دوه پيران او يو اخوند

د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې د پښتنو په خاوره دريو شخصيتونو پخپلو عقايدو خلک راوپارول.
دا هغه زمانه وه چې د شېر شاه سوري زامنو پخپل منځ کې په جگړو او وژنو اخته و او د هند تخت ترې مغلو ونيولو. د بابر نمسي محمد اکبر چې تنکې ځوان و، د خپل پتمن سردار بېرم خان تر څارنې لاندې په ۱۵۵۶ م کې د هندوستان باچا اعلان شو.
په ورپسې کلونو کې هر هغه ځواک چې د دوي واک ته خطر جوړيدې شو، په بېلا بېلو لارو مات کړل. د هندو راجگانو لوڼې يې واده کړې او د هغوي پلرونو او وروڼو ته يې په حکومت کې ونډه ورکړه. دی پخپله نالوستې و خو ديني عالمانو سره به کېناستو او اخر يو نوې متبادل دين يې جوړ کړو چې ” دين الهي ” نوميدو. دا د برهمني، اسلام او د مسيحيت د عقايدو يوه گډوله وه چې د هندوانو ته پکې زيات مراعات ورکړې شوي و. د غوا په حلاله يې بنديز ولگوو، په ټاکلي ورځ به يې غوښه نه خوړه او نور به يې هم منع کول، په دربار کې ورته سجده کيده او ان چې ځان ته يې “ظل الهي” يا د خداې سيورې خطاب غوره کړو.
د اکبر باچا د نيکه بابر په پوځ کې د تاجکستان د ترميز يو کس قنبر علي شاه نوميدو. په ۱۵۰۲ م کې د ده زوې سيد علي شاه لا ماشوم و چې هند ته يې ورواستوو. سيد علي شاه لومړۍ ديني زدکړې په پنجاب کې تر سره کړې او وروستو اجمېر ته ولاړو. هلته د خواجه معين الدين چشتي يو خليفه خواجه عطاالله رومي ورته د تصوف خلافت ورکړو او کوهستان ته يې ورواستوو.
سيد علي شاه بونېر ته ولاړو، هلته مسلمانانو ته يې د اسلام تبليغ پېل کړو او د پير بابا په لقب مشهور شو. د ده يو مريد دولت خان ورته خپله لور ورکړه چې “بي بي مبارکه” نوميده. ( د يوسفزو د شاه منصور لور هم بي بي مبارکه نوميده چې بابر باچا ته يې ورکړې وه)
هغه وخت چې پير بابا بونير ته ولاړو، په ۱۵۲۵ م کې د ختيځ پنجاب د جالندهر په ښار کې د وزيرستان اوسيدونکي يو ارمړعبد الله په کورکې ماشوم وزيږېدو چې بايزيد ونومول شو. عبد الله پخپله قاضي نه و خو کورنۍ يې د قاضيانو په نوم پېژندل کيده ځکه د ده نيکه سراج الدين ( د شېخ محمد پلار) ته په پنجاب کې ( ممکن د لوديانو پر وخت) د قاضي منصب ورکړې شوې و. د جنوبي وزيرستان “کاڼي گرام” ياني د کاڼوکلې د دوي تاټوبې و. بايزيد ملتان ته د شېخ بهاوالدين خانقاه ته د ديني زدکړو لپاره ورواستول شو. د سبق نه وروستو هغه د اسونو تجارت پېل کړو او ليرې پرتو سيمو ته به يې سفرونه کول.
په ۹۴۰ هجري ( ۱۵۳۳ م ) کې د پېښور په منديزو کې د ننگرهار د يو تاجک کډ وال “سعدي” نمسې عبدالله وزيږېدو. خلکو به ورته الله داد وئيل چې پلار يې گدايي نوميدو او مېرمنه يې د ” پاپين” وه، نو خلکو به عبد الله ته ” پاپينې” هم وئيل. د عبد الله استادان سيد احمد، ملا محمد زنگي او ملا سنجر پاپينې وو. ملا سنجر د پير بابا مريد و او خپل شاگرد عبد الله يې بونېر ته ورواستوو چې هلته د تصوف طريقه هم زده کړي. په هغو ورځو کې عبد الله د ” اخوند دروېزه” په لقب وپېژندل شو خو معلومه نه ده چې دا لقب چا ورته ورکړو.
