پخوانيو ژورناليسټانو به سهار ورځپاڼې ولوستلې چې ځان د تازه پېښو نه خبر کړي. اوس زيات يې د کمپيوټر د لارې هر وختې چې يوه پېښه ووشي، سمدلاسه ترې خبر جوړولې او خپرولې شي.
په دې کې “ټويټر” تر ټولو وړاندې دې. د ټويټر لپاره د ” نيټ ورک” (د اړيکو جال) تورې کارېږي چې پکې د ټويټر خاوند خپل پېغام نورو ته په ۱۴۰ ( انگرېزي) تورو کې د ولوستلو لپاره ليکلې شي. دا پيغام ” ټويټ ” نومېږي.
په ۲۰۰۶ م کې د امريکې يو کاروباري ” جېک ډورسي” د خپل مهم پېغام يا عکس لپاره يو داسې سيسټم جوړ کړو چې د ولوستلو لپاره يې ” رجسټرېشن ” ته اړتيا نه وي. که څوک غواړي چې پېغام ووليکې نو بيا به ځان پخپل نوم رجسټر کوي. د دې مثال لکه د تيليفون د ” اېس -اېم- ايس ـ د پېغامونو دې. دا د خبرتيا يوه لنډه او چتک لاره ده.
د دې د پېل سره يې د کاروونکو شمېره زياته شوه او تر ۲۰۱۲ م ۵۰۰ ميلينو خلکو کاروو. د ټويتر مرکزي دفتر په سان فرانسسکو کې او څو نورو ښارونو کې څانگې لري.
د ټويټر ښه والې دا دې چې د ولس مشرانو نه واخلې تر فلمي ستورو، لوبغاړو، چارواکو، وزيرانو او واليانو پخپل نوم پاڼې پرانستي دي. نامتو ژورناليسټان د يوې مهمې پيښې په اړه په ټويټر” ليکنه کوي او خلکو ته بلنه ورکوي چې ورباندې خپل نظر څرگند کړي.
هم دغسې د حکومت يو چار واکې د خپلې سيمې کې شوې يوه پيښه په لنډو ليکلې شي چې ژورناليسټان يې د خبر په توگه اخلي. ټويټر د فېسبوک نه په دې توپير لري چې دلته د اوږدو ليکنو ځاې نه وي او په بدل نوم حساب پرانستل گټه نه کوي ځکه بيا څوک يې نه ولولي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۳ اگست ۲۰۱۳ م
زه غواړم چی دټوټر له لاری خپلو انډیوالانو سره ملګری شم
د دې لپاره به د ټويټر اکاونټ ځان له جوړ کړې.
HOW TO MAKE TWITTER ACCOUNT
د ټویټر ویب کی شته