د دې سيمې د نورو ښارونو په څېر، کابل د لرغونې تاريخ په پاڼو کې د بلخ او هرات په شان شهرت نه لرلو.
دا د ختيځ لوري ته د حمله کوونکو او کډوالو په لاره کې د دمې ځاې و او داسې اټکل دې چې د برونزو په دوره کې خلکو دلته ژوند پېل کړو.
د اريايانو په وېدي سندرو کې د “کوبها” (کابل) سيند هم ستايل شوې دې.
په ځينو تاريخونو کې کابل د سانسکرت “کامبوج” نه راوتلې يو تورې گنل کېږي او هندي سرچينې واي چې دا کامبوج پوره و چې يونانيانو کابوره تلفظ کوو. د شنو ورشو گانو، گڼو ونو او د لويو ډنډونو سيمه وه چې په ژمي کې د ساېبېريا نه په کوچ مارغان پکې ايسارېدل. ” کول حشمت خان” د اوبو لوې ډنډ په غاړو به په وحشي بوټو کې مارغانو زالې جوړولې. د دې په غرونو کې کورونه نه و او وحشي ځناور به پکې ډېر و.
برهمني کابل
د کابل تر ټولو لوړغر” اسمايي” نومېږي چې د اريايانو د يوې لوې اسطورې “اشاماي” يا د امېدونو د مور نمانځنې پرې کېدې.
د دويم ق م پيړۍ په سر کې يونان باختري واکمنو د هندي موريه باچا نه کابل ونيولو. د
د لرغونې وختونو راهيسې په کابل کې د هر ډول دين منونکي او د دوي عبادت خانې جوړې وې. د ۱۹۳۴ م په پلټنو کې د خېر خانې نه د لمر د نمانځنې معبد وموندل شو. دا تورې پخپله د “خاور خانې” نه راوتلې دې. دلته څنگ تر څنگ درې کوټې وې چې مخې ته يې دالان و. په هره کوټه کې د مجسمو د ودرلو لپاره ډبرين دکانچې جوړې وې خو يوه د سوريا ( نمر د اسطورې) مجسمه په ښه حالت کې وه. دې پر تخت ناست ښودل شوې و چې دوو اسونو وړلو. دوه نور کسان د ده ښې او کيڼ لاس ته ولاړ دي چې د ” دانده” او ” پانگالا” په نوم پيژندل کېده او سهار او د ماښام د ستورو استاځيتوب يې کوو.
د ښار په ختيځ کې د شپږمې ميلادي پېړۍ دوه منارونه و چې څه کم ۲۹ ميټره لوړ و. يوه يې تور مينار او بل يې سرخ مينار نوميدو. سرخ مينار څلور گوټيزه و او په ۱۹۶۵ م کې د زلزلې له کبله پريوتو. تور مينار (چکري مينار) په ۱۹۹۸ م کې راپريوتو.
بودايي کابل
د ميلادي پېړۍ د پېل راهيسې د امو نه پورې غاړې ساکايي قبايلو د افغانستان په خاوره بريدونه کول او په سلو کالو کې د دوي يو قام ” کوشان برلاسې شو. د دوي نامتو باچا کنشکا د بودايي دين سرپرست و او د مرنجان غونډۍ کې يې نښې وموندل شوې.
دا غونډۍ د زمکې نه زرميټره لوړه او څلور کلوميټر ختيځ لويديځ په اوږدوالي پرته ده. په ۱۹۳۳ م کې فرانسوي او افغاني لرغون پوهانو دلته پلټنې وکړې او يوه بوداي خانقاه او سټوپې يې رابرسيره کړې چې پکې د ژوند تر ټولو زړې نښې وموندل شوې.
تر۱۹۸۲ م پورې د مرنجان غونډۍ په اړه نور معلومات راټول شول. دلته اوو ځلې سپړنې ووشوې. په ۱۹۸۳ م کې د افغاني لرغون پوهانو يوې ډلې دلته د بودايي دورې د خاورې لوښي، ډبرين مجسمې او په يوسټوپا کې د سرو زرو يو ډبې چې پکې د بودا تبرکات ايښي و. دلته د کوشانې او کابلي باچاهانو سيکې او په لومړيو طبقو يا پرتونو کې د يفتليانو اثار هم و. د ساساني دورې، په تېره د څلورمې پيړۍ د پارس د واکمن شاهپور د وخت سيکې وموندل شوې.
د حضوري چمن په ميدان کې په ۱۹۳۰ م کې د سيکو او د گاڼو ډک لوښې وموندل شو چې د څلورمې او د شپږمې ق م پيړيو نه و.
د کابل ښار په جنوب او جنوب ختيځ کې داسې معبدونه و چې بودايانو او هندوانو پکې د سوونو کالو راهيسې عبادت کوو. د کوشان دورې ( دريم ميلادي) يوه لويه سټوپا د “شېوکي” د کلي نه بهر جوړه وه.
تر دريمې ميلادي پيړۍ پورې کابل د کوشانيانو سره وه . په ۲۳۰ م شاو خوا دوي د ساسانيانو له خوا ماتې وخوړه . ورپسې يو بل قام د دوي ځاې ونيولوچې کيداري نومېدل. په هغو وختونو کې دا ښار کاول، کاپل، او د کاولستان په نومونو هم ياد شو.
په کاپيسا کې د کوشان د نورو قبيلو سره گډ حکومت جوړ شو چې کابل هم ورسره و. دوي واړه کوشانيان او د کابل شاهانو په نومونو پيژندل کيده.
د شمال نه “هن” قبيلو چې په تاريخ کې ” يفتليان ” نومېږي کابل ته گواښونه کول . دغه کابل شاهان و چې هغه وخت د کابل د غرونو د پاسه يې د خپل دفاع لپاره د تيږو ديوال جوړ کړو.
دا دېوال څه کم اته ميټر لوړ او څه کم څلور ميټر پلن دې او پکې د څار برجونه هم جوړ شول. د دې نه وروسته نورو واکمنو د دې ديوال ترميم او د دې جوړښت ته پام وکړو او تر اتلسمې پيړۍ هم له دې ديوال د مورچې کار اخيستل کيدو.
يفتليان په ۵۶۵ م کې د پارس او د ترک گډ ځواک نه مغلوب شول.
په ۶۷۰ م کې کوشان يفتلي گډ حکومت هندو شاهي ټبر ته ځاې پرېښودو چې د برهمني يا هندو دين سرپرستي يې کوله. هغه وخت بودايانو د خپل دين د خپرولو لپاره يو وارې بيا زور ولگوو خو اسلام پرې غلبه وموندله.
اسلامي کابل
د بالا حصار نه ښکته د شهداې صالحين لويه هديره ده چې پکې د اسلام لومړي مخکښان او مبلغين خښ دي. په ۶۴۴ م کې يې دلته د هندو شاهي واکمنو سره جنگونه ووشول چې هغه وخت په بالا حصار کې ميشت و او ښار د دوي په لاس کې و. د اسلام يو جنگيالې جابر انصار ولي د کابل د خلکو په پاڅون کې ووژل شو.
د کابل سيند په غاړه جوړ د شاه دوشمشيره جومات هم په افغانستان کې د اسلامي لښکر د راتلو نښه وه. واي چې يو مسلمان کوماندان عبد الرحمان بن اشعث دوه تورې په لاس د شېر دروازې نه جنگ پېل کړې و، ان چې د سيند پر غاړه راپرېوتو.
هغه وخت اوسني جومات ته مخامخ د لارې بل خوا ته د هندوانو يو مندر و او د هغه کوماندان مړې يې پکې خښ کړو او ورباندې زيارت جوړ کړو. د دې زيارت دروازې د “غرڅه” په ښکرونو ښايسته کړې شوې وې او ډيرې کفترې به پکې راټوليدې.
تر ۱۵۴۴ م دلته يو وړوکې جومات جوړ و خو د اوسنۍ وداني د امير امان الله خان مور سراج الخواتين له خوا جوړ شو.
مغل کابل
د غزنويانو او غوريانو د واک په پاې کې افغانستان د چنگېزي او تيموري حملو نه په مړ ژواندې حالت کې پاتې شو. د کابل حېثيت د يو وړوکي کلي و چې په تاريخ کې يې نوم ورک و.
د پينځلسمې پيړۍ په پاې کې دا د الغ بيگ سره و چې د فرغانې نه راغلې و. کله چې دې مړ شو نو زوې يې لا ماشوم و. د ده وراره ظهير الدين چې خبر شو نو په ۱۵۰۴ م کې د خپلو جنگيالو سره يې د کابل ښار ونيولو. په تاريخ کې دې د بابر په نوم پېژندل کېږي.
بابر په هند کې لوديانو ته ماتې ورکړه او هلته د مغلو حکومت يې جوړ کړو. د شېر دروازې د غر په لوېديځو څنډو د بابر مقبره په هغه باغ کې جوړه ده چې د ده ډېر خوښ و. د بابر نمسو او د ده د ټبر لپاره کابل د اوړي د تېرولو ځاې و او هر کال به ورتلل. دوي به په بالاحصار کې مېشت و او دلته يې د خپلې استوگنې لپاره په مختلفو دورو کې کورونه جوړ کړل.