اخوا بايزيد يو ځل په کالنجر کې د يو اسمعيلي مبلغ سره مخ شو. دا د شيعه گانو هغه ډله وه چې په ديارلسمې پېړۍ کې د ايران نه راوټوکيده او په هند کې يې مبلغين زيات و. بايزيد هغه سره څو ورځې تېرې کړې نو د اسلام يوه نوې بڼه يې وليده. په هغو ورځو کې د هندوستان يو بل مبلغ سيد محمد جونپوري د سند د لارې کندهارته تللې و او هلته نه يې هرې خوا ته بلن ليکونه وراسوتلي و چې په کندهار کې د ده د مهدي کيدو شهادت ورکړي. بايزيد کندهار ته ولاړو او د ده خبرې يې واوريدې. جونپوري په ۱۵۰۲ م کې په فراح کې مړ شو او هم هلته خښ دې.
بايزيد چې بېرته کاڼيگرام ته ولاړو نو په کور کې يې ځينې دودونه خوښ نشول او په خلاف يې غږ پورته کړو. ده د ښځو لپاره هم د سړو هومره حق غوښتلو. يو ځلې هم دغسې د خپل ورور سره يې ناندرۍ ووهلې نو پلار ورته وويل چې يا خپله مفکوره پرېږده او يا کور. بايزېد خپل کور پرېښودو او د خلکو وړو وړو ډلو ته يې ديني خبرې پېل کړې. دی د هغو څو مبلغينو د کړنو نه اغيزمن شوې و چې د خداې په ذکر معرفت ته رسيدل، د ټولنې د اصلاح لپاره د يو ” امام” اړتيا او تبليغ د دې څو بېلگې وې. بايزيد پخپلې سيمې کې د اصلاح مخ کښ شو او د ” پير روښان” په نوم يې شهرت وموندلو.
ده په څو ژبو روانې خبرې کولې شوې او په پښتو، فارسي، عربي او پنجابي يې ليکنې وکړې. دی مومندو ته ولاړو او هلته خلک پرې راټول شول. بيا پېښور ته يې مخه کړه چې خليلو او محمد زو سره يې غونډې کولې. په پېښور کې اخوند دروېزه ورسره مخامخ وليدل او د ده تگ لاره يې چېلنج کړه. د بلې مناظرې ( ديني بحث) لپاره دروېزه سره يې وخت وټاکلو خو روښان ورنغلو او هم هغه وه چې دروېزه ورباندې د ” پير تاريک” ټاپه ولگوله.
ځينې پښتانه په دې نظر دي چې ” پير بابا ” او ” اخوند دروېزه” د مغلو له خوا د پښتنو سيمې ته وراستول شوي و چې د روښاني غورځنگ مخه ونيسي. په دې کې ممکن يو څه حقيقت وي ځکه بايزيد د اکبر باچا د ” دين الهي” پر ضد هم خبرې کولې او خلک يې راوپارول. خو مغلو تر هغې په دې سيمه کې مداخله ونکړه تر څو پښتانه په دې شخړه کې نورهم کمزوري شو. بايزيد په تيراه کې خپل مرکز جوړکړو او په ډاگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.
مغل تاريخ ليکونکې د اکبر له خوا د لښکر وراستولو دليل دا ورکوي چې پير روښان خپل ځان د مهدي په توگه اعلان کړې و. د هغه منونکي په تيراه، وزيرستان ، پکتيا، لوگر او ننگرهار کې ډېر و او اپريدي او مومند قبايل هم ورسره سره ودريدل. د خټکو اپريدو سره دښمني وه نو هغوي مغل پوځ ته لاره ورکړه. د مغلو لوی ملاتړ د يوسفزو له خوا کيدو چې د پير بابا مريدان و.
د روښاني غورځنگ جنگيالو او د مغل پوځ تر منځ ډېرو وړو وړو جنگونو نه وروستو په ۱۵۸۱ م کې په ننگرهار کې يو لوې جنگ ووشو چې د کابل والي محسن خان يې مشر و. روښانيان په دې جنگ کې مات شول او پير روښان د خپلو څو ملگرو سره صوابۍ ته ولاړو. هلته د ” ټوپۍ” سره نږدې د يوسفزو له خوا راگير شو، وجنگيدو او په ” تربيلې ” کې ووژل شو.
د پيرروښان پلويانو تر ډېرې مودې د ده د مړينې خبر پټ ساتلې و او وايي چې د ده هډوکي به يې په پټه د يوې سيمې نه بل ته گرځول. په داسې حالاتو کې چې مغلو به د خپلو مخالفانو سرونه په نېزو ټومبلي، ولس ته ښودل، دا حېرانونکې خبره نه وه. د ده مړې ” کاڼيگرام” کې خښ شو او قبر يې پټ وساتل شو ځکه مغلو به د قبرونو سپکاوې هم کوو.
د بونېر سيد علي ترميزي په ۱۵۸۳ م کې ( د روښان نه دوه کاله وروستو) ومړ او يو لوې زيارت پرې جوړ شو. مريدان يې خلکو ته وايي چې هلته يوه وړه وياله د پير بابا په کرامت راوتلې ده چې خپل چاقو يې په غر کې وهلې او د جذام مريضان پکې لامبي نو ښه شي. دا هم واي چې که څوک د ده زيارت ته روان شي نو مشکل يې په لاره حل شي. د پير بابا يو زوې سيد مصطفی شاه کونړ کې خښ دی او هلته پرې زيارت جوړ دی. د پيربابا مريدانو اوس په انټرنېټ کې د ده شجره تر ادم عليه اسلام پورې خپره کړې ده .
اخوند دروېزه د اکبرد نمسي شاه جهان تر واک پورې ژوندې و او په ۱۶۳۸ م کې ومړ. د ده مقبره د پېښور سره نږدې په “هزارخانۍ” کې دی.
هغه د بايزيد د “خېر البيان” په مقابله کې “مخزن الاسلام” نومې کتاب په پښتو کې وليکلو. دا دواړه د پښتو ادب په نثر کې لومړي کتابونه گڼل کېږي. د اخوند دروېزه نور کتابونه ” تذکرته الابرار و اشرار ( فارسي) ارشاد الطالبين ( فارسي) ارشاد المريدين ( فارسي) شرح قصيده اعمال ( فارسي) شرح الاسما الحسناء ( فارسي) و.
واي چې تاريخ د اتلانو له خوا ليکل کېږي او د کابل نه تر بنگال پورې هغه وخت مغل برلاسي و. د روښاني غورځنگ په اړه د مغلو هره ليکنه د دوي پر ضد پروپاگنډ وه. دا چې هغه پښتون نه و، بلکه اورمړ و، دا چې د هغه نيکونه د کردستان نه راغلي و، يا دا چې هغه د ” اسماعيلي، خارجي او شيعه مسلک نه و.
خو حقيقت دا دی چې روښان په اسلام کې د نوې فرقې جوړونکې نه، بلکه د ښځو او سړو د انډول او د تعليم خبره کوله. هغه يو صوفي و او د هغه وخت او ځاې لپاره يې د تصوف پرمخ تللي مفکوره وړاندې کړه. هغه په لومړي ځل د پښتو ژبې د ليک لپاره په عربي کې ۱۳ ټکي ورزيات کړل. د ده “خېر البيان” د پښتو نثر لومړې کتاب دی چې ورسره فارسي، عربي او پنجابي ژبې هم ليکلې وې. روښان د لسو نه زيات نور کتابونه هم وليکل چې نيم نه لږ پکې پاتې دي. په دې کې مقصود المومنين، صورت توحيد، فخر، حالنامه، او خلوت دي چې ځينې په فارسي او عربي دي.
