسو ته ورکړل او پلټنې پېل شوې. دې مېرمنو نورې ميډيا ته خبر ورکړو نو داسې بې شمېره ” د زورونو پيښې” په ډاگه شوې.
له نيکه مرغه هم دې ټېکنالوجي اوس دومره پرمختگ کړې دې چې د کوم کمپيوټر نه دوي ته بد رد ويل شوي و. د هغې د شناخت نومره ( آي-پي) وموندل شوه او يو کس نيول شوې هم دې.
د “فېسبوک جنگونه” هغه وخت کېږي چې کله يو يا څو کسان د نظر اختلاف لري. ولوستي او پوهه خلک خپل بحث او نظر يواځې په علمي دلايلو وړاندې کوي. خو هغه څوک چې دليل ورسره نه وي کله کله يو ليکونکي ته په بدو ردو او په ښکنځلو سر شي.
د سوشل ميډيا يوه ځانگړتيا دا ده چې هغه ښکنځلې د يو نه زياتو خلکو په کمپيوټر کې پاتې وي او ښاي د کمپيوټر کاروونکي داسې فکر وکړي چې دوي که په سوشل ميډيا کې د چا سپکاوې وکړو نو څوک به يې نشي موندلې. خو اوس په فيسبوک کې ” رپورټ ابيوز” برخه زياته شوې ده. دا مانا که څوک ناوړې چلن کوي نو هر څوک د دې شکايت کولې شي.
د فېسبوک بله ستونزه دا ده چې پکې ځينې خلک د منفي هدف لپاره په بدل نوم اکاونټ يا حساب پرانيزي. د پښتنو په ځينو کړيو کې هم په فېسبوک يو معمولي بحث په اخره کې يو بل ته د ښکنځلو او په بدو ردو تماميدې شي. د دې سبب دا دې چې کاروونکي يې زيات وخت ځوانان وي چې د بل د دليل اوريدو حوصله نه لري.
په دې اړه اوس يوه نوې اصطلاح کارېږي چې ” سايبر کرايم ” يا سايبر جرم نوم ورته ورکړې شوې دې. په لږ وخت کې به د دې جرم لپاره هم قانون جوړ شي چې ممکن په ډېرو ملکونو کې پلي شي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۶ اگست ۲۰۱۳ م