د بابر نمسي د جهانگير په وخت دلته يو پوښلې بازار جوړ کړې شو چې هغه وخت د ښکلا يوه بېلگه وه. خلکو به ورته “چارچته” بازار وېل. د دې لوي محرابي دالانونه د لرگي په نقش شويو ستنو ولاړ و او په منځ کې يو ميدان کې د اوبو تالاب او فوارې وې.
افغان کابل
په ۱۷۷۶ م کې د احمد شاه ابدالي ځاې ناستي تيمور شاه د افغانستان پلازمېنه د کندهار نه کابل ته يوړه او هغه راهيسې په تاريخ کې دا ښار د پام وړ شو.
د دې په چارچته بازار کې د پوستين او مېوو هټۍ وې او په شور بازار کې يې د مالگې تيږه پلورل کېده. هغه وخت دلته زيات کاروبار د هندوانو، ارميني مسيحيانو او د يهودانو په لاس کې و. ارميني پوځيانو چې د خوليو د پاسه به يې سره فيته تاو کړې وه او خلکو به ورته ” قزلباش” وېل، د کابل سيند په غاړه په يو محلت کې مېشت شول. دوي شيعه گان و او محلت يې د ” مراد خاني” په نوم يادېدو.
تيمور شاه په ۱۷۹۳ م کې مړ شو او مقبره يې په اوولسو کالو کې جوړه شوه. تر هغې د ده زامنو د يو بل د ړندولو او وژلو نه وروستو د کابل تخت بارکزو ته بايللې و. په بالا حصار کې دوست محمد خان امير شو او په هند کې انگرېز په دې وېره شو چې کابل به دېر ژر روسان ونيسي.
په ۱۸۳۸ م کې انگرېزانو د ۲۱ زره پوځ سره لومړې په غزني حمله وکړه او بيا کابل ته ورننوتل. دوست محمد خان تر هغې د بلخ د لارې بخارا ته تښتېدلې و.
دوه کاله وروستو دې انگرېزانو ته تسليم شو او د تېمور شاه زوې شاه شجاع په بالاحصار کې باچا شو. انگرېزانو پخپله د کابل په شېرپور سيمه کې چاوڼۍ جوړه کړه. ورپسې پوځيانو خپلې کورنۍ هم راوستې چې د ژوند ټول اسايشونه يې هم له ځانه سره راوړل. دوي په شنو مېدانونو کې مېلمستياوې او د کرکټ لوبې کولې، ماښام به د شرابو جامونه کړنگېدل او کلکتې ته به يې خبر واستوو چې هر څه سم دي.
خو د کابل خلک د دوي د هر عمل نه خبرېدل او په دې تشويش کې و چې د دوي په ښار کې فاحشه خانې زياتې شوې وې. شاه شجاع د پنجاب نه ځان سره د موسيقۍ هنرمندان هم راوستي و چې د بالاحصار په لمنو کې به پراته و. اخر دوي ته يې د شور بازار نه وراخوا يو ځاې کې د کورونو جوړولو لپاره زمکې ورکړې چې خلکو به ورته د” خراباتو کوڅه” ويل.
اخر په ۱۸۳۹ م کې د کابل د خلکو صبر تمام شو او داسې پاڅون ووشو چې انگرېز يې تصور هم نشو کولې.
شاه شجاع ووژل شو او انگرېز په جلال اباد کې د خپل غچ اخيستو لپاره کلکتې ته د مرستې غوښتنه وکړه. انگرېز د نور پوځ سره کابل ته روان شول او دوي سره جنگېدونکې محمد اکبر خان د خپلو جنگيالو سره شمال ته وتښتېدو نو د کابل ښار خلکو هم کډې وتړلې.
زيات يې ايستاليف ته ولاړل او په کابل کې يواځې هندوان او قزلباش پاتې شول. انگرېز پوځ دوه اوونۍ په کابل کې پاتې و او د شاه شجاع زوې فتح جنگ يې د افغانستان باچا اعلان کړو. دا يواځينې وخت و چې په بالاحصار د بريطانيې بېرغ رپېدو. انگرېز پوځ د دې ښکلې او تاريخي چارچته بازار وسېزلو او د هندوانو هټۍ يې چور کړې. کابل هغه وخت د خاورو يوه داسې ډېرۍ شوه چې د وير کولو لپاره هم لږ خلک پکې پاتې و.
د بارکزو کابل
د دوست محمد زامنو شېر علي خان او د محمد افضل خان تر منځ څه موده د کابل پر تخت جنگ کېدو او اخر د شېر علي لاس بر شو. په ۱۸۷۸ م کې انگرېزانو بيا په کابل برېد وکړو او امير شېرعلي خان روس ته پناه يوړه، په مزار شريف کې مړ شو او د ده زوې محمد يعقوب خان امير شو.
ده د انگرېزانو سره د گندمک تړون وکړو، د دوي ټول شرايط يې وومنل او په کابل کې د انگرېز سفارت کېناستو. خو څو مياشتې وروستو د افغان پوځ عسکر ورغلل او هغه سفير يې ووژلو چې دوېم جنگ سبب شو.
کابل يو وارې بيا د انگريز پوځ کوربه شو. يعقوب خان پخپله د انگرېزانو سره پناه يوړه او هغوي ته يې وويل چې د افغانستان د باچا کېدو په پرتله، زه په دې خوښ يم چې ستاسو نوکري وکړم، واښه درته پرېکړم او باغ درته وساتم.
بيا د افضل خان درېم زوې عبد الرحمان خان امير شو او لومړې کار يې دا وکړو چې د اوسنې ” ارگ” بنسټ يې کېښودو. د ښار په يو شين ځاې کې يې وړه ماڼۍ هم جوړه کړه چې کله کله هغه به پکې خپل دربارنه وروستو د استراحت لپاره کيناستو. په ۱۹۰۱ م کې د امير د مړينې نه وروسته د ده مقبره هم هلته جوړه کړې شوه چې اوس ” زرنگار پارک ” نومېږي.
نوي امير حبيب الله خان په ارگ کې نورې ودانۍ جوړې کړې. يوه پکې
د دلکشا ماڼۍ وه چې يو انگريز ارکيټيکت فينليسن له خوا ډيزاين او جوړه شوه.
د دې ماڼۍ په جوړيدو لس کاله ولگيدې او امير حبيب الله خان دومره ورته زړه تنگې شو چې د دلکشا پر ځاې به يې ” دل ويران” بلله. د ده پر وخت کابل کې ډېرې نوې ودانۍ او جوماتونه جوړ شول او د ده زوې امان الله خان ورته دوام ورکړو.
د شلمې پېړۍ کابل
په ۱۹۱۹ م کې د درېم افغان جنگ په پاې کې امان الله خان د کابل په عيد گاه کې انگريزانو نه خپلواکي اعلان کړه. ده په راتلونکو لسو کالو کې ښار ته بريښنا راوسته، د ښوونځو د جوړولو او د جينکو د تعليم لپاره يې تابيا وکړه. د کابل راډيو د نوې ماڼۍ نه خپرونې پېل کړې چې ” دارالامان” نومېده. خو په ۱۹۲۹ م کې د ده پر ضد پاڅون ووشو او دې اطاليې ته ولاړو.
د دوست محمد خان د يو مېره ورور سلطان محمد خان طلايي د زوې يحيا خان نمسې نادر خان باچا شو چې د محمد يوسف خان زوې و. لس کاله وروستو نادرخان د ارگ په چمن کې ووژل شو او د دې په “سلام خانه” تالار کې يې ۱۹ کلن زوې محمد ظاهرخان د باچا کېدو مراسم په ځاې شول.
د ارگ اوسنۍ لويه دروازه، د ظاهر شاه پر وخت جوړه شوه. په ۱۹۶۴ م کې د اساسي قانون لپاره لويه جرگه هم دلته رابلل شوې وه. کابل ډېره موده وروستو په په امن شو او خلکو پکې ارامه ساه واخسته.
په ۱۹۳۰ م کې د کابل پوهنتون جوړ شو، په ۱۹۴۰ م کې دې ښار صنعتي پرمختگ وکړو او په لومړي ځل پکې عصري مغازې او دکانونه جوړ شول. په ۱۹۵۰ م کې د سړکونو د پخولو کار پېل شو، په ۱۹۶۰ م کې د المان په مرسته يو ژوبڼ جوړ شو. په ۱۹۶۹ م کې د شوروي اتحاد د زياتيدونکي اغيز پر ضد په پل خشتي جومات کې د خلکو غږ راپورته شو. د دوي په احتجاج حکومت څو کسان ونيول.
په ۱۹۷۳ م کې د ظاهر شاه د ملک نه بهر و او د ده تربور محمد داود خان د ډيموکراسۍ راوستلو په پلمه يو بغاوت وکړو او خپل ځان يې د صدر په توگه معرفي کړو. بيا په ارگ کې پرله پسې نور کسان راغلل چې د باچاهۍ فکرونه يې کول خو ووژل شول او په ۲۴ دسمبر ۱۹۷۹ م کې روسي عسکر کابل ته ورننوتل. لس کاله وروستو دوي ووتل او مجاهدينو پکې ناتار جوړ کړو.
تر ۱۹۹۳ م د خېر خانې نه موندل شوې د سوريا مجسمه د کابل په ميوزيم کې ايښې وه خو د نورو ډيرو شيانو په څېر دا هم تباه شوه او تر څو شلمه پېړۍ پاې ته رسېده، کابل نولسمې پېړۍ د پېښو تکرار لپاره تيار شو.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۸ اگست ۲۰۱۳ م