د پير روښان په پينځو کې څلور زامن مغلو ووژل. د ده کشرزوې جلال الدين د ديارلسو کالو نو اکبر ورته بخښنه وکړه. هغه پاتې روښانيان راټول کړل او د مغلو پر ضد يې گوريلاي جنگ پېل کړو. دی د ” جلاله” په نوم ياديدو او د ننگرهار ” ادينه” نومې ښار خلکو د ده په وياړ ” جلال اباد” کړو. د مردان سره نږدې يو کلې او ورسره د اوبو يوه چينه ( گودر) جلاله” نومېږي چې په لنډيو کې ستايل شوې ده.
د اکبر نامتو راجه بيربل د جلاله د ټکولو لپاره يو لوې پوځ سره په ۱۵۸۷ م کې جمرود ته ورسيدو. په دې جنگ کې مغل مات او بيربل ووژل شو. د اکبر باچا لپاره دا لوې گوزار و او پخپله يې د جلاله سره د جنگ هوډ وکړو. جلاله چترال ته وتښتيدو چې هلته په ۱۶۰۱ م کې مړشو. خو روښانيانو د جلاله وراره ” احداد” د جنگ مشر کړو او د اکبر نامتو جنرالانو راجه مان سنگهه، زېن خان کوکلتاش، قليچ خان، مهابت خان، غېرت خان، او مظفر خان ورسره وجنگيدل.
په ۱۶۱۹ م کې د کابل والي مهابت خان په تيراه کې د روښانيانو درې سوه غړي په دوکه ووژل. احداد د تيراه نه گردېز ته ولاړو او څه موده هلته خپل جنگيالي راټولول. شپږ کاله وروستو د کابل صوبه دار مظفر خان، د مغلو لښکر گردېز ته يوړو او هلته څو مياشتې جنگ روان و. احداد توره په لاس د جنگ په ډگر کې ووژل شو او د هغه سر يې جهانگير باچا ته ورواستوو. جهانگير د پير روښان يو نمسي الله داد ته د رشيد خان د خطاب سره جاگير ورکړو. د دوي زمکې په ” روهيلکهنډ ” کې وې او ډېر خپلوان يې هلته مېشت شول. په هند کې دوي د ” انصاري” په لقب پېژندل کيده.
د روښاني غورځنگ نورو جنگيالو په لوگر کې د ” برکي برک” سيمه تباده کړه. په ۱۶۲۷ م کې د جهانگير د مړينې سره په افغانستان کې د مغل پوځ پر ضد يو پاڅون ووشو نو د احداد زوې عبد القادرخان د خپل مور ” بي بي علاي” چې د جلاله لور وه، ننگرهار ته ولاړو. د مغلو سره روښاني جنگونه په ۱۶۳۸ م کې پاې ته ورسيدل.
په دې سيمه کې اوس هم د عقيدې جنگ روان دی، البته پيران يې نوي دي.

سرچينې

۱. روښان پير څوک و؟د پوهاند علامه حبيبي شل مقالې. دوهمه برخه. راټولونکې، مطيع الله روهيال.هيواد کلتوري ادبي ټولنه، کندهار. ۱۳۸۲ لمريز کال. صحاف نشراتي موسسه. ۱۲۴، ۱۲۵ مخونه.

۲. ثقافت سرحد د تاريخ په هنداره کې. (اردو) قاري جاوېد اقبال. لوک ورثه، اسلام اباد، الفېصل ناشران لاهور. ۲۰۰۲ م. ۲۱۸، ۲۱۹ مخونه.
۳. اکبر نامه. اېس – اېم – برک. اردو ترجمه مسعود مفتي. علم و عرفان پبلشر. لاهور. ۲۰۰۶ م
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۳ ستمبر ۲۰۱۳ م
Tribal pashtoons

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *