وسلې ته مخه ښه- خلاصه

Ernest Hemingway
” اې فېر وېل ټو ارمز ” ياني، “وسلې ته په مخه ښه” د انگرېزي ژبې يو شاهکار ناول دې چې په ۱۹۲۹ م کې چاپ شو. د ناول ليکوال ارنسټ هيمينگوې په ۱۸۹۹ م کی د متحده ايالاتو په ايلينوي کی زيږيدلې و. د زدکړو نه وروسته ده څه موده د ژورناليسټ په توگه يوې ورځپاڼې سره کار وکړو او بيا د لمړي جنگ د پيل سره په اطاليې کی د ايمبولنس چلوونکې خدمتونه يې تر سره کړل. د ده زياتی ليکنې د هم هغه وخت دي او په ۱۹۵۴ م کی د ادبياتو نوبل جايزه ورته ورکړی شوه. د ده په نامتو ليکنو کی، لمر هم راخيژي او” زنگ له دوي لپاره غږيږي” دي.
ده په ۱۹۶۱ م کی ځان پخپله ووژلو.
“وسلې ته په مخه ښه” د لومړي نړۍ وال جنگ پر وخت د دوو کسانو د مينې داستان دی. کيسه د هېمينگوې د خپل ژوند پيښې ښاي او د ريښتياو ته ورته دي.

د ناول ولوستلو لپاره دلته کليک وکړئ.
Farewell to Arms

د خپرېدو نېټه
۲۵ اگست ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *