د ليگ اف نېشنز ( ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۳۹ م )
تاريخ
د ملتونو د ټولنې (جامعه ملل) بنسټګر د يو شمېر اروپايي او متحدو ايالتونو هغه ډلې بلل کيږي چې د لومړي نړۍ وال جنگ نه وروسته د سولې د راوستلو په موخه يې پټې هڅې پيل کړې وې.
په دغه لړ کې تر ټولو ارزښتناکې هڅې د سولې د پرمخ بيولو اتحاد له خوا په ١٩١٥ م کې د امريکا په فيلادلفيا کې پېل شوې وې.
د امريکې د هغه مهال ولسمشر ودرو ويلسون په لومړيو کې د دغه خوځښت ننګه نه کوله خو د ١٩١٦ م په مۍ کې يې په يوې غونډې کې د سولې د پر مخ بيولو او ټېنګښت د اتحاد د اصولو او تګلارې ډېره برخه تايد کړه. په ١٩١٧ کال کې ښاغلي ويلسيون د امريکې سنا ته د دغه خوځښت موخو ته د رسېدو لپاره د يوه ګډ ځواک د جوړولو وړاندېز وکړ.
يوه کال وروسته نوموړي د امريکا د جنګي اهدافو په تړاوو ١٤مهم اصول مخې ته کړل چې وروستى يې د ملتونو ټولنې ته اشاره وه. د ښاغلي ويلسون دغه ١٤ اصوله د يو څو ټکو په اختلاف ومنل شول او پر اصولو متفقو مشرانو د يوه نړيوال سازمان جوړول د خپلو اهدافو يوه برخه وبلل.
برتانيا لومړنى دولت و چې د ملتونو د ټولنې د جوړولو په تړاو د نړيوالو حقوقو د استاد لارډ فيليمور په مشرۍ د مورخينو، ډيپلوماتانو او حقوقپوهانو يوه کمېټه جوړه کړه.
د فيليمور وړاندېز د اي ام هاوس له لورې چې د ولسمشر ويلسون له سلاکارانو نه و، د ملتونو ټولنې د جوړولو لومړۍ مسوده او طرحه جوړه شوه. هغه له لومړۍ نړيوالې جګړې يوه مياشت وروسته يانې د وارسا د سولې د کنفرانس له تشکيل نه وړاندې د ١٩١٨ په ډسمبرکې پاريس او له هاغه ځايه بيا ډېرو نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ چې د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
پاريس ته د ښاغلي هاوس له سفر وروسته بيا افريقايي جنرال کرسټن سموت د ملتونو د ټولنې د جوړولو طرحه وړاندې کړه. دغه طرحه چې له قانع کوونکو جزيياتو سره مخې ته شوې وه، هېوادونو ته په زړه پورې وه. هماغه و چې د ١٩١٩ کال د جنورۍ په اتلسمه نېټه د سولې په کنفرانس کې د متحدو ايالتونو او برتانيا د استازو طرحه ومنل شوه.
په وروستي اقدام کې د ميثاق نهايي مسوده د ١٩١٩ کال د اپريل په ٢٨ نېټه د سولې په اخري کنفرانس کې مطرح شوه او د رايو په اتفاق سره تصويب شوه، يوه اوونۍ وروسته د ملتونو د ټولنې کمېټې اريک دراموند د دغې جامعه د عمومي مشر په توګه وټاکه. دا چې د ملتونو ټولنې ميثاق د وارسا د تړون يوه برخه وه، د سازمان رسمي شتوالى اته مياشتې وځنډېد او ميثاق د ١٩٢٠ عيسوي کال په جنورۍ کې تصويب او لازم الاجرا شو.
د ملتونو د ټولنې جوړښت:
د ملتونو ټولنې د ميثاق له مخې هر هېواد او هرهغه مستعمره چې خپلواکه او ازاده حکومت يې درلوده د دغه سازمان غړيتوب يې ترلاسه کولى شو، د بېلګې په ډول هند چې لا خپلواکه نه و د ملتونو په ټولنه کې ورګډ شو. خو په ځېنو برخو کې دغه سازمان د نويو غړيو لپاره ځېنې شرايط په پام کې نيول، لکه پر بلغاريه يې دا شرط ولګوه چې د هاسبورګ کورنۍ به سلطنت ته نه ورګرځوي او دغه راز د وسلو سوداګرۍ ته به د پاى ټکى ږدي.
په ځېنو نورو برخو کې بيا د ملتونو ټولنې ځېنې هېوادونه د کوچنيوالي او جغرافيوي ساحې د کموالي له کبله د خپلو غړو په توګه و نه منل، لکه موناکو، اشتاين او سن مارينو.
په ټوله کې د جامعه ملل غړي په دوه ډلو ويشل کيږي، يوه يې بنسټګر بلل کيږي او بله ډله نوي غړي وو.
بنسټګر غړي:
د ملتونو د ټولنې غړي شاوخوا ٣٢ هېوادونه وو، دغو هېوادونو د وارسا د تړون له مخې ټولنه رامنځ ته کړه. دلته يوه خبره ضروري ده چې د وارسا تړون ټول امضا کوونکي هېوادونه د ملتونو د ټولنې بنسټګر نه دي، لکه څنګه چې مات شوي او مغلوب هېوادونه لکه ترکيه، جاپان، بلغاريا د وارسا تړون په لاسليک کولو د جامعه ملل غړيتوب ترلاسه نه کړ.
ځېنې نور هېوادونه سره له دې چې د ملتونو د ټولنې بنسټګر وو خو دا چې ميثاق يې لاسليک کړى نه و نو تر پايه يې د سازمان غړيتوب ترلاسه نه کړ لکه د امريکا متحده ايالتونه.
ځېنې نور هېوادونه چې د وارسا تړون يې په ځنډ سره تصويب کړ په ټولنه کې ورته په ځنډ سره غړيتوب ورکړل شو لکه اکوادور چې په ١٩٣٤ کال کې يې د ياد شوي سازمان غړى شو.
خو په ځېنو نورو برخو کې بيا د وارسا تړون د غړيتوب د ورکولو لپاره شرط ونه بلل شو، لکه چين چې د ١٩١٩ کال په سپتمبر کې د سن ژرمن تړون لاسليک کړى و، د ملتونو د ټولنې د بنسټګرو په منځ کې ورته ځاى ورکړل شو.
سازمان ته د نويو غړو منل:
د جامعه ملل د ميثاق د لومړۍ مادې د دويمې فقرې له مخې، هر هېواد او مستعمره چې ازاد حکومت ولري، په دې شرط سازمان کې ور داخليدى شي چې د نړيوالو ژمنو په تړاوو د ښه نيت څرګندونه او دغه راز د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو په اړه د سازمان له لورې وضع شوو اصولو او تګلارو ته ژمن او درناوى وکړي.
نوي غړي د سازمان د ټولو غړو د دوه پر درېمې رايو له ترلاسه کولو وروسته شامليدل،هغه هم په دې شرط چې سازمان د نويو غړيو جذبول ومني.
د ملتونو ټولنې له تاسيس نه نيولې تر ١٩٣٩ کاله پورې د دغه سازمان د غړو شمېر له ٢٠ نه شپېتو ته ورپورته شو، البته په دغه شمېر کې د سازمان بنسټګر هېوادونه هم شامل و.
له جامعه ملل نه د غړو وتل:
لکه څنګه چې هېوادونه په ازادانه او خپلواکه ډول په سازمان کې ور شاملېدل په همدغه ډول يې وتل هم په پام کې نيول شوي ول.
د سازمان د ميثاق د لومړۍ مادې د دريمې فقرې له مخې د جامعه ملل هر غړى حق لري چې له سازمان نه ووځي، شرط دا دى چې تر خپلو وتلو دوه کاله د مخه بايد دغه اعلان وکړي او د وتلو تر نېټې پورې پر ټولو نړيوالو اصولو او د سازمان په ميثاق کې يادوو شوو ژمنو ته ژمن واوسي.
له دغه سازمان نه د دولتونو وتل هم بېلا بېل دلايل او لاملونه درلودل، ځېنې هېوادونه له دې کبله ووتل چې د ملتونو ټولنۍ ته يې د خپلې ونډې پېسې ورکولى نشوې لکه د لاتېنې امريکا هېوادونه. ځېنې نور هېوادونه بيا د سازمان د پرېکړو له کبله ناراضه شوي ول او په کلنيو غونډو کې به يې برخه نه اخېستله.
په دې ترتيب د ملتونو له ټولنې نه وتنه له ټولو هغوو حقونو او امتيازات نه تېرېدنه وه چې سازمان خپلو غړو ته منلي او ورکړي و.
له جامعه ملل نه ٢٠ وارې هيوادونه وتلي و خو د يادولو دي چې جامعه ته د بهر شوو هېوادونو بيا ورګډېدل د نويو غړيو د جذبولو تشريفاتو او نورو اصولو ته اړتيا نه درلوده، لکه څنګه چې کواستاريکا، فرانسه او هسپانيا په دوېم وارې په سازمان کې ور ګډ شول. البته د ټولنې نه له نورو اړوندو نړيوالو سازمانو سره همکاريو او اړيکو د پريکون په مانا نه وه، له سازمان څخه بهر شوو ډېرو هېوادونو له نورو نړيوالو سازمانو سره خپلې همکارۍ روانې وساتلې.
د غړي خارجول:
د ملتونو ټولنې د ميثاق د دريمې مادې له مخې هرهېواد چې په ميثاق کې د يادوو شوو نړيوالو مقرراتو او تګلارو په سرغړونې محکوم و، سازمان ترې خپل غړيتوب بېرته اخيستى شو.
خو له ټولنې نه په خپله خوښه د وتلو پرتله، له دغه سازمان نه د ويستلو شوو غړو شمېر د يادولو نه دي، دغه سازمان يوازې يو وارې او هغه هم پخواني شوروي اتحاد د ١٩٣٩ کال د نومبر په ٣٠ نېټه له دې کبله له سازمان نه خارج کړ چې، ولي يې پر فنلاينډ بريد کړى دى.
البته دلته د يوه ټکي يادول ضرور دي چې ټولنې يوازې د پخواني شوروي اتحاد په تړاوو دا ګام اخيستى و، کله چې ايټاليي په ١٩٣٥ کال پر ايتوپيا (حبشي) حمله وکړه، په وړاندې هېڅ ډول غبرګون و نه ښود.
د ملتونو د ټولنې ارکان:
په ټوله کې د ملتونو ټولنه (جامعه ملل) له دريو ارکانو عمومي اسامبلۍ، شورا او دارالانشاء نه جوړه وه چې د هر يو فعاليت او دندې به وڅېړل شي. د ملتونو د ټولنې اصلي دفتر په ژينوا کې و.
لومړۍ: عمومي اسامبلۍ:
عمومي اسمبلي د سازمان له ټولو، خپلواکو، مستعمره هېوادونو چې ازاد حکومت يې درلودل او دغه راز په لومړۍ نړيوالې جګړې کې له ناپېيلو هېوادونو نه جوړه وه.
د عمومي اسامبلۍ هر غړي هېواد حد اکثر درې استازي درلودل چې په يوه رايه به شمېرل کېدل.
اسامبلۍ په ټوله کې دوه ډوله ناستې او غونډې درلودې چې يوه يې فوق العاده او بله يې عادي وه.
د سازمان عادي ناستې معمولا د هر کال د سپتمبر په لومړۍ او يا دويمې دوشنبې کې کېدې چې لږ تر لږه يوه مياشت به يې دوام کاوه.
د ملتونو ټولنې پنځه فوق العاده غونډې کړي او هغه هم په استثنايي حالاتو کې، دغه فوق العاده غونډې په ژېنوا کې ترسره شوي چې د ميثاق له مخې هر غړي هېواد ورته درې استازي استول خو سترو هېوادونو دغه اصول نه مراعتول او له دريو ورپورته استازي به يې هم استول.
د سازمان د شورا پرتله د عمومي اسامبلۍ اختياراتو او واکونه په دريو ډولونو ويشلى شو:
ا- د شورا او عمومي اسامبلۍ ګډ اختيارات
– د سولې او نړيوال امنيت ساتل
– له نړيوالې دايمې محکمې نه د سلا مشورو غوښتل
له يو بل سره د عمومي اسامبلۍ او شورا تړلي اختيارات( په دغو مواردو کې به دواړو رکنونو په ګډه تصميم نيوي).
– د نړيوالې محکمې د قاضيانو انتخاب
– د ميثاق تعديل او اصلاح
– د شورا پراختيا
– د عمومي مشر ټاکل
ب- ځانګړي اختيارات
– د ملتونو ټولنه (جامعه ملل) ته د نويو غړو منل
– د شورا د نادايمي استازو ټاکل
– پر معاهداتو او تړونونو بيا کتنه
– د سازمان د بودېجې ټاکل
دويم رکن: شورا:
د سازمان د ميثاق د څلورمې مادې له مخې د شورا غړي د جامعه ملل د متفقو هېوادونو او د هغوى د ملګرو دولتونو او څلورو نورو غړو نه جوړه وه، پاتې څلور غړي د سازمان عمومي غونډې ټاکل.
په بله وينا شورا د لومړۍ نړيوالې جګړې له پنځو بريالي هېوادونو برتانيا، متحده ايالات، فرانسې، ايټاليا او جاپان نه او دغه راز له نورو څلورو غړو هېوادونو نه جوړېدله، چې ټولټال نهه غړي کېدل.
د ملتونو د ټولنې د ميثاق له مخې د شورا اختيارات په لاندې ډول و:
– د نظامي وسلو د کمولو د طرحې وړاندېز
– نړيوالو ستونزو او اختلافونو ته لاسرسى او په تړاوو يې د راپورونو برابرول
– له سياسي لار چارو د ستونزو هوارول
– پرلپسې خبردارې ورکول
– له سازمان نه د سرغړونکو غړو اخراجول او ويستل
– د غړو هېوادونو ترمنځ او د غړو او نورو هېوادونو ترمنځ ستونزو کې منځګړتوب
– د نمايندګۍ تر حمايت لاندې د ټولو ادارو څارنه
– له نړيوالو دفترو سره مرسته او همکاري
شورا يو لړ ځانګړتياوې درلودې چې په لنډ ډول يې دلته يادوو:
– په شورا کې ټول ستراو کوچني هېوادونه يو ډول وه او هره پرېکړه د رايو له مخې کېده چې سترو هېوادونو په کې د ويتو حق نه درلود
– له سازمان نه د وتلو حق ټولو غړو ته يو ډول ورکړل شوى و.
– د سازمان هر غړى هېواد چې د شورا غړيتوب يې هم نه درلود، کولى شول خپلو ګټو ته په کتو د شورا په غونډو کې برخه واخلي.
دريم رکن: دارالانشاء
د سازمان د ميثاق له مخې دارالانشاء د ملتونو ټولنې د يوه مهم او اصلي رکن په توګه په ژينوا کې جوړېدله. په دارالانشاء کې يوه مشر، څو نور غړي او کار کوونکي چې د دارالانشاء د مشر په خوښه ټاکل کيدل، فعاليت او کار کاوه.
البته د سازمان لومړنى مشر د ميثاق له مخې له وړاندې ټاکل شوى و چې سر اريک دراموند و او د ١٩٣٢ کال تر جنورۍ پورې پر دغې دندې پاتې شو.
وروسته بيا د سازمان شورا او عمومي اسامبلۍ د ښاغلي دراموند مرستيال جوزف اونول، د هغه ځاى ناستى وټاکه خو نوموړي په ١٩٤٠ کال کې پر فرانسې د جرمنيانو له بريد وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. شان ليستر يې ځاى ناستى و ټاکل شو چې د سازمان تر منحلېدو يانې تر ١٩٤٦ کاله پورې پر دغې دندې پاتې شو.
عمومي مشر له حقوقي پلوه د شورا او د عمومي اسامبلۍ مشرې هم پر غاړه لرله. نوموړى دغه راز د کارکوونکو او د سولي او ثبات په تړاوو د نړيوالو تړونونو پر لغوه کولو هم مامور و.
د ملتونو د ټولنې نيمګړتياوې:
د جامعه ملل هغه نيمګړتياوې چې د دويمې نړيوالې جګړې په مخنيوي کې د دغه سازمان د پاتې راتلو اصلي علتونه بلل کيږي.
د وارسا د سولې په تړون کې د جامعه ملل د ميثاق درجول د دې لامل شو چې د ملتونو ټولنه چې د لومړۍ نړيوالې جګړې د فاتحينو ملاتړې بلل کيدله، په همدغه نامه وپېژندل شوه. سره له دې چې دغه ميثاق د وارسا له تړون نه جلا د يوه خپلواک او مستقل سند په توګه وپېژندل شو خو بيا هم هغه درک او باور چې ګنې فاتح ځواکونه په جامعه ملل د ډېر اغېز خاوندان دي،په خپل حال پاتې شو.
د ملتونو په ټولنه کې رايه اچونه د رايو په اتفاق سره ترسره کېدله چې دا د ډيپلوماتيکو کنفرانسونو يو پخوانى او ميراثي تګلاره وه. دا د دې لامل شوه چې يو شمېر هغه پرېکړې چې د ځېنو هېوادونو له ګټو سره په مخالفت کې وې، عملي نشي. البته وروسته د ملتونو ټولنه دغې ستونزې ته متوجه شوه او د رايو اتفاق يې د رايو په ساده اکثريت وربدل کړ.
د غړو دولتونو خارجول چې د شورا په انحصارکې و او همدغه راز پر ژمنليکونو بيا کتنه او د نويو غړيو جذبول د عمومي اسامبلۍ په انحصارکې ايسار پاتې و، خو ترې لا مهمه دا چې د نړۍ د سولې او امنيت مسله د دواړو ارکانونو په انحصار کې ايساره وه.
د ټولنې د شورا د دندو کړۍ ډېره پراخه وه، او په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې يې تصميمونه نيول. هر کله به د نړۍ زبر ځواکونو په سياسي مسايلو کې له يو بل سره ستونزې پېدا کړې، خپل مسايل به يې اقتصادي او نظامي برخو ته ورټيل وهل.
د ميثاق د ٢٦ مادې له مخې پر ميثاق بيا کتنه او د موادو اصلاح د اسامبلۍ د اکثريت غړو او د شورا د ټولو غړو له لورې تصويبېدله، خو يادې شوې مادې دا مشخص کړي نه و چې کوم مواد دې اصلاح شي او کوم مواد د اصلاح وړ دي.
په ساده ډول د سازمان له غړيتوبه وتلو او د سازمان پرېښودلو دې ته لاره هواره کړې وه چې يرغلګر او اشغالګر هېوادونه لکه جاپان،ايټاليا او جرمني په اسانۍ سره د جامعه د غړو له منګولو ځانونه خلاص کړي.
د شورا د پريکړو د عملي کولو او الزامي کولو چارې په يوه رکن پورې تړلې نه وې، چې له کبله به يې تر ډېره د شورا پرېکړې بې اغيزې پاتې شوې او عملي بڼه به يې غوره نکړه.
جعفر هاند
د خپرېدو نېټه
۱۵ ستمبر ۲۰۱۳